وحدت

 
راځـــــئ چې کیښنو ای ځوانانو د وحدت په ټغر
 لاس به یې غوڅ کړو د نفاق، د وحدت په خنجر
 
په یوه آواز به کـــــــــړو نارې او دا به وایو
نه کوو جنګ او نه به وژنو دغه خپل مخور
 
 په محبت به سره ورکړو د وحدت لاسونه
په دې به خوښ شي را نه ‌‌‌‌‌‌ډیر د کایناتو رهبر
 
دوعا به وکړو خپل سبحان ته چې موږ سوله غواړو
نه غواړو جنګ په دې وطن او نه د وینو څادر
 
  بازمحمده! پریږده دا دې جنګ او د غم خبرې
ټوپک نه جوړ ښکلی قلم کړه د وطن په خاطر
 
    **********************************
بازمحمد منګل