د ښځو حقوق او آزادي که تباهي؟

  پدې وختو کې د ښځو په حقوق او آزادۍ باندې ‌‌‌‌‌‌ډیرې خبرې او بحثونه روان دي، وزارت او ریاستونه یې ورته جوړ کړې دي خو تر دې دمه یې کومه مثبته نتیجه لاسته نده راوړې او ورځ تر بلې د ښځوو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتیږي. دا هغه څه دي چې زموږ د ټولنو غړي هغه حقوق او آزادۍ چې اسلام ښځوو ته ورکړې ده نا خبره او یا د دوی کلتور اجازه نه ورکوي چې ترېنه ګټه واخلي. او بله لویه ستونزه غربي دیموکراسي ده چې د بعضو کړیو او ریاستنو له لورې غواړي په هیواد کې یې تطبیق کړي. کله چې غربي دیموکراسي او اسلامي آزادي سره مخامخ کیږي پدې وخت کې یو لویه جنګ رامنځ ته کیږي. چې سوله یې د یو خوا تسلیم کیدل دي نو په ګران افغانستان کې چې دلته یو اسلامي نظام دی د غربي دیموکراسۍ تطبیق کول ناممکنه خبر ده. اسلام هیڅ وخت غربي دیموکراسي نشي منلی، او غربي دیموکراسي اسلامي آزادي نه شي زغملی. نو که غواړئ چې واقعاً دې ستونزو ته د پای ټکیه کیږدئ نو اسلامي آزادی انتخاب کړئ. ارامش غزت په اسلامي آزادی کې ده، هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړی دي هیڅ یو بل دین ندي ورکړی. په غربي دیموکراسۍ کې د ښځو بی عزتي او په هغو ظلم او تېری دی. غربي دیموکراسي یعنی حیواني آزادی چې څه یې زړه غواړي هغه باید وکړي، که غواړئ چې تباه شئ نو غربي دیموکراسۍ انتخاب کړي. ښځه طلاه ده د طلاه ساتل یو کلک امنیت ته ضرورت لري چې هغه د یوي مسلمانو ښځې لپاره حجاب ده، دیموکراسۍ د حجاب کلکه مخالفه ده . اسلام وایي چې نر مکلف ده چې خپل کورته نفقه پیدا کړي ښځه معاف ده مجبور نده. په غربي دیموکراسۍ کې ښځه مجبوره ده چې کار وکړي که په هر رقم وي. په اسلام کې د ښځې ښایست فقط خپل خاوند ته ده، خو په غربي دیموکراسۍ کې دښځې جمال او خایسته ټولو ته ده. په اسلام کې ښځه د کور سرمایه ده او په غربي دیموکراسۍ کې ښځه د تجارت یوه وسیله ده چې په مارکیټ کې تر استفاده کیږي. اوس چې کوم حالت روان ده او کوم کار چې د ښځو لپاره کیږي کاملاً غلط ده او دا تاوتریخوالی چې زیاد شوي دي اصلي علت همدا د دوی فعالیت ده.  که غواړئ چې خپلې خویندې او لوړنه له تباهۍ وژغورئ نو د غربي دیموکراسۍ سره کلکه مبارزه وکړئ. او هغه اورګانونه چې پدې برخه کې کار کوي، که غواړي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شي نو اسلامي آزادي ته کار وکړئ. ارامش سکون، خوشحالیانې او عزت ورسره غیرت په اسلامي آزادۍ کې ده. د کفارو له شره ځان او خپلې کورنۍ ورسره خپلې ټولنې وژغورئ.  بازمحمد منګل