سر خط که هندي سینما ؟


صفت ځواک
په یو هېواد کې د نظام لپاره د پروپګنډا خپرونکي رسنۍ ډیرې مهمي وي چې هغوي فرهنګي،اقتصادي او حتا نظامي جنګونه په ډیره اسانه او پیاوړې طریقې سره د خپل نظام په ګټه کوي او همدا ډول رسنۍ د شته نظام لخوا تمویل کیږي.
په همدې ډول په افغانستان کې د سرخط په نامه یوه ورځپاڼه چې کارکوونکې يې په ولس کې له ځان دویم نفر نلري،او د علمیت کچه يې د اسلام اباد له مدرسو د فارغینو په لاس کې ده چې د سیاسي،ټولنیزو او فرهنګي خپرونو معیار يې خپل ولس ملامتیا او په یو قوم تور پورې کولو پورې منحصر دی،اقتصادي منبع يې د دولت لخوا د سټیټ کارپس په نامه یوې شخصي کمپنۍ له ورکړل شوې بودیجه ده چې د ملت له بودیجې ورته بیله شوې او ددې لپاره چې د نظام لپاره د رسنیز بد تبلیغاتي جنګ مخه ونیسي خو متاسفانه چې په دې ورځپاڼه کې د هندي سینمايې لوبغاړو د ودونو،طلاق،او نوي بازار ته وړاندې شوو فلمونو مشهورتیاوي خپریږي تر څو د ولس ځوانانو اذهانو ته دیموکراتیک اصول په غیر شرعي او غیر شعوري ډول پیچکاري کړي تر څو هغوي له دیموکراسئ نه مطلب فحاشت او په ټولنه کې د هر ناوړه کار د اجازې فکر واخلي.
په دې ورځپاڼه کې شته خلک د ولس هغه وګړي دي چې د پنجاب په مدرسو کې يې زده کړې کړي افکار يې د تالیب خو په خوله د نظام د ټینګښت خبره کوي ځکه چې په دې کې شخصي ګټې او په فکر کې يې د حلاصون ګټې مهمي دي.
د سرخط فکر له هغه وخت نه شروع وکړه چې کله اشرف غني د ګډې حکومتوالۍ لاس ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکړ او د سرخط ټیم یوې ګوخې ته شو هیچا پرې باور نه کاوه،نو دوي ټولو سره پریکړه وکړه چې د حکومت پرضد یو تبیلغاتي ډله جوړوو چې د پریکړې ځای يې وزیر اکبرخان وو په هغه ناسته کې ورسره د ارګ څو نور د فاینسټي فاحشین او په ارګ کې د فحاشت پلوه ځوانان هم موجود وو یو څو ورځې چې په حکومت کې ورته ونډه نه وه ورکړل شوې د حکومت پر ضد يې تبلیغات وکړ خو وروسته همدا د سرخط ډله په دې وتوانیده چې د اشرف غني د پخواني ویاند او د امنیت ملي د پلان او پالیسۍ له معاون عابدي سره کیني او خپله د کړئ پریکړه د اشرف غني تر میز ورسوي چې په همدې دوران کې د شته حکومت یو بل چارواکې ته دا ډله ور رسیږي او د نظام لپاره د پروپګنډا طرح ورته وړاندې کوي د هغه چارواکي لخوا منل کیږي او آمر کیږي چې ورته بودیجه آماده کړي چې اوس همدې ډلې د سرحط په نامه د یو تلویزیون او راډیو جوړولو اراده هم کړي او خپل کارونه يې د شخصي ګټو په موخه روان کړي دي که د وخت ملګرتیا وه انشاالله ډیر زر به نور معلومات هم په دې اړه د ولس تر غوږونو په دقیق ډول ورسیوم تر څو په هېواد کې دداسې تبلیغاتو چې په ټولنه کې د نظام او ولس تر منځ بې باوري او لرې والی رامنځ ته کوي مخه ونیول شي،د همدې ورځپاڼې یو مشر چې د پنجابي شناختي کارډ لپاره يې حتا د لوی افغانستان ستر داعي او مبارز مرحوم ملک امان الله کاسي ته مراجعه کړې وه چې د هغه لخوا بیا په ډیر ستر بد نصیحت لمانځل شوی وو او ناهېلی بیرته کور ته چې په کوټه کې وو لیږل شوی.
راځم خپلو خبرو ته چې رسنۍ د یو نظام لپاره د یوې قوي قووي په توګه کار کوي چې همیش د خپل هېواد د نظامي سیسټم د بقا په لار کې نه ستړی کیدونکي هلي ځلې کوي او د خپل نظام حقیقي څیره ولس او نړۍ ته ښکاره کوي او د هغه قانون تر څار لاندې وي چې د یو هېواد د رسنیو لپاره جوړ شوی وي،خو دلته تل رسنۍ غواړي چې نظام په ډیر فکري ډول تحریب کړي او ولس وهڅوي تر څو د نظام له مخالف سره د نظام ړنګولو په موخه لاس یو کړي،ځکه د حکومت لخوا د تمویلوونکي رسنۍ واکداران په ولس کې بې باوره افراد دي، د حکومت لپاره د پروپګنډا او له ولس سره په شریکو چارو کې د پرمختګ لپاره باید حکومت په ولس کې باوري شخصیتونه په ګوته او دې ټګر يې راولي تر څو ولس په حکومت باور وکړي نه داسې افراد چې هغوي تل له ولس سره په فکري جنګ کې اخته او ولس تخریبوي،زمونږ د ټولنې رهبریت(ملکانیزم) د ډیرو بې تعلیمه خو تجربه لروونکو مشرانو سره دی هغوي سیاست په خپل کتابي علمیت نه بلکې په تجربوي علمیت پرمخ وړي خو همدا خلک چې اوسني ملي وحدت حکومت د خپلو پروپګنډاو لپاره ټاکلي د هغو مشرانو مخالفین دي او تل يې هغه مشران نه بلکې د همدې رسنۍ له لارې يې د یو ستر قوم توهین کړی
بهرني استحبارات دا ډول خلک ډیر لري چې غواړي په ډیر سیسټماټیک ډول د ولس او حکومت تر منځ فاصله راولي او خپل شوم اهداف چې د هغوي پکې خپلې ملي ګټې خوندي وي هدف ته ورسوي،او دا ډول افراد په خپلو مدرسو کې روزي چې د نظام استحباراتي شبکې ته تر ټولو ښه معلوم دي،که شته حکومت د تبلیغاتو کړئ دداسې ولس کنځونکو په لاس کې وي نو لرې نه ده چې ولس به له نظام نوره هم فاصله واخلي او د ملي وحدت حکومت د خاتمې سبب وګرځي،او بیا به واک د پنجاب لاسپوڅو ته لاس ته ورشي او همدا خلک به بیا په هغې کې هم موجود وي ځکه چې په پټه د هغوي سره لاس لري او له ټولو درانه پلویان يې دي،زما د قلم او مبارزې لړئ به تر هغې د داسې خلکو په وړاندې څپانده وي تر څو چې د ولس او نظام پټ او ښکاره مخالفین په ګونډو او ولس ته يې په پوره معنا معرفي نکړم.

د هوسا پرمختللي په ځان بسایه لوی افغانستان په لور