
هنري نثر
ليکوال: ګل رحمان رحماني
ماغوښتل چې دخپلوملګرو له سترګوپټ اوغلى غوندي کوم سهار له دغه ښاره ووځم په دې دومره موده کې چې زه په دغه ښارکې د يو پردېس په څېراوسېيدم نو له هغوى سره دومره نږدې شوى وم ، چې په زړه کې مې هغوى ته بې له مينې اودرناوي بل هېڅ نه ځاېدل .
ځکه مې دښاره دوتلولپاره داسې وخت غوره وبللو چې دوى ټول زما دياده بې پروا او يا اوده وي مانه غوښتل چې دبېلتون په دغه ترخو شېبو کې د هغوى په سترګود اوښکو او درد انځور وګورم اومينه يې په يوتلپاتې درد بدله کړم زه دې ويرې اخيستى وم چې هسې نه دځوانۍ دعمريوه زياته برخه مې دهغوى د يادونو په ځنګل کې تېره شي .
خوماچې له څه وېره لرله همداسې وشول .
د ښار له څلورلارو د سهار په تيارو کې ووتم کله چې د لمرڅرک لومړۍ زرينې وړانګې په ښار ولګېدې نوزه دښار نه د وتلو په دروازه کې ولاړ وم اوګاډى مې د وتلو په انتظار وو په همدې شېبوکې مې هغه غږ واورېده چې ما د دغه ښار د ټولوغوره موسيقي ګڼله ته د دې ګاډي دهندارې شاته ولاړه وې اودځان په لوردې په ګيلمن انداز بلنه راکړه زه په لړزېدلوقدمونودرښکته شوم دڅنګ ملګري مې درنګ په بدلون پوه شول هغه مهال دسيلۍ وهلې پاڼې په څېرمړاوى ستاخواته درغلم اود يو مجرم غوندې دې په حضورکې ودرېدم په ژړغوني اواز دې له نازکوشونډوخبره ووته .
زمادې زړه ذرې ذرې کړ
اوس راته وايې چې زه بل وطن ته ځمه
ژبه مې وچه شوه داسې مې حس کوله چې له پښو مې ځمکه روانه ده اودسهار په لمرکې دماڼيوغزيدلي سيوري په حسرت سره راته ګوري اود دواړوپه بې وسۍ اوښکې تويوي .
دواړودښارپه دروازه کې دبې وسۍ اوناپايه درد اوښکې تويې کړې اوښکې په سلګو اوسلګۍ په تلپاتې درد په يوه شېبه کې داسې زر واوښتې لکه دسمندرونو بړاسونه چې هواته له ختوسره سم د باران په څاڅکو بدلېږي اوبيا ځمکې ته ديوې غوره ډالۍ په نوم راستول کېږي .
په سلګودې راته وويل
ته له دې ښاره يوازې ځي ؟
ماځواب درکړ.
هو!
نرګېسي سترګې دې ښکته کړې خبرې دې له مينې اوغوصې په ډک انداز وغځولې نه دروغجنه ....
تاله دغه ښاره ډېرڅه يوړل خو يوڅه دې بياپرېښودل تاد دغه دغه ښارديوه بي وسوه انسان نه دزړه غلاوکړه خوپه بدل کې دي ورته يوتلپاتې درد ديادګارپه ډول پرېښود خوهيله ده چې ترقيامته دهمدغې امانت ساتنه وکړې .
زه دښارله دروازې ووتم خوترننه پوه نه شوم چې ته به ترڅه وخته هلته ځای په ځای ولاړه وې اوڅومره سلګۍ به دې وهلې وي .
١\\١\\١٣٨٨ نوروز،جلال اباد