غزل

 
شین بهار یې را خزان کړ لویه خدایه
په غمــــونو یې پنهان کړ لویه خدایه

تور زلفان یې په سپيرو خاورو را ګذار کړل
هر افغان یې په ژړا کړ لویه خـــــــــــــدایه

توره شپه ده زمـــــــــــا په کلي را روانه
روڼ سهار یې را ماښام کړ لویه خدایه

دا خزان مو نور ورک کړه له وطنه
درته کړمه دا سوال لویه خدایه

ته یې غرق په خپل قدرت کړې لویه خدایه
په غمونو یې غمجن کړې لویه خدایه

چا چې کړی دی دا ظلم زما په کلي
په رنځونو یې اخته کړې لویه خدایه

نور مو فکر د قلم خواته بدل کړې
له جنګونو یو ستومانه لویه خدایه
بازمحمد منګل