
ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ وږی د خپلې خېټې د مړولو په کړاو اخته دی او شتمن د خېټې له درده ځورېږي .
۲ ـــ ستاسو رښتینی ژوند هغه مهال دی، چې د هغه چا له پاره یو کار ترسره کړئ، چې ستاسو د مینې د جبران توان ونه لري .
۳ ـــ مه هېروئ، چې نه یوازې باید په سم ځای کې سمه خبره وکړئ، بلکې ستونزمنه داده، چې په شکمن ځای کې د خپلې ژبې مخه ونیسئ او نا سمه خبره ونه کړئ .
۴ ـــ څوک چې د خپل ځان د ساتلو له پاره له آزادۍ نه تېر شي، هغه د آزادۍ او سلامتۍ حق نه لري .
۵ ـــ که چېرې غواړې چې له مرګ وروسته هېر نه شې، یا داسې څه ولیکه چې د لوستلو وړ وي او یا هم داسې کار وکړه چې په لیکلو وارزي .
۶ ـــ څوک چې له هیلو سره ژوند کوي، د مرګ او لوږې له خطر سره مخامخ دی .
۷ ـــ لوږه د کارګر کورته ګوري، خو د ورننوتلو زړه نه کوي .
۸ ـــ د ګټې یار او سیوری، تر هغې چې لمر ځلېږي، شاوخوا لیدل کېږي .
۹ ـــ هغومره پیسې چې پر جګړو لګېږي، که ځمکه پرې وپېرودل شي، تر هغو ځمکو چې په جګړو او وینو تویولو یې لاس ته راوړي، ارزانه پرېوځي .
۱۰ ـــ مینه او ساړه نه پټېږي .
۱۱ ـــ درې څیزونه ډېر سخت دي : فولاد، الماس او ځان پېژندنه .
۱۲ ـــ زوی ته چې دې کله وغوښتل ښځه وکړه، خو لور ته دې چې کله وکړای شول مېړه کوه .
۱۳ ـــ هغه څوک چې د هیلو پر بنسټ ژوند کوي، نو له دنیا څخه به روژه تي لاړ شي .
۱۴ ـــ هغه څوک چې په هیلو ژوندی دی، له لوږي مري .
۱۵ ـــ نور نو یو بې ماغزو مردار خېټی، چې د پلار و نیکه یا خپلې غلا او جنایت له کبله شتمن شوی؛ پر نورو ویاړ نه شي پلورلای .
۱۶ ـــ قناعت هغه کېمیا ده، چې هر شي ته ور ولګېږي، هغه طلا کېږي .
۱۷ ـــ که چېرې انسان خپله پانګه په خپله بټوه کې نه، بلکې په خپلو ماغزو کې وساتي، نو هېڅوک نه شي کولای چې ترې غلا یې کړي .
۱۸ ـــ د جګړې په ړنګو، ویجاړو او تاوان د جګړې له پای ته رسېدو څخه وروسته پوهېږو او د زور له مخې یې زغمو .
۱۹ ـــ هوښیار څوک دی ؟ هغه څوک چې له ټولو زده کړه کوي .
۲۰ ـــ د حق خبره په تاسو ښه اغېزه کوي، که څه هم هغه نه منئ .
۲۱ ـــ شتمني هغه نه ده چې لرې یې، بلکې شتمنې هغه ده، چې ورسره خوشاله واوسې .
۲۲ ـــ څوک چې خپلې هیلې د تنخوا اخیستلو له پاره قربان کړي، ښایي له لوږې مړ شي .
۲۳ ـــ خپلو دښمنانو سره مینه وکړئ، ځکه چې هغوی تاسو ته ستاسو کمزوري ټکي در په ګوته کوي .
۲۴ ـــ څوک توانمند دی ؟ هغه څوک چې په خپله برخه خوشاله وي .
۲۵ ـــ واده د کلا بند شوي ښار په څېر دی، هغه کسان چې په ښار کې دننه دي، هڅه کوي چې ترې ووځي او هغه کسان چې ترې بهر دي، کوښښ کوي چې ور دننه شي .
۲۶ ـــ د یوې نجلۍ د عیبونو د موندلو له پاره، د دوستانو په مخکې یې د هغې ستاینه وکړئ.
۲۷ ـــ انسان کولای شي دوه دقیقې پرته له هوا، دوه اوونۍ پرته له اوبو، درې اوونۍ پرته له خوړو او یو عمر پرته له پیسو ژوند تېر کړي، مګر یوه شېبه هم پرته له غور او فکر څخه ژوند نه شي تېرولای .
۲۸ ـــ پنبه له اور او ځوان له قمار څخه لرې وساتئ .
۲۹ ـــ کله چې یو ناوړه څیز خورې پکار ده، چې د هغه د پوره کولو له پاره دوه نور شیان تیار کړې، نو غوره به دا وي، چې د لومړني څیز د هوس نه ځان وساتې، ترڅو په بل اخته نه شې .
۳۰ ـــ له کوچنیو او غیر ضروري لګښتونو څخه ډده وکړئ، ځکه یو کوچنی سوری د یوې سترې کښتۍ د ډوبېدو سبب کېدای شي .
۳۱ ـــ که غواړې چې د پیسو په رښتیني ارزښت پوه شې، نو له خپلوانو څخه دې پور وغواړه .
۳۲ ـــ په کار کې بې نظمي له هغه څخه تر نا خبرۍ ډېره بده ده، د ژوند په کارونو کې باید په ځان باندې باور ولرو او بس .
۳۳ ـــ د ژوند په ټولو پړاوونو کې د بریا اصلي شرطونه درې دي : اول پیسې دویم پیسې درېیم پیسې .
۳۴ ـــ د خاورو لاندې د ویده کېدلو له پاره کافي وخت لرو، که چېرې وخت تر ټولو ګران بیه څیز دی، نو بېځایه تېرول یې تر ټولو بد کار دی، ځکه وخت چې له لاسه لاړشي بېرته نه راګرځي، هېڅکله په دې ګومان مه کېنئ، چې کافي وخت لرئ. په عمل کې به یې ووینئ، چې وخت تل لنډ او ناڅیز دی .
۳۵ ـــ لکه څرنګه چې په نړۍ کې بده سوله نه ده لیدل شوې، نو ښه جګړه هم نه ده پېښه شوې .
۳۶ ـــ که چېرې له تاسو سره مینه کېږي، نو مینه وکړئ او د دې مینې وړ واوسئ .
۳۷ ـــ کوښښ، زیار، کار، هلې ځلې او منځلاري د انسان له پاره نېکمرغي راوړي .
۳۸ ـــ تجربې ماته ثابته کړې ده، چې د څلیریشت ساعتونو په اوږدو کې، داسې څوک نه شته، چې لږ تر لږه د پنځو دقیقو له پاره په حماقت اخته نه شي . پوه او نېکمرغه هغه څوک دی، چې پرېنږدي دا حماقت له دې کچې څخه زیات شي .
۳۹ ـــ آیا ژوند دې خوښېږي ؟ که داسې ده، نو وخت مه ضایع کوه، ځکه چې ژوند د وخت له مادې څخه جوړ شوی دی .
۴۰ ـــ له طلا څخه د کوم څیز ارزښت لوړ دی ؟ الماس . کوم څیز له الماسو څخه ګران بیه دی ؟ اراده .
۴۱ ـــ په دې دنیا کې له مال او مرګ پرته نور څه نه شته .
۴۲ ـــ ژر وېده کېدل او ژر پاڅېدل، انسان روغ، شتمن او پوه کوي .
۴۳ ـــ که چېرې غواړې راز له دښمنانو پټ وساتې، نو هغه راز هېڅکله خپلو دوستانو ته هم مه ښکاره کوه .
۴۴ ـــ څوک چې شته نه لري، خپل ځان لري .
۴۵ ـــ د شتمن کېدو لاره ډېره آسانه ده، یوازې دوه کلمې ورسره تړاو لري، یو کار او بل پس انداز .
۴۶ ـــ په یوې موسکا د انسان پرمخ ټولې دروازې پرانیستل کېږي .
۴۷ ـــ مخکې تر دې، چې په هوی هوس پسې لاړ شې، نو د خپلو پیسو بټوې ته وګوره .
۴۸ ـــ کوچنی دښمن شتون نه لري .
۴۹ ـــ هغه څه چې په غوسه پیل شي، په شرم پای ته رسېږي .
۵۰ ـــ که چېرې بدلونونو ته د پای ټکی کېږدئ، نو خپل ژوند به مو د پای ټکی ایښی وي .