
اوښکې دبې وسوانسانانودوجود وروستۍ سرمايه ده چې دفطرت دقانون له مخې دغه نړۍ ته دهغوى له خوا ديوې بې ارزښته ډالۍ په څېروړاندې کيږي
دانسانانوله سترګوچې کله دغه رڼې چېنې راوخوټېږي نودزړه دردونه يې ترډېره ورسره سپکېږي ځکه چې دهغه په زړه کې دويراوغم ټوټې په سمندرکې دکنګل دټوټوپه څېرويلېږي اوله سترګويې داوښکوپه څاڅکوکې دغې نړۍ ته ځان ښکاروي ماهم دماشومتوب له ژړاګانووروسته دغه قيمتي مرغلرې دسترګو په کاسو کې دامانت په څېروساتلې اودهېچا په وړاندې مې هم دغه ډالۍ ونه کاروله حتى دډېرونږدې دوستانودمرګ په ورځ مې هم داوښکوبندونه تړلي وو .
کله چې ملاصيب دهغوى دقبرپه سردنړۍ نه دهغوى دتلووروستۍ دعاګانې لوستلې زه چوپه خوله ولاړوم زړه مې له درده ډک وو خودسترګوکاسې مې له اوښکوتشې وې .
کلونه وروسته چې کله تارا باندې دلومړي ځل لپاره دخپلې مينې اومهربانۍ رنګين وزرونه وغوړول اوزه دې په دغه سپېڅلې اسماني ډالۍ ونازولم نوله ماسره دمننې لپاره هېڅ نه وو حتى په ژبه مې يولفظ هم نه وو چې ستانه مننه ورباندې وکړم
په نړۍ کې ډېرکم داسې کسان پيداکېږي چې داوښکوتويولوځاى وپېژني اوددغه قيمتي څاڅکوپه ارزښت وپوهېږي .
ماته په دغه نړۍ کې داسې څه په نظررانه غلل چې ستا دمينې اومهربانۍ بدل پرې اداکړى شم هغه يوازې زما په سترګوکې کنګل شوې اوښکې وې کله چې تاته مخامخ شوم نودسترګوتړلي بندونه مې مات شول اودلومړي ځل لپاره مې ستا حضورته داوښکوډالۍ وړاندې کړه .
هغه اوښکې چې مادخپل وجود وروستۍ سرمايه ګڼله ستاپه قدمونومې وڅڅولې خوستادمهربانيوزوراويوه نه لېدونکي نامريه ځواک دې ته پرېنښودم چې هغه وياړلې اوله غرېوه ډکه ېبه له تاسره تېره کړم .
١٨\\١٢\\١٣٨٧ جلال اباد ښار