
د روهي ویبپاڼه وایي چې د سعودي پاچا په افغانستان کې وروستي بریدونه د اسلام خلاف وبلل. دا نیمه پیړۍ شوه چې د همدغو چلتاریانو په پیسو او فتواګانو او د دوی د جاسوسانو او سلاخانو په لاس له سیاف و ګلبدین او… را نیولې بیا تر نوي ماډلونو (طالب و داعش) پورې افغانستان څلور ځلې وران شوی او یوه لویه هدیره ترې جوړه ده. خو د تروریزم بابا ته یوازې دا یوعمل ناروا ښکاره شوی، دلیل یې ښایي دا وي چې په لومړي ځل دلته چلتاریانو هم د (جهاد) په شربت خوله خوږه کړه.
د افغانستان د نن او پرون په اړه چې هرکتاب راخلاص کړې له نیمایي زیات یې په افغانستان کې د عربو په شیطاني دسیسو او جنایاتو ډک دی. همدا نن: د یهودو و نصارا په پیسو به ښوونځی، روغتون، سړک، بند، پول، پولچک او … جوړ شي بیګا به بیا د چلتاري اهریمن په پیسو او د دوی وایرلس روباټانو(طالبانو) په ښکرووران شي.
له چلتاري شیطان به تېر شو خو پوښتنه دلته ده چې ولې داهرڅه داسېپه اسانه کیږي او ولسي حساسیت هم نه پاروي، ورته خلاصې سترګې چوپه خوله دي؟ علت یې دا دی چې دلته داسې کسان ښه پریمانه دي چې د چلتاري شیاطینو په برده ګۍ کې ثواب لټوي. دې ته (مقدسه برده ګي) وایي.
افغانستان کې دا نیمه پیړۍ روان چلتاري وحشتونه او سلاخۍ او قصابۍ د دغه برده ګۍ یوازې عملي افاده ده، علت هماغه (مقدسه برده ګي) ده چې ذهنونونه یې کنګل کړي. ترڅو چې دغه برده ګي (مقدسه) ګڼل کیږي، دلته هر وژل به مقدس وي، هرڅیرل به مقدس وي، هر ځورول به مقدس وي،هر ورانول به مقدس وي، هر سیځل به مقدس وي، هر شرم به مقدس وي او….