د

 
د "جهاد ومقاومت" غوا، د هغه زیارکښ لوړهمت کليوال بزګر د غوا په شان نه ده چي هغه ته هر سهار شیدې ورکوي او غرمه چې ستړی و تږی کورته راوګرځي، نو په شومړو یې تنده ماتوي. د خواري کښ پاک نفسه بزګر غوا د ده تڼاکو لاسونو په شان، ډېره نېکمرغه او له برکته ډکه ده. د بزګر ټوله کورنۍ پرې ژوند کوي. دهغه تنکي ماشومان هم د همدې غوا په شیدو د ښوونځي د سبق جوګه شي. آن کله کله خو ګاونډیانو ته یې هم یوه نیمه پیاله شیدې و مستې رسیږي، تږي مساپر هم چې برابر شي له شومړو یې غوړپونه کوي….
خو‼! د "جهاد ومقاومت" غوا بیا داسې نه ده! د "جهادومقاومت" غوا د خلکو له وینو شیدې جوړوي او یو شمېر وسله وال غله او قاتلان وجنایتکاران پرې ځانونه پړسوي. د "جهادومقاومت" غوا ددې پرځای چې تږي مساپر ته شومړې ورکړي، مساپر ژوندی خوري. د "جهادومقاومت" غوا، بزګر هم خوري، مځکه یې هم خوري،بچې یې هم خوري، ښوونځی یې هم خوري. د بزګر غوا د کلي آبادۍ کې هم برخه اخلي، آن ښارونو ته یې مستې و چکه رسیږي، په ټولو کلیوالو ګرانه ده، هرماشوم چې برابر شي ګیډۍ واښه یې ورته نیولې وي او تنکي لاسونه پرې را کشوي، مینه ورسره کوي. خو د "جهادومقاومت" غوا، شنه کلي سپېره کوي، آباد ښارونه تباه کوي، له خلکو یې تشوي او...
بل عجیب توپیر، د بزګر غوا د خدای ج په اراده، کال کې یوځل لنګیږي، شیدو ته یې ماشومان خوشالي کوي، ترې راتاو وي تنکیو لاسونو کې یې شنه واښه نیولي وي. خو د "جهادومقاومت" غوا جنتري سره سم هر کال لږترلږه ۳ ځلې لنګیږي او په هر لنګون کې لیونۍ شي.  تورغوبل جوړکړي. هره خوا لغتې واروي. له خولې یې ځګونه بادیږي. ښارونه له خلکو تش کړي. خلک له کورونو نه راوځي او ځناورله ځنګلونو. هره خوا وېره خپره شي، ماتم شي. په هرچا چې برابره شوه پښولاندې یا یې تېرو ښکروکې آسمان ته کي.
حلال خوره غوا. د بزګر غوا یوازي واښه خوري، هغه هم حلال واښه. پردیو پټیو ته نه ور ګډیږي. خو د "جهادومقاومت" غوا بیا په هیڅ صرفه نه کوي:  انسانان خوري. ژوندي کلي و ښارونهخوري. سوله خوري. حکومتونه خوري. ځمکې و سړکونه خوري. ټول وطن خوري، ځمکه خوري، فضا خوري، هم یې مخ، هم یې شا خوري…
دغه بدمرغه خونړۍ لیونۍ غوا دې خدای ژرمرداره کړي چې خلک یي له شره خلاص شي. آمین.