
د سود ((ربا)) پر پيسو جهاد نه کيږي
پاکستان ته د افغانانو له جهادي پيسو پټونې او اتوم جوړونې له سوده خلاصول ورته اولی وو
که جهاد يې يو حکم، نو له سوده ځان خلاصول او ساتنه او ګاونډي ته ضرر نه رسول يې بل حکم دی. د پاکستان سودي پيسې د افغانستان په جهاد او د وفاق المدارس تر چتر لاندې نورو مدرسو ته هم وېشل کيږي او هم ترې منسوبينو ته معاشونه ورکول کيږي. دا چې اسلامپال او د مدارسو څښتنان جهاديان، طالبان وداعشيان جهاد ته هڅوي، نو ولې خپل حکومت ته له سوده د خلاصون مشوره نه ورکوي؟ جهاديان [حزب اسلامي]، حقانيان، طالبان وداعشيان دې پرې سوچ وکړي
نوټ : پاکستان ته د ځان د دفاع په نوم اتوم جوړونه يو هوس وو او له سوده ځان خلاصونه او ساتنه يو الهي حکم دی. که پاکستان د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، نور به يې هم ونه کړي، خو دا دوی دي چې ګاونډيو، سيمې او نړۍ ته يې سرخوږی جوړ کړی دی. له قراردادي نه له شرارت پرته بله تمه نه کيږي.
که موږ د پاکستان قرضې او پر قرضې باندې د سود ((ربا)) کچې ته وګورو، نو پاکستان په هره ثانيه کې ۱۸۵ ډالره سود interestورکوي چې دلته يې کتلای شئ :
Tribune
Every Pakistani now owes over Rs101,338 in debt
روپۍ |
ډالر |
Interest per Year |
Interest per Year |
₨549,910,058,638 |
$5,838,945,000 |
Interest per Second |
Interest per Second |
₨17,438 |
$185 |
Debt per Citizen |
Debt per Citizen |
₨29,140 |
$309 |
Debt as % of GDP |
Debt as % of GDP |
51.83% |
51.83% |
GDP |
GDP |
₨10,496,044,457,520 |
$111,447,000,000 |
Population |
Population |
186,700,000 |
186,700,000 |
زما نيوکه د پاکستان پر ټولو هغو سياسي ملايانو، سياستوالو، استخباراتو او نظاميانو دا ده چې که تاسو داسې ډېر زموږ د ګران هېواد افغانستان په تړاو د جهاد په اړه مړه ياست، نو بيا ولې خپل حکومت، پوځ واستخباراتو ته نه واياست چې سود ((ربا)) خو هم ناروا دی. يو خو دا چې سود ((ربا)) پخپله ناروا دی چې پخپله يې کوې او که له بل چا نه يې رااخلې. بيا د سود ((ربا)) پيسې څنګه په جهاد کې ولګول شي؟ بيا څنګه له مرکزي بانکه د وفاق المدارس تر چتر لاندې لويو او نوموتو مدرسو ته پيسې د لګښتونو او معاشونو لپاره ورکول کيږي او په مدارسو کې ترې ګټه پورته کيږي؟ نو دوی چې زموږ مجاهدينو، طالبانو او نننيو داعشيانو ته په افغانستان کې د امريکايانو په خلاف د جهاد وايی، نو بيا ولې خپل حکومت ته مشوره نه ورکوي چې له سوده ((ربا)) نه ځان خلاص کړي؟ د افغانانو له وينو دوی د اتوم خاوندان شول. له موږ سره په جهاد کې هم ملګری دی او هلته له امريکا سره هم متحد دی. په عين وخت کې هم مجاهد دی او هم متحد چې دا استثناآت دوی له کومه کړي دي؟ هم يې په طالب او هم يې پر اسامه معامله وکړه، خو نه طالب او نه القاعده خپل ځان وپېژنده.
د طالبانو د وخت سفير مولوي عبدالسلام ضعيف د خولې خبره ده چې د بي بي سي په يو مستنده خپرونه کې چې د ((مرموز پاکستان Secret Pakistan )) تر سرليک لاندې خپره شوه وايی چې :
((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکا ته بل څه)).
بيا وړاندې ځې او وايی چې :
((ما ته يوه ورځ جنرال محمود زنګ ووهلو چې له تا سره ګورم ...، نو ما ته يې وويل چې موږ له تاسو سره مخکې هم په جهاد کې وو او بيا به هم يو او له تاسو سره هرې مرستې ته تيار يو)).
دا هماغه جنرال وو چې پروېز مشرف طالبانو ته کندهار ته استولی وو په دې پلمه چې طالبان دېته وهڅوي چې اسامه امريکا ته وروسپاري. مشرف همداسې يوه پرړه د هغه وخت ولسمشر ته کړې وه چې زه به طالبان دېته وهڅوم چې دوی د اسامه له ملاتړه لاس واخلي او تاسو ته يې دروسپاري، خو له بل لورې يې هغه ((جنرال محمود)) ته دنده سپارلې وه چې طالبان د امريکا له دې غوښتنې منکر کړي. هماغه وو چې د طالبانو مشرتابه د نوموړي له سپارلو انکار وکړ. دا کيسه ټوله مولوي صاحب ته روښانه ده.
جنرال محمود ورته ويلي وو چې نه امريکا هسې لاپې ((غورې)) کوي او دوی دلته نه شي راتلی او که بيا هم وغواړي، نو د مخکې په څېر به بيا يو څو کروز توغندي وولي، خو افغانستان ته د راتګ هيله نه لري.
د يو مسلمان خو لا څه ان چې د هېچا دوکه کول خو ښه خبره نه ده. دا چې دوی د خپلو ملي ګټو او د افغانستان شا ته کول، تاسيسات او نهادونه نړول خو يې خالص ضرر دی، دا چې ولې سياسي ملايان او د مدرسو خاوندان پرې چپ دي، دوی ښه پوهيږي چې دوی خپلواک نه دي او له خپلو پوځي واستخباراتي چارواکو نه ځان نه شي خوځولی، نو ځکه د دوی فتواوې کومه شرعي صبغه نه لري.
دا چې پاکستان ولې مجاهدينو په نوم پوځ واستخباراتو ته ځانته جلا بوديجه ورکوله او سياسي ملايان هم پرې خبر ول، نو دوی ولې دې مسالې ته نه کتل چې لومړی خو خپله سود حرام دی. بيا ولې سودي پيسې د مجاهد، طالب وداعش په نوم په افغانوژنه او د افغانستان په تباهۍ او بربادۍ کې ولګول شي؟ په بله مانا دوی خپل دنيوي، اخروي او اخلاقي رسالت نه دی ترسره کړی.
پاملرنه :
خوښه د جهاديانو، حقانيانو، طالبانو او داعشيانو چې د سود پر پيسو باندې د نورو د ګټو لپاره نامشروع او تپل شوي جنګ ته دوام ورکوي او که احتياط کوي او له جګړې او افغانوژنې لاس اخلي؟ امريکا ته هم په کار ده چې په دې ځان پوه کړې چې د دوی دوامداره نظامي او کلنۍ اقتصادي يو ميليارد ډالري مرستې پر ځای لګيږي او که ترې په افغانوژنه او پښتونوژنه کې کار اخېستل کيږي؟
په درنښت
سيد حسين پاچا
http://www.dailytimes.com.pk/opinion/02-Feb-2016/pakistan-s-debt-mountain
http://www.tradingeconomics.com/pakistan/external-debt
http://www.tradingeconomics.com/pakistan/government-debt-to-gdp
http://www.tradingeconomics.com/pakistan/government-debt-to-gdp/forecast
NATIONAL DEBT OF PAKISTAN http://www.nationaldebtclocks.org/debtclock/pakistan
http://tribune.com.pk/story/897270/chains-of-debt-countrys-total-liabilities-stand-at-rs19-3t/
http://tribune.com.pk/story/1009032/in-the-next-four-years-pakistans-external-debt-set-to-grow-to-whopping-90b/
Daily Times
Pakistan’s debt affordability weakened: report
http://www.dailytimes.com.pk/national/09-Nov-2015/pakistan-s-debt-affordability-weakened-report
The Nation
Pakistan fast heading towards heavy debt
http://nation.com.pk/business/18-Aug-2015/pakistan-fast-heading-towards-heavy-debt