
د روهي وېبپاڼې د خبر له مخې، عبدالرب رسول سیاف د حکومت و حزب اسلامي د سولې مخالفت کړی دی. د دغه سولې یوه نتیجه هم په کابل کې د حکمتیار سیاسي حضور دی. پوښتنه دا نه ده چې سیاف ولې د سولې مخالفت کوي، ځکه داسې یو کس به خامخا د سولې ضد وي چې یو عمر یې له منافقو عرب شیخانو فتواګانې اخیستې وي او بیایې د کرنیل امام په امامت په دغو فتواګانو افغانان وژلي وي، افغانستان یې وران کړی وي، او بیا یې ۱۵ کاله ناټو ته د جنګ فتواګانې برابرې کړي وي او دا چاره یې خپل اصلي کاروبار ګرځولی وي. سیاف د سولې ضدیت اوږد تاریخ لري چې تفصیل ته یې دلته ځای نه شته.
اصلي پوښتنه دا ده چې سیاف څنګه د ناټو برده ګي، د هغه مځکنی و هوایي تسلط منلای شي خو د حکومت او حزب اسلامي سوله چې د حزب اسلامي له لوري له تسلیمۍ کمه هم نه ده، نه شي زغملای؟
که څه هم د حزب اسلامي و حکومت ترمنځ د سولې احتمالي معاهده به جګړه صفر نه کړي. ښایي یواځې د جنګ جبهه بدله شي او جګړه ترنامالومې مودې دوام وکړي. مګر د دغه قرارداد عملي کیدل به په کابل کې د حکومتي و غیرحکومتي ګروپونو ترمنځ د قدرت مسلطه زړه معادله خامخا بازسازي کړي. دغه معاهده به د قدرت پانګ د اشرف غني کمپ په ګټه بدل کړي. دغه معاهده به پر ۱۵ کلن «جهادي بزنس» د سیاف او د شورای نظار د غلو مونوپول مات کړي. دغه معاهده به د سیاف هغه توله هم په منځ کې دوه ټوټې کړي چې وخت وناوخت یې غږوي او جهادي ماران پرې راغونډوي او بیا دغه ماران ارګ ته ورښکاروي چې شکونې ترې وکړي. دا معاهده به ارګ ته د جهادي مارانو ضد واکسین ورکړي، چې بیا به ټولو هغو مارانو زهر خنثی کړي، چې په «شورای حرست و ثبات افغانستان» کې راغونډ شوي دي. او بلاخره، دا معاهده به د سیاف د فتواګانو کمپنۍ له افلاس سره مخ کړي. د سیاف اصلي تشویش همدا دی.
په هر حال، د حکومت و حزب اسلامي ترمنځ د سولې معاهده که د امریکا ملاتړ ولري چې همداسې به هم وي ځکه افغانستان کې لومړۍ و ورستۍ خبره د امریکا ده. په دغه صورت کې بیا یې هیڅوک هم مخه نه شي نیولای، سیاف و نظارشورا که هرڅه مخالفت وکړي، هیڅ یې لاس ته نه ورځي، یوازې به خپل تور مخونه به نور هم تور کړي.