په اقتصاد کې د نا انډولۍ ستونزه


اقتصاد د نننۍ نړۍ یوه تر ټولو اړینه او د پام وړ موضوع ده، د نړۍ د ټولو هېوادونو سیاستونه په یو ډول نه په یو ډول د اقتصاد چاپېره راڅرخي، سیاسي تصامیم تر ډېره د اقتصادي موخو په رڼا کې نیول کیږي، تر دې چې د نړیوالو سیاسي اړیکې د همدغه اقتصاد لپاره کله ډېرې ښې او کله خړې پړي وي، ځینې هېوادونه د خپلو اقتصادي ګټو د خوندیتوب لپاره د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي،په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول هېوادونه تر خپلې اغېزې لاندې راولي آن تر دې چې د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره له خپل نظامي ځواک څخه کار اخلي او په یوه یا بله پلمه په نورو هېوادونو پوځي یرغل کوي تر دې چې د اقتصادي ګټو لپاره د ګڼو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د نړۍ پر مخ ستر ناورینونه رامنځ ته کوي،چې ښکاره بېلګې یې نن د نړۍ په هر ګوټ کې تر سترګو کیږي.
که د خپل ژوند چاپېریال ته پام وکړو په ټولنه کې له اقتصادي پلوه بېلابېل وګړي تر سترګو کیږي چې ځینې په کې ډېر بډای دي او په ډېره لوړه کچه عواید لاسته راوړي،خو ځینې په کې په منځنۍ کچه خو یوه لویه برخه په کې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له همدې کبله یې د ژوند کچه هم ډېره ټیټه وي ځکه هغوی نشي کولی چې د خپلو لږو عایداتو پرمټ د خپل ژوند اړتیاوې او لګښتونه وپوښي،اصلي پوښتنه دلته رامنځ ته کیږي چې ولې ځینې انسانان سره له دې چې تر خپله حده په ژوند کې هڅې هم کوي لیکن بیا هم د هغوی اقتصادي حالت کمزوری وي او د ورځني ژوندانه اړتیاوې په ښه توګه نشي پوره کولی؟
دا ډېره مهمه او بنسټیزه پوښتنه ده،چې په ځواب کې یې ګڼ فکتورونه شامل دي او موږ نه شو کولی چې په دې لنډه لیکنه کې هغه ته بشپړ ځواب ووایو.
په هر صورت راځئ دې موضوع ته په عمومي ډول نظر وکړو.
لومړی خپل چاپېریال ته وګورئ یو شمېر داسې کسان به وګورئ چې لوکس کور،لوکس موټر،لوکس کاروبار،عصري کړنې او په بله اصطلاح ښه فیوډالي ژوند تر سره کوي او بله ډله ښايي هغه کسان وي چې د ژوند کچه یې ډېره ټیټه او د ژوند اړینو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
هغوی چې له اقتصادي پلوه ځان غښتلی احساسوي او زیات عواید ترلاسه کوي طبیعي ده چې د هغوی غوښتنې او خواهشات هم د دوهمې ډلې په پرتله زیات وي خو وینو چې د هغوی غوښتنې د پوره کېدو پر ځای ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې وي،سره له دې چې د ژوند ټولو اړینو اړتیاوو ته به لاسرسی هم لري خو خواهشات او غوښتنې به یې ورځ تر بلې زیاتیږي.
د بشري ټولنې د پوړونو تر منځ همدغه اقتصادي نابرابري د دې سبب ګرځېدلې چې په نړیواله کچه یوه لویه ناانډولي رامنځ ته شي.
په نړۍ کې ځینې منځ ته راغلي اقتصادي نظامونه د دې پر ځای چې د نا انډولۍ ستونزه حل کړي په لوی لاس یې داسې ستونزې زیږولې او بشري ژوند یې له ستر ګواښ سره مخ کړی. د بېلګې په ډول کپیټلېزم (پانګوال نظام) او سوشیلېزم (اشتراکي نظام) هغه دوه لوی اقتصادي نظامونه ووچې که څه هم په څرګند ډول یې د اقتصادي پرمختګونو او بشري هوساینې نارې وهلې خو په حقیقت کې یې بشري نړۍ له داسې سترو ګواښونو سره مخ کړه چې منفي اغېزې به یې تر پېړیو پېړیو پورې په بشري ټولنو کې پاتې وي.
پانګوال نظام چې د صنعتي اقتصاد پر مهال رامنځ ته شوی په دې اصل ولاړ دی چې انسان باید د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره خپلواک پرېښودل شي،هر لار چې د نوموړي د ګټو لور ته غزېدلې کوم ممانعت او خنډ باید په کې شتون ونه لري،دا څرګنده خبره ده چې د داسې خپلواکۍ په صورت کې انسان پرته له دې چې کومو حدودو او پولو ته پام وکړي په فطري ډول د خپلو ګټو په لوري دانګي، روا او ناروا نه ګوري،څه یې چې زړه وغواړي تر سره کوي یې. یا په بله مانا
ژوند له مادیاتو سره تړلی بولي او معنوي اړخ ته په کې پام نه کیږي.
په پانګوال نظام کې هر انسان د دې حق لري چې د تولید وسائل په خپل واک کې وساتي او هر څوک کولی شي له شخصي مالکیت او یا هم د تولیداتو له وسائلو سره تړاو لرونکي اسباب له ځانه سره وساتي،د تولید کار چې چا پیل کړی وي هغه یې خوځوونکی او بنسټ اېښودونکی ګڼل کیږي او همدی یې وړ او د عوایدو د لاسته راوړلو لپاره کارولای شي داسې چې ګټه یې یوازې همدغه کس ته رسیږي او بله دا چې حکومت د سوداګرو په چارو کې هېڅ نه کوي هغوی یې په بشپړ ډول خپلواک پرېښي دي د حکومت همدې کړنلارې ته (Laissez faire) وایي کوم چې حکومت په حق نه لري چې د سوداګرو کړنې کنترول کړي.
د پانګوال نظام ستره نیمګړتیا داده چې غریب په کې ورځ تر بلې غریب او شتمن په کې ورځ تر بلې شتمن کیږي چې همدغه اصل په ټولنه کې لويې اقتصادي نا انډولۍ او ناورینونه رامنځ ته کوي.
دا چې پانګوال نظام کومې ټولنیزې او اخلاقي نیمګړتیاوې رامنځ ته کړې دا پر خپل ځای یو بل لوی بحث دی.
کومې ستونزې چې له پانګوال نظام څخه وزیږېدې،سوشیلېزم یې حل ته سینه وډبوله،سوشیلېزم د پانګوال نظام پر وړاندې د کارل مارکس لخوا رامنځ ته شوی، خو سوشیلیزم هم ټولنه د سترو نا انډولیو پر لوري بوتله، په سوشیلېزم کې د عوایدو وسائل ( ځمکه ، فابریکې او نور ....) د چا شخصي ملکیت نه ګڼل کیږي بلکې ټول په ټولنیز مالکیت کې وي او د حکومت تر څارنې لاندې کار کوي آن تر دې چې په یو کلک اشتراکي نظام کې نه یوازې ځمکې او فابریکې په شخصي مالکیت کې نه وي بلکې د سوداګرۍ مارکېټونه هم شخصي مالکیت نشي ګڼل کېدای او په دغه ځایونو کې ټول مخکښان یوازې د حکومت کارکونکي وي او کوم عواید چې لاسته ورځي د حکومت پانګې ته ځي او کارکوونکو ته هغه یوازې هغه مزد ورکول کیږي کوم چې حکومت ورته ټاکلی وي.
په سوشیلېزم کې ټولې پرېکړې د حکومت لخوا کیږي او د فردي او شخصي کاروباریانو پښې ورتړلې کیږي کوم چې ټولې ګټې به د دوي جیبونو ته غورځېدې او په اقتصادي ډګر کې به يې انحصار ته مټې بډ وهلې.
خو د حکومت چارواکي هم د خپلو غوښتنو او شخصي ګټو تر اغېز لاندې راتلای شي د دوی په سوچ کې هم تېروتنه شونې ده، که چېرته د ټول ولس او هېواد د تولید وسائل د انسانانو دغه ټولي ته په واک کې ورکړل شي نو په نیتونو او اراده کې د خرابي راتلو له امله به ټول ولس د دې کار د بدو پایلو سزا ګالي.
د سوشیلېزم بل لوی زیان دا دی چې فردي استعدادونه په کې وژل کیږي ځکه چې خلک په کې خپلواک نه دي او اقتصادي چارې په اخلاص سره نه تر سره کوي دا ځکه چې د دوی شخصي ګټې په کې نه وي نغښتې.
د حکومت چارواکي د ملت په شتمنۍ خپلې ګېډې ډکوي،خو بېوزلو کارګرو ته په ډېره لږه اندازه معاش ورکوي کوم د هغوی ورځنۍ اړتیاوې هم په سمه توګه نشي مرفوع کولی،همدا کړنه په خپل ذات کې یوه لویه نا انډولي او بې عدالتي ده چې بشري ټولنه ځپي او د پرمختګ مخه یې نیسي.
خو په لنډ ډول ویلی شو چې همدغه اقتصادي نظامونه وو چې په اقتصاد کې يې د نا انډولۍ ستونزه رامنځ ته کړې.
یوه ورځ راته په ټولګي کې استاد لکچرنوټ راکاوه کوم چې د اقتصادي ستونزو د اسلامي حل اړوند و،استاد مو ویل هره ورځ په نړۍ کې په لکونو ټنه خوراکي او د ژوندانه نور اړین توکي په دې خاطر بحر ته غورځول کیږي چې د دوی تولیداتو لپاره په بازار کې د عرضې او تقاضا کچه زیانمنه نشي،حال دا چې همدغه لکونه خوراکي او نور اړین توکي د هغه میلیونونو انسانانو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلون رامنځ ته کولی شي، کوم چې د افریقا په څېر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډېر ناوړه اقتصادي حالت کې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
خو د اسلام اقتصادي نظام په اقتصادي سیستم کې ټولې رامنځ ته کېدونکې نا انډولۍ غندي،انسانان عدالت او د عوایدو عادلانه وېش ته رابولي،په شتمنو باندې غږ کوي چې د بېوزلو لاسنیوی وکړي او په یوه داسې اقتصادي فضا کې ژوند وکړي چې د ټولو خلکو ژوند په کې تأمین وي.
دا چې د اسلام د اقتصادي نظام ښېګڼې کومې دي او عملي کول یې په ټولنه کې کوم مثبت بدلونونه رامنځ ته کوي دا هم یوه لویه او په زړه پورې موضوع ده چې په راتلونکې کې به یې په تشریحي ډول بیان کړو.