
نږدې ملګري:
یو سپین ږیری سړی چې له خپل یوه آس او یوه سپي سره په لاره کې پرې یو تندر را پرېوت او ساه یې ورکړه، له مرګ هغه خوا وړاندې کش شو، یو شین پیاده رو ورته ښکاره شو چې له خپل اس او سپي سره مخ پر وړاندې پرې ورغی، ډیر تږي وو، څه لاره وړاندې یوه دروازه وه چې جنت پرې لیکلي وو، ور وګرځیده او ساتونکي ته یې وویل چې ډیر تږی یم، هغه وویل هغه چینه اوبه لري خو اس او سپي ته دې اجازه نشته، سړی نهیلی شو او بیرته یې لارې ته دوام ورکړ، له ډیر مزل وروسته له چمنونو او شنو اوبو د چینو یوه بل ځای ته ورسید چې یو ساتونکی یې مخې ته ناست وو، سړي ورته وویل چې ډیر تږي یو، هغه ورته وویل چې وړاندې ورشئ هر څه چې څښئ او خورئ کولای شئ، سړي پوښتنه ترې وکړه چې دا ځای څه نومیږي؟ ساتونکي ځواب ورکړ: جنت، هغه ورته وویل هلته وړاندې هم یو بل څوک ستاسې له نامه نه ناوړه استفاده کوي مخه یې ونیسئ. ستانونکي ځواب ورکړ، نه پرېږده له موږ سره مرسته کوي ځکه هغه کسان چې غواړي خپل نږدې ملګري پرېږدي همالته پاتې کیږي...
(ژباړه او لنډون)
(ځوابونه)
په عمومي تشنابونو کې په یوه کې ناست وو، سړی ورغی او ویې ویل: سلام څه حال دی؟ هغه په یو څه شرمیدلي آواز ځواب ورکړ: ښه یم. سړي بیا وپوښتل: څه کوې؟ هغه ځواب ورکړ: نو سړی دلته څه کوي؟ هغه بیا پوښتنه وکړه: ښه اوس هلته درتللای شم؟ هغه په لږ څه عصبانیت سره ځواب ورکړ: نه زما کار لا نه دی خلاص، پوښتونکي سړي لږ څه ځنډ وکړ او ویې ویل: صبر زه به وروسته بیا زنګ درته ووهم، دلته کوم لیونی په تشناب ننوتلی پوښتنې مې ځوابوي.
(ستر مصیبت)
د کلي مشر وویل چې ستر مصیبت په لاره دی، کلیوالو ترې د حل لاره وغوښته هغه وویل: د غونډۍ په سر هغې پیاوړې غوجلې ته ټول څاروي ننباسئ او خپله تر دریو ورځو له کورونو مه راوځئ؛ درې ورځې وورسته خلک په دې تمه له کورونو را ووتل چې مصیبت به تېر وي او ورغلل چې خپل مالونه را خوشي کړي، خو له خالي غوجل سره مخ شول چې په دروازه يې لیکلي وو، ځئ کورونو ته مو لاړ شئ چې تر دې ستر مصیبت درته سترګې په لاره دی...
(طرحه د یوه بل لیکوال)