پښتو او د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

 
نن د کب دویمه چې، د فبرورۍ له ٢١ نېټې سره سمون لري، د مورنيو ژبو نړیواله ورځ ده. 
دغه ورځ په ١٩٩٠ زیږدیز کال کې د يونسکو له خوا وړانديز، او د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ له هوا په رسمیت وپیژندل شوه. له ٢٠٠٢ کال راپديخوا، دغه ورځ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې (IMLD) په نوم لمانځل کیږي. موخه يې دا ده چې، د نړۍ هغه ټولې ژبې چې خلک پرې خبرې کوي، وساتل شي، پرمختللي شي او له منځه لاړې نشي.
دې دغې ورځې ریښه له هغه پېښې سره تړلي ده کومه چې په ١٩٥٢ کال کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې، د داکه او ځینو نورو پوهنتونونو محصلينو لاریون پبل کړ. او د (بنګلا) نومي ژبې رسمیت يې غوښتلو کومه چې، د وخت ختیځ پاکستان او اوسني بنګلادېش له دو رسمي ژبو څخه وه. یو څو محصلين د خپلې مورنۍ ژبې څخه د دفاع او ملاتړ پر بنسټ د پوليسو له خوا په ګولۍ  وېشتل کیږي او مري. د نوموړو محصلينو قربانۍ نړیواله حماسه جوړه کړه، تاريخ يې نومونه رنګین ولیکل او د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ يې په میراث پرېښودله.
د نن ورځې څخه په ګټه اخېستلو سره، غواړم د خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) په اړه یو څه ولیکم.
په یو ځانګړي قوم کې زېږېدل، یوه ځانګړي مورنۍ ژبه لرل دا د انسان د وړتیا خبره نده بلکې دا الهي وېش او خلقت دی. له خپل قوم او ژبې سره مينه کول، چوپړ ورته کول، ساتنه کول او حق يې غوښتل تعصب نه بلکې مسووليت، دنده او مکلفيت دی.
تعصب او مینه له یوې ژبې سره په لاندې ډول بیلو:
که یو څوګ د خپلې مورنۍ ژبې پرمختګ غواړي، کار ورته کوي، مینه ورسره لري، خبرې پرې کوي، زده کړې پرې کوي او حق يې غواړي دا ټول ځکه ترسره کوي چې، الله  (ج) د یو ویونکي مخلوق په ډول، نوموړي ژبه ورکړیده. او باید دا ټول او لا ډېر څه خپلې ژبې ته وکړي. او که ورته تعصب وویل شي تیروتنه ده. 
که یو څوګ د خپلې مورنۍ ژبې پرمختګ غواړي، خبرې پرې کوي.... او د بل وګړي د مورنۍ ژبې سره حساسيت ښکاره کوي، کرکه ترې کوي، حق يې تر پښو لاندې کوي، خپله ژبه لوړه او د بل ټيټه او سپکه ګڼي نو دا تعصب او کرکه ده.
نن ورځ همدا پورته کلمې په سرچپه ډول سره کارول کيږي. 
که زه په پښتو ژبه لیکل، لوستل، خبرې کول او زده کړه غواړم نو تر ډېره د متعصب په نوم یادیږم. او که بل زما څخه  زما د مورنۍ ژبې حق اخلي نو هغه د خپلې ژبې وفادار، چوپړ کوونکی او حق لرونکی یادیږي.
په افغانستان کې څلور لوی قومونه چې پښتانه يې په پښتو خبرې کوي او د ازبکو په شمول تاجک او هزاره په دري ژبه خبرې کوي. په افغانستان  دري ژبه له پیړیو راهيسې د رسمیاتو او دربار ژبه ده. نو پردې بنسټ ورته بنسټيز کارونه شوی او لا کیږي. د بېلګې په ډول:
- یو دري ژبی مامور اړ ندی چې په پښتو ژبه پوه شي، ځکه هر رسمي مکتوب، لېکنه، وینا او غونډه په ځانګړي ډول په دري ژبه دي. او په حقیقت کې دري ژبې ته د رسمي او ملي ژبې حق ورکړل شویده خو د  پښتو ژبې د ملي والي او رسمیاتو حق خوړل شویدی. چې په حقیقت کې دا له پښتو ژبې سره تعصبي او توپیري چلند شوی.
- هر دري ژبې ویونکي ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره ده. خو پښتو ژبي ته که څه هم  دا زمینه که په ولايتونو کې تر یو حده ښه ده خو په مرکز کې په نشته حساب ده.
- پښتو ژبي له څلورم ټولګي څخه بیا تر دولسم ټولګي پوري یو مضمون د دري ژبې لري. دري ژبي هم له څلورم تر دولسم ټولګي یو مضمون د پښتو ژبې لري. پښتو ويونکی له توتي په دري خبرې کولای شي خو دري ژبی په پښتو ژبه نشي توانېدلی چې وغږيږي. ....
- که لس پښتانه په بنډار کې ناست وي نو د یو دري ژبي ورور لپاره ټول په دري بنډار کوي. خو د لسو پښتانو لپاره يو  دري ژبی ورور په پښتو ګونګ پاتې کيږي.
مورنۍ، ملي او رسمي ژبه پښتو سپکوالی تر ډېره په خپله پښتنو کړی.
١-  له احمدشاه بابا بیا تر نن په واک او دربار کې پښتون پاتې دي او ژبه يې د درباڅژبه نه کړه.
٢- پښتون بله ژبه د پرمختګ په نوم یاد وي او خپله ژبه د ورسته پاتې ژبې په نوم. که په دري ژبه خبرې کوي ځان ورته ماډرن او پرمختللی ښکاري او که دې دري ژبو په منځ کې په پښتو غږېدل  ورته شرم ښکاري. 
٣- که د څو کالونو لپاره په داسې جغرافيوي سیمه کې ژوند وکړي چې اکثريت وګړي يې دري ژبه ویونکي وي نو بیا په خپل کور کې هم په دري خبرې کوي. چې پيړۍ ورسته يې او اولادونه د پښتون پلار او مور څخه زيږيدلی خو بدبختانه په ټکي هم نشي پوهېدلی......
د کب  دويمه هر کال په نړیواله توګه د مورنۍ ژبې د ورځې په نوم لمانځل کيږي. نو پدې هيله چې د یو کب له دويمې نېټې څخه د بل کب تر دويمې  نېټې پورې(هر کال) د خپل مورنۍ ژبې لپاره مو  دومره کار کړی وي چې، د مورتوب حق مو ادا کړی وي. 
په همدې هيله!