د غویو اوومه او د غلو اتمه: د یوې پاڼې دوه مخونه

 
د دې دوه مخونو دوه تصویرونه:
۱. د غویو اوومه
 یو ناڅاپه یوه ډله کسان منډه کړي، ارګ ونیسي، «هورا هورا» او «مرده باد و زنده باد» چېغې وهي، وایي هم«خلک» او هم«دموکراتیک» یوو.نور خلک وېره کې وي، ورور له وروره ویریږی پلار له زویه، مور له ټولو. هرڅه، د وینو یوې بې پایه سونامي خبرداری ورکوي. «هوراوال» وایي، هرڅه باید د وینو رنګ په شان وي. ونې او بوټي په خپلو شنو پاڼو اوڅانګو وېریږي.
سونامي پلیږي: د «هوراوالو» لاس کې یو«چوبګز» وي، د هر چا قد ته یې ونیسي، څوک چې له دغه چوبګز یو سانتي هم جګ یا ټیټ وخیژي، زندان کې اچوي. خو زندانونه ډک شي، ځای په کې نه وي، بیا توره شپه کې هغوی لاس و سترګې تړلي، موټرو کې دښتو ته وړي، هلته، بلدوزرو لګیا وي د سړک جوړولو پرځای، لوېې کندې وباسي او بیا «هوراوال» دا کندې له دوی ډکې کړي او بیا بلدوزر پرې خاورې امبار کړي. دې وخت کې خاوره په غضب شي، زلزله پرې ګډه شي، سخته ناکراره شي، چې په غېږ کې یې خپل بیګناه بچیان ساه ورکوي. بیا شېبې وروسته، ارواوې اسمان ته ورسیږي، خاوره غلې شي. بل خوا د هغوی له کورونو د میندو،خویندو، پلرونو، مېرمنو او بچیانو کوکې او ژړاوې راوځي خو بیا دا ټولې چیغې او فریادونه په واټونو کې د «هورا هورا» په منځ کې ورکې شي.
۲.دغلو اتمه
د بربرانو لښکرې کابل ته ننوځي. دوی، ځانوته «مجاهدین» وایي. کور په کور، دفتر په دفتر چور تالان روان وي، چا لاس ته ټیپ وراډیو ورغلې وي، چا تلویزون و پکه و ګیلم و …په اوږه کړي وي، او بیا په یوه «ناره تکبیر» غلا سملاسي په «غنیمت» اوړي. څوک تاریخ چور کوي، څوک جغرافیه لوټي.  سیالي  روانه وي، څوک یې پنجاب ته ډالۍ کوي، څوک یې قم ته. عرب و عجم فتواګر هم «غنیمت شوې» خاوره کې آزاد ګرځي راګرځي او ګوري چې د دوی په پترولي فتواوو سپور د «جهاد» دیګ ښه په جوشدی، خوشاله وي خو قانع نه ښکاري.
د مدنیت پرمخ سم صفا بربریت وي: څوک سرونو کې میخونه ټکوهي، څوکپښتونداړي، څوک هزاره و تاجک و اوزبک څیري او بیا په «ناره تکبیر» وینې مباح کیږي.یوه ګله د «اسلام سپاهیان» د «ناره تکبیر» په رمباړو د پیغلو پسې بام ته خیژي، پیغلې له بامه ځانونه خطا کړي.بل خوا، نور «دین ساتونکي» د انسانانو سرونه پرېکوي او بې سرونو تنو ګډا جوړوي، له ښځو سینې غوڅوي، ښځې په زوره زوره چیغې وهي، خو د «ناره تکبیر» رمباړې دومره جګې وي چې د هغوی آواز په کې ټپ کیږي.
 په ښار، اوسپنه و اور اوري،کوڅې د ښاریانو په مړو ډکې دي، دخښولو یې څوک نه شته. یو سپی خپل څښتن جسد ته ولاړ خوله پورته کوکې کړي چې اسمان خبر کړي، خو دې وخت کې د« دین پتنګ»وینم چې جسد ته نژدې شي، ورته کړوپ شي، په وینو لامده جیبونو کې یې لاس کړي، چې تش وي، په لغته یې ووهي او بیاهغه بل ځوان د جسد له لاسه سات راخلاص کړي او بیا ښه په زوره له ځګونو سره یوځای«ناره تکبیر» له خولې راوباسي.بل«مجاهد» راشي د یوې ښځې په جامو څیرلي جسد ورټوپ کړي، ته به وایې چې څادر پرې غوړوي، خو هغه یې له لاسونو په وینو سره بنګړي او د کوژدې ګوتمۍ راوباسي او د راولاړېدو وخت کې چې غواړي  «ناره تکبیر» ادا کړي، بل «مجاهد» پرې برابر شي، ځای پرځای یې «شهید» کړي او بنګړي او ګوتمۍ ځای پرځای بیاځلي «غنیمت» شي او دا «شهادت» و «غنیمت» همداسې روان وي…