
"دست آوردهای ۱۰ ساله باید حفظ شود. دست آوردهای ۱۲ ساله نباید با صلح معامله شود. از دست آوردهای ۱۶ ساله پاسداری شود…".څوکاله کیږي، ډېرکسان لګیا دي یا په غرض یا هم په ناپوهۍ لکه طوطيان همدغه خبرې کوي کله چې افغانستان کې د سولې خبره مطرح شي. ښایي دا کلیشه یي جملې کلونه نور هم ژبو پر سروي او یوازې د شمېرې په زیاتېدو سره(۱۶، ۲۲،۱۷ او…) همداسې وغزیږي. په دې نه پوهیږم چې دا شمېره به ترڅو ورسیږي. خو هڅه مې وکړه چې د "دستآورد ها" مانا او محتوا راپیدا کړم. چراغ و ذره بین مې پسې راواخیست، څېړنه مې وکړه. په ورځو ورځو کابل کې وګرځېدم، ولایتونو او کلیو کې وګرځېدم، رسمي دفترونه مې کتل، واټونه او کوڅې مې وکتلې له خلکو مې وپوښتل. او بیا مې ذره بین کیښود، دوربین مې راپورته کړ او ۱۶ کاله مخکې زمانې ته مې واچولو، خو بلاخره دا مې وموندل چې له"دست آوردهای ۱۶ ساله حفظ شود" نه مقصد لاندې "دست آوردها" دي:
اول: افغانستان باید اداري فساد کې خپل نړیوال ریکارډ وساتي او تل کچکول په غاړه غلو لپاره له نړۍ خیرات راټول کړي.
دویم: د پچو تاجران دې په خلاص مټ او ډاډه زړه خپل انحصاري تجارت ته د "جهاد ومقاومت" په برکت دوام ورکړي.
دریم: په سلګونو ښوونځي دې یوځای له زرګونو ښوونکو او زده کوونکو سره په شپاړسم آسمان کې جوړشي چې تلسکوپ یې هم و نه شي لیدلای خو پیسې یې دې دلته مځکې پرسر وزیران جیب ته کړي.
څلورم: غلو، قاتلانو، فاسدینو، رشوتخورو، جګړه مارو، اوباشانو او کوڅه ډبو ته ورکړل شوي القاب(د شورا وکیل، وزیر،معیین، رییس، جنرال، مارشال، والي، امنیه قوماندان، سفیر، قونسل، سولې شورا غړی او…) دې د ټول افغانستان په بیه وساتل شي.
پنځم: له دغو کسانو که یو لقب ترې اخیستل کېده نو بې له ځنډه باید بل لقب ورکړل شي او په هیڅ صورت کې بې لقبه پاتې نه شي.
شپږم: دالقاب لروونکو د کورنیو غړي او خپلوان دې له ویرې پرته هرڅوک چې وغواړي ووهي، وډبوي، په مال وناموس یې تیری وکړي، وې وژني او له قانون نه دې مصوون سرې سترګې وګرځي.
اووم: د شورا وکیلان دې یا په فرمان او یا د انتخاباتو په نوم په دوراني تیاتر چې هرپنځو کلو کې جوړیږي، خپلې څوکۍ، شخصي مال په شان وساتي چې بیا په ډاډه زړه غلا و کمیشنکارۍ و معامله ګریو او… ته دوام ورکړي.
اتم: دولتي او شخصي غصب شوې ځمکې د غاصبانو او لوټ شوي بانکونه او نورې غلا شوې میلیاردنو پیسې د غلو حق دی او باید چې درناوۍ یې وشي.
نهم: جنګي جنایتکاران او جاسوسان و وطنفروشان دې په واک کې پاتې وي او که مړه کېدل، څوکۍ به یې لکه میراث د هغوی کورنیو ته ورکول کیږي.
لسم: بلاخره یو ۲۰۰۰ کسان دې نسل په نسل د افغانستانمالکان وي او دیرش میلیونه اوسیدونکي یې د دوی برده ګان.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا د افغانستان خلک هم غواړي چې دغه "دست آوردها حفظ ګردد"؟