داعش د کومو فتنو په لټه کې ده؟  ( دوهمه برخه)

 
( دوهمه او وروستۍ برخه)
 
دا چې داعش او د خلقت فلسفه یې څه ده او د فعالیت موخې  مقاصد او کړنلارې یې څه دي د لیکنې په لوړمړي برخه کې ذکر شوي وو، راځو دې ته چې داعش آیا د افغانستان لپاره دجګړو او خونړیو تورتمونو بله کارنده مفکوره ده که دغرب یوه بله تیر وتنه؟
 
په ټولیزه توګه د داعش اصلي څيره او سترې موخې نه اسلام او نه هم جهاد دی بلکې د اسلام رنګ بده کول ، له ښکلي مبارک دین څخه نړیوالوته وحشت خپرول او له دې لارې د مسلمه امت دضعفونو سترې پروژې دي او تر خوایې دغربي استعمار لپاره د لارو چارو موندل او پټو ګنجونوته لاس رسي ده.
 
امریکا او متحدین یې تل په دې لټه کې دي چې دافغانستان د بد امنه کولو له لارې د هند تودو اوبو ، پر شوري اتحاد د حاکمیت لوړې نقطې ، د چین د پرمختګ مخه نیول او دې ته ورته لسګونه سترې شومو پروژو ته  د داعش په واسطه لاس رسی ولري او خپل شوم کرغیړن او ترهګرپال حضورته بقا ورکړي.
 
داعشي مفکورې او داعش ته په افغانستان کې د مرکزونو جوړول  له ډیورند کرښې هاخوا پاکستاني آی، آس ، آي تورمخې جاسوسې ادارې په مرسته د تودو بحثونو محور او د عملي کیدو لپاره یې د امریکایانو پر پیسو ګامونه اوچت شول، بلاخره داعش او دغه وحشیانه مفکوره تر ننګرهاره راورسیده او په چټکۍ سره یې د جلب جذب پروسه تکمیل او یوه ‌ډله وحشي او بې باکه جاهل او دکلیو لنډغر یې په کې دننه کړل.
 
يعنې په کره توګه داعشي  هڅې او د داعش وحشیانه فعالیت له ننګرهار څخه پیل او په سترو ظلمونو او نارواو خپل موجودیت اعلان او په لرې پرتو سیموکې د خلکو آرامه ژوند او هوسا زندګي له وینو او غمونو سره سره کړل. غربي رسنیو په درز او برم سره داغ رپوټونه خپاره کړل چې داعش افغانستان ته وردننه شوه او افغانان یې په وینو کیښنول سخت تبلیغات وشولو یهودي رسنیو خپلې خولې وشکولې او د داعش پروژې لپاره سترې خپرونې او تبلیغاتي خبرونه خپآره کړل.
 
په همدې حال کې  د ننګرهار د ولايتي شورا ګانو غړي  حکومتي چارواکو  او  عام خلک  هم  د داعش په نامه نوې ډله چې د خوګياڼو، شينواري، بټي کوټ، اچين او هسکې مېنې په ولسواليو  کې اکثر کلي يې قبضه کړي  وو ،  پخلی وکړ  او نور نو د داعش  دفعالیت زمینه او  جنایاتو عملې لارې برابرې شوې ، داعش شوم او شیطاني اعمال  له دې ځایه پیل کړل: مدرسې او د زدکړې مرکزونه وتړل ، د ښځو پر تګ راتګ او له کور دوتلو لپاره شرایط وړاندې شول. داعشي وحشي جنګیالیوته د باکره او پاکو پیغلو جبري ودونه  پیل شول ، دکونډو ښخو غنیمت ترلاسه کول ، د رغونې او ابادۍ کارونه په ټپه درول.
 
ظلمونه او وژنې پیل شوې ، بیګناه وګړي او واړه ماشومان په داسې وحشیانه ډول په قتل ورسول شول چې د اسلام په تاریخ کې یې ساری نه وو لیدل شوی، له اسلام او شرعیت څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره هغه زرګونه شیطاني اعمال ترسره شول چې حتي په تیرو منسوخو ادیانو کې یې ترسره کول منع ګرځول شوي وو.
په دې ترتیب د امریکایانو د غه پروژه هم په افغانستان کې د وینو او انسان خوړلو لپاره عملي بڼه پیداکړه، خو تر خوايي د طالبانو د اسلامي تحریک له ستر مقاومت او مخالفت سره مخ شوه او د دواړو ډلو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې ، داعشیانو ته دسر درانه زیانونه او ستر تلفات ور واوښتل.
 
بلې خواته دولتي ځواکونو هم په دوه اړخیزه توګه جګړه پیل کړه چې په یو وخت کې هم له طالبانو سره او هم له داعش سره ،  سره له دې چې دولتي ځواکونو عملیاتونه کره او ګتورې پایلې نه لرلې خو طالبانو داعشیانوته سخت ګزارونه او ماتې ورکړې.
 
په دې ترتیب داعشي ډلې ټپلې د هیواد په مختلفو سیموکې یونیم سرونه اوچت کړل چې له لنډې مودې وروسته نابودید ل او ختمیدل چې تر ډېره به دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو غوره بریاوې ترلاسه کولې.
 
دم ګړۍ د داعش پرناکامه پروژې لاهم کار روان دی چې باید تقویه شي امریکايي جاسوسان او هغه کړۍ چې د دې فاسد نظام واک داران دي د ځينو خپرو شویو رپوټونو پربنسټ د دې ستر خیانت ملاتړي او لوی مدیران دي. پوښتنه داده چې داعش د شرعي نظام او محمدي غرا او عمري خلافت پلي کونکي دي که دامریکایي زاړه سناتورانو د کفري او وحشیانه عقایدو عملي کوني؟



سره له دې چې د اسلام مبارک دین د سولې او آزادي ، د مینې او ورورګلویزې ، د علم او عدالت ، دعقل او خرد پر اساس سترې موخې خپلو پيروانو ته بیان کړي دي او هیڅ راز ظلم او وحشت لپآره نه لارښونه اونه هم هدایات لري ، شکلي او الله ته د رسیدو یوازینی پاک او لاس نا خوړي قرآني احکام د بشریت د سعادت لپاره لري ، د ظلم او بې عدالتی  نابودولو لپاره زروګونه الهي فرامین او غوره لار ښونې لري، اسلام دین د وحشت پرخلاف او ظلمونو د خلاصی لپاره آخري او تر قیامته پورې مستحکم  دین دی.
 
الله (ج) د اسلام په مبارک دین کې  د مظلومو قتل کول ستره ګناه په ګوته کړې، خو داعشیان د مظلومانو پروژنه سترې کارنامې لري او د ورځې زرګونه خلک په مختلفونومونو وژني، الله تبارک تعلی د ماشومانو وژنه ، پر ښځو جنسي او ‌ډله ایز تري ، هر ډول  قتولنه او وینې تویول بنده کړې او داسې نا بښونکي ګناه  کونکي  یې ظالمان او دالله د دښمن په توګه معرفي کړي دي، خو ومولیدل چې په ننګرهار کې یې نوی د څو ورځو ماشو دوه ټوټې کړ،
دنبوي احادیثو په رڼا کې او د قرانکریم د آیاتو پر اساس هیڅوک حق نلري انسان د اور په واسطه قتل کړي، مګر ومولیدل چې دغه وحشي ډلې انسانان یې د اور په لمبو قتل کړل ، آیا د اسلام په تاریخ کې  د داعش وحشتونه چا په کوم شرعي یا فقهي منابعو کې لیدلی یا لوستی دی؟
 
داعشي وحشیانو انسان وژنه او دانسانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه د ډکواقداماتو آخري حدود عملي کړل او په زرګونه انسانان یې په ظالمانه ډول نابود کړل. ځيني وايي داعشیان په حق دي او ملامت کسان یې نابود کړي او کفار وژني، ښه چې کفار وژني  خی په ننګرهار کې هغه لس تنه چې پر بمونو والوزول شول څوک وو هغوی خو کافران نه وو، هغوی خو د همدې خاورې بچیان ول  کلمه به یې ویله مسلمانان وو افغانان ول ،  ولې  په بې رحمئ سره ووژل شول کله په اسلام کې د مومن قتل په دې ډول روا امر شوی دی؟
که چیرې له کفر او الهاد سره دښمني او جګړه روانه وي  بیاهم داډول وژنې نه دي هدایت شوي او دجګړې حدود او له کفاروسره مبارزه کول د اسلامي سترو لارښونو پر بنسټ ښکاره احکام لري، په دې اړه احنافو د دین دریځ په ښکاره دول بیان کړي چې دلته یې د نقل کولو حوصله کمه ده.
هغه ماشو چې د یوې میاشتې وو اودوه پلاقې شو دهغو څه ګناه وه؟ کافرووووووو؟ نه، خې په کوم جرم ووژل شو ولې د ظلم او وحشت دایره دومره پراخ کړه  چې بیګناه خلک نابود کړل شي او بیا داټول جنایات د اسلام دین تر نامه ولې؟
 
په عربي هیوادونو کې بیا هغه سیمې چې د داعش تر کنټرول لاندې دي انسانان په داسې طریقو وژل کیږي او نابودیږي چې د بشریت په تاریخ کې  نه دي لیدل شوي، له ښځو سره د جنسي نا مشروع اړیکو لرل او دهغوی پر عزت باندې ډله ایز تیری او بیا یې په بازارنوکې د بند په حالت کې خرڅول  کله په اسلام کې شته او د دین په کومه برخه او نص کې هدایت شوی؟
 
خو داعش یې کوي او ټول د اسلام پرخلاف اعمال دي او هغه څه دي چې یهودان یې دپلان په ډول غربي ظالمانو ته ورکوي او دوی یې د ډالرو په زور او مټ د داعش په واسطه پر عاجز او بیچاره مظلومانو تطبیقوي، د داعشیانو روان ناروا او نامشروع اعمال د اسلام د مبارک دین په هیڅ یو نص او منبع کې نه دي بیان شوي او له دې سره جوخت اسلام دین قتل کولو ته چې قاتل د بیګناه انسان وینه یې تویې کړي وي دقصاص امر کوي او هغه همه خپل ځانګړي اصول لري.
 
زنا ، فحشا او جنایات هیڅکله داسلام پر آدرس پورې اړه نه لري،  اسلامي اخلاق او قانون پوره شوی دی او بشریت هڅوته اړتیا نه لري نن سبا هرڅه چې د اسلام په نامه تر سره کیږي یهودي برنامې دي د اسلام په نامه د مفسدو او غدارو کړیو اقدامات دي ، د استنخباراتي شبکو شوم او وحشیانه اعمال دي او په دې ترتیب د اسلام د نابودولو لپاره پراخ غربي دسایس دي چې یو پر بل پسې عملي کیږي.
 
غربيان خپلو موخوته د رسیدولپاره له هیڅ راز خیانت او وحشت څخه ډار نه لري ، یوازینۍ خنډ د دوي لپاره د اسلامي هیوادونو بیا د مسلمانانو سترې عقیدي او پاک ایمانونه دي چې دادی نابودولته یې کله یوه ډوله اوکله بله ډله را وباسي، داعش چې په مستقیمه توګه د وهابیت له رټل شوي مذهب او په دې برخه کې د فتنو او دسیسو څخه د فاسدو او جاهلو اعرابو له خنزیر خصلته  وګړو جوړه شوې وحشي ډله ده هیڅ کله د اسلام  څیره نه لري او کله هم اسلامي احکام او اسلام خلافت د دوی له خوا مشروعیت نه لري او داشوم آرمانونه دي چې غربیانو رامنتځه کړی او ګور ته به یې وړي ان شا الله.





مسلمه امت او مجاهد افغان ولسونه په ستر اسلامي هوډ او مذهبي اخلاقو ولاړې ژمنې لري چې د غیر اسلامي ډلو ټپلو پر وړاندې به مبارزه کوي او د جعلي اسلامي خلافتونو پروړاندې د مبارزې او رشادت لپاره له خپلو سرنو تیر او هر ډول قربانیو ته حاضر دي او هیڅ کله اجازه نه ورکوي چې د اسلام د مبارک دین بر اصولو لوبې وشي .
 
ګرانو عزیزانو او غیرتي افغانانو زمونږ او تاسې قوت او شهامت  زمونږ ټول ترمنځ په اتفاق او اتحاد کې نغښتی دی د داعش تورې وحشي او ځناور خصلته  ډلې ته هم هیڅکله اجازه مورکوۍ چې ستاسو په سیمه کې حاکم شي او هیڅکله خپلو بچیانوته اجازه مه ورکوۍ چې د دې وحشي ډلې ملاتړ وکړي او په کې ور ګډ شي .
 
د دې لیکنې په پای کې داهم د یادونې بولم چې  الله (ج) د قرآنکریم له نزول او د نبي کریم (ص) دنبوت او اسلام مبارک دین غوراوي کې د اخری زمانې بنده ګانو خیر او ښیګنې د تقوی او اتحاد پر اصل ولاړ حکم کړی او په عین حال کې نبي کریم (ص) د حجت الوداع په آخري ویناکې د قیامت تر رسیدو پورې د خیر او شر لارې چارې به تاریخي ډول بیان کړل او خپلو امتیانوته یې ور ابلاغ کړ، ترڅو د اخر غوره توشه ولرو او له بدو ، مفاسدو ، فتنو ، ګناهونو او جهالتونو څخه د خلاصی په لاره روان شو.
خو کتل کیږي چي د دې سترې وعدې او هدایت پر خلاف روان خوځښتونه ورځ تر بلې ډیریږي او ظلم وحشت ، جنایت  بې دینۍ ، کفرته رجوع ، خیانتونه له کفارو سره ملګر تیا چې د دین په ضد وي، له دین څخه د تجارت او یهودو په ګټه مبارزه کول او  مسلمانانو بې موجبه قتلونه او ډله ایزې وژنې ، فحشا ته ور دننه کیدل او په لسګونه شیطاني له فساده ډکې فتنې د ترسره کیدو په حال کې دي.
الله دې پرمونږ او مسلمه امت رحم وکړي،
وسلام.
 
لیکوال : عبدالغفار کامیاب