ایا د کورنیو چارو د وزارت لپاره تازه نومول شوی کس یو وړ کس دی؟

 
نه، نه ، بیا هم نه دا ځکه نوموړی کس (تاج محمد جاهد) پدېخاطر یو وړ کس نه دی چی مسلکی زدهکړېنه لريدا چی تیر کالونه یی د ظفر د قل اردو د قوماندنۍ دنده اجرا کړی ده هم د ملت پر وړاندی په ځانګړی توګه د ملی اردو سره خیانت شوی دی. یو لوی علت چی هر ورځ د ملی اردو په لسهاو سرتیری شهیدان کیږی علت یی همدغه دی چی بیسواده او په مسلک پوهه اشخاص په سمو پوستونو نه دی ګمارل شوی، پلان نه شی جوړولی، د وضعی تحلیل نه شی کولای د سوق او اداری چی په اردو کی یو مهم اصل دی نه پیژنی او نه یی شی کولای همدغه علت دی چی د غریبانو زامن لکه چرګی داسی وژل کیږی.
د دېپه خوا کی دا چی افغانستان عملآ د ګرمېجګړېسره لاس او پنجه نرموی نه تنها د داسی یو وزارت لکه د کورنیو چارو لپاره مسلکی زړور او تکړه شخص پکار دی باید نوموړی شخص سیاسی پوهه هم ولری د همسایه او لری هیوادونو نیتونه او پلانونه هم تحلیل او تجزیه کړلای شی. پس په اوس وخت کی ښاغلی تاج محمد جاهد د کورنیو چارو د وزارت لپاره مساعد نه دی باید وزیر نه شی.
دا اوس د ملی شورا په واک کی ده چی پر وړاندی یی څه عکس العمل ښی ایا پیسی اخلی او د پیسو په مقابل کی په پورته ټولو نیمګړتیاوو سترګی پټوی او که نه د خپل ولس پر وړاندی خپله ایمانی او وجدانی دنده اجرا کوی او تاج محمد جاهد ته چی یاد شوی پوست وړ نه دی د بی اعتمادۍ رایه ورکوی.
موږ په کلکه د ملی شورا د ټولو وکیلانو غواړو چی بېله کوم تعصبهد نوموړی شخص ټوله تاریخچه سوابق مسلک او وړتیا په غور سره مطالعه کړی بیا ښاغلی جاهد صاب ته د اعتماد یا بی اعتمادۍ رایه ورکړی که وړتیا یی لرله وزیر دېشی او که وړتیا یی نه درلودله نو وجدانونه به نه خرڅوی چېسړی درڅخه وړاندی لاړ نه شی دا ځکه چی د هغه د بی کفایاتیو په صورت کی به هر ورځزموږ پولیس ژوند له لاسه ورکوی چی خون به یی د ملی شورا د وکیلانو پر غاړه وی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل