پر لپسې ماتې که دمیدان ګټل!؟

 
دتیروڅو لسیزو راهیسې مو هیواد په بیلابیلو نومونو دمختلفو توطیو ښکار شو. 
داسې دسیسې زموږ د خپل منځي،شخړو لپاره جوړې او عملي شوې چې بیلګې یی مخکې یا هیڅ شته نه او یا هم کمې دي.
۱۷کله د مخه حامد کرزي او همفکرانویې په مختلفوغونډو او لیدنوکتنوکې د نړیوال زبرځواک (امریکا) څخه جدي غوښتنه وکړه چې افغان جګړه دې مهار کړي او دهیڅ راز زور آزمایی،  او پرمخیون څخه دي دریغ نکوي.
هغه ؤ چې دټولونړیوالوقوانینو،اصولواو مقرراتو پرخلاف امریکا او متحدینو یې پخپل ټول ځواک یې زمونږد ګران هیواد په حریم پوځي یرغل وکړله حربي خوځښت نیولې بیا تر فرهنګي او سیاسي. اشغال هر څه یی دخپل لرلید او تګلارې په فکر کې ونغښتل،ددې ترڅنګ یې دخپلې خوښې اوفرمانبردار وسلوال ځواک دجوړولواقدام وکړ، فزیکي اوحربی خوځښت یې ورزده کړټول لګښتونه وسلې اوپوځي تجهیزات یې په واک کې ورکړل ترڅو ددوی په نیابت جګړه وکړي. 
امریکا+متحدین + په اصطلاح ملي اردو پوره ۱۳ کاله د زړه په زور وجنګیدل زمونږمسلمان اولس یې په وینوکې لتاړکړمګرکومه مثبته نتیجه یې ورنکړه دیرغلګرو هیوادونوولسونو دافغانستان جګړه بې مفهومه جګړه وګڼله او پرخپلوچارواکویې فشار راوړ ترڅو دجګړې له ډګره پښې وباسي دوی په دې بهانه چې ګواکې افغانستان کې یی خپل قسم خوړلی غلیم ‹القاعده› مات کړ له هیواده پښې سپکې کړې. 
ډیری امریکایی لیکوالانو دا ماتې په خپل تصنیفاتو کې په مختلفو نومونو انځور کړه 
د (کابله خدای پامان) او ګڼو ورته کتابونو کې دخپلې ماتې علت د طالب سپیڅلې مبارزه په ګوته کړې 
دجګړې پدې جریان کې دوی په رسنیو اتکاء کړي وه
چې د دوی د ترسیم شوې بریا او د طالب دتش په نام ماتې خبرونه یی تر ناخبره ولس رسول شین آسمان یې وریځ اووریځ آسمان یې شین ښودلو. داچې اوس مات کړل شوي امریکایان یوځل بیا دجګړې ډګرته ورننوځي هلمند ته یې نوي تازه دم پوځ راولیږه او ددې سره - سره وایي چې که ضرورت شونو نورپوځ به هم افغانستان ته واستوي.  
دلته اهم سوال دادی چې امریکایانو سره له دې عظیمې ماتې افغان خاورې ته بیا ولې زړه راښه کړی؟  
نو څو لاملونه یی دادي   
★امریکایان غواړي سیمه ایز نفوذ په هر قیمت چې وي په خپل حال وساتي 
الف : امریکایان دشمالي ټلوالې له ریښو څخه چې مستقیما له کریملین سره وصل دي خواوس ددوی په چوپړکې دي ویره محسوسوي  چې شرقي سیال یی یوځل بیا په افغانستان کې ځاله جوړه نکړي 
ب: امریکایان غواړي خپله مخترعه دیموکراسي په هرهنر اوتکتیک چې وي په افغانستان کې تینګه کړي.
ج: دوی له حقیقته لرې فکر کوي چې دښمنان یې (طالبان) په څوډلوویشل شوي او قوت یې پاشل شویدی. 
ګټه یی دابهام څخه لرې ده هغه داچې دیموکراسي اسلامي جذبه، دیني غیرت له منځه وړي نو بنأَ کله چې غیرت او حیا فوت شوه نو هر څوک کولی شي د هر مذهب پیرو شي او په دې سره به دوی دجهاد نوم لکه څنګه چې یی اوس هم ترهګري بولي د عامو مسلمانانو ترمنځ هم په یو وحشت تعریف کړي ددې لپاره یې  
  دمختلفو لاروڅخه د بیادخول بهانه برابره کړه 
داعشي ملیشې یی ننګرهار ته ورسولې
*مافیایی کړۍ او تروریستي ټیمونه یی په مختلفو برخو کې ایجاد کړل
*د افغان دولت مشرتابه یی خپل مشورتي او روزل شوی څوک وټاکه 
د پراخو بسپنو په ورکولو سره او دپانګو په ډیرښت سره
یی د افغان دولت د کلیدي پریکړو واګي په لاس کې واخستل او .........
چې اوس کولی شي بغیر دافغان دولت له مشورې په خپل لرلید او پریکړه پدې هیواد کې عملیات بیا وغځوي 
ځکه اوس دسیمې هیوادونه هم له سالم رقابت په تنګ راغلي نو دوی هم له دې پراخې زاویی د پرمخیون تکل کړی.