
پښتو هغه ژبه ده ، چې په شعر او شاعرۍ کې یې تربلې هرې ژبې میدان ګټلی دی ، او ان تر دې ، چې نن سبا دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو اوسیدونکو دپښتو ویلو ته مخه کړیده او په پښتو ژبه دپښتني شاعرانو شعرونه زمزمه کوي ؛ خو تر دې وروسته به پښتو یواځي دشعر او شاعرۍ ژبه نه وي ، ځکه چې اوس پښتو دنړۍ دنورو ژبو سره سیاله شویده.
داچې نن سبا په ګوګل ژباړن کې پښتوته ځای ورکړل شوی دی ؛ نو پښتانه کولای شي ، چې دنړۍ دنورو ژبو څخه بیلابیل کتابونه پښتو ته وژباړې او دپښتو ستر ستر کتابونه ؛ نړیوالو ته دهغوۍ په ژبه وړاندي کړي ، ترڅو ځیني شیان ور یاد او ځیني شیان ورڅخه یاد کړو.
د نړۍ دبیلابیلو ژبو څخه دبیلابیلو کتابونو پښتوته دژباړلو سره به زمونږ ټولنه تر بلې هرې ټولنې ډیر ژر پرمختګ وکړي ، داځکه ، چې نن سبا زمونږ په ټولنه کې که ډاکټر، انجینر ، خبریال او یا دکوم بل مسلک خاوند دی ؛ نو دنړۍ په نورو ژبو په صحیح ډول نه پوهیږي ، او نشي کولای چې په خپل مسلک کې پراخ معلومات ولري.
خوکه چیري دوي ته په خپله مورنۍ ژبه کې دخپل مسلک اړونده کتابونه په لاس ورشي ؛ نو ډیر څه به ورڅخه په لنډ وخت او اسانۍ سره زده کړې، او کله چې زمونږ دټولنې دهرمسلک خاوند په خپل مسلک کې په پوره ډول زده کړې وکړې ؛ نو داهم دټولنې دپرمختګ لامل کیدای شي.
نو پښتو او پښتنو ته لا ډیر کار پکاردی ، تر څو پښتو او پښتانه دنړۍ سره سیالان شي!!