اغزنه لار

 
      ماپه بارباردرته ويل چې په ماپورې د زړه تړلوبې ځايه هيله مه کوه ماته هېڅکله هغه امانت مه سپاره چې ساتل يې دسرپه بدله کېږي ،زما په وجود کې لاهم د دغه پياوړي احساس دراټوکېدوکومه نښه نه محسوسېږي تا ته به زما دژوند لارې اومنزلونه ښه معلوم وي زه دهغو زلميوپه څېرژوند نه لرم چې دسهاردلمرڅرک سره دخوبه راپاڅي په سترګويې دشپې خمار،دنازنخرواوغرورپردې غوړېدلې وي اودانګړپه ګلونواوپستوچمنونوقدم وهي زه دهمدغې لمرڅرک په مهال په دغه صحراکه دومره وړاندې تللى وم چې هغوى ته ديوه تورکوچني سيوري په څېرښکارېدم زماهرپل اوقدم په اغزودى زما دژوند لارى ډېرې اغزنې دي زما له يبلوپښوروانې وينې اوساړه يواځېني
  اوسيلي د صحرا وږمواوشورماشورته معلوم دي هرقدم مې قدمونه له نااشنا کاڼوسره لګېږي اوپرلپسې تنديکونه خورم زما په سترګودځوانۍ دخمارپه ځاى د خپل راتلونکي منزل دردونه خواره دي خولاهم نه پوهېږم چې داکوم نامريه ځواک دى چې تاپه واروارله ماسره په دغه اغزنه لاره تلوته مجبوروي .
         ګراني !هيله کوم دخپلې دغې پرېکړې نه تېره شه پرېږده چې يوازې دلارې ګردونه اوصحرايي اوازونه راسره ملتياوکړي کاڼي اواغزي راته هرکلي ووايي .
      ستا قدمونه يوازې ددې لپاره دي چې دګلونوله پاسه کېښودل شي اوپاسته چمنونه يې ښکل کړي ستا نظربايد دصحرادسوزونکوسيليواوناپايه فاصلوپه ځاى دښايسته بڼونوپه وږمواودګلونوپه څپوولګېږې .
     زمالپاره يوازې همدابس ده چې سهاراوماښام په پټه دخپلي کلالوړوبرجونوته وخېژې اووړاندې په صحراکې ديوه پردېس دراتلولاروڅاري .
    زه وعده کوم کچېرې په همدغه لاردخپلوارمانونومنزل ته ورسېدم نودهمغه منزل دګلابي هندارولومړۍ ډيوه به ستادښکلاله وړانګوبلېږي بيابه ته راته د درد په ځاى دمينې اوښکلاسندرې وايې اومابه دخپلوزخمونودټکورلپاره دګيلمن ماشوم په څېرسرستا په غېږې کې  ايښي وي .