
عجیبه ده والله د امریکا په مشري د یهودو هغه شوم او ناروا پلانونه چې د اسلام مقدس دین د بد نامه کولو لپاره طرح شوي دي، د انګلیسانو له مالي بودیجې سرچینه اخلي او د امریکایانو له خوا اداره او په اسلامي هیوادونوکې قایم ګرځول کیږي او تر ټولو زړه بوږنوکی خو بیا دا دۍ چې د اسلام دین د ارزښتونو د ساتنې اصلي وارثانو په توګه یې ډګر ته وباسي.
دغه لفظ (داعش) د دولة الاسلامية في العراق و الشام مخفف دی؛ تر دې وړاندې يې نوم تنظيم القاعده في بلاد الرافدين وو؛ هغه مهال یې ابومصعب الزرقاوي مشر وو؛ په ۲۰۰۶ کې د زرقاوي له وژل کيدو وروسته ابوعمر البغدادي د دې ډلې مشر وټاکل شو ؛ نوموړي په عراق کې ګڼې نورې مقاومتي ډلې سره راټولې کړې او له هغوي نه يې د دولة الاسلامية في العراق په نوم نوی تنظيم تأسيس کړ.
دغې ډلې منظم دولتي تشکيلات جوړ کړل او د دفاع د وزارت په ګډون یې ګڼ وزارتونه لرل؛ داعش په اصل کې دعربي هیوادنو لکه عراق او په سیمه کې د ګڼو نورو ګډو موخو لرونکي هیوادونو لپاره دنابودۍ وسیله ده چې ترډیره اقتصادي موخې لري او اصلي موخه هم په دې ستر خیانت کې همدا بلل کیږي چې دم ګړۍ بحث نه پرې کوم.
داعش څنګه په کم وخت کې دومره مطرح او په چټکۍ سره خپل حضورته په ګڼو عربي هیوادونو کې پراختیا ورکړه ؟ د یوې پوښتنې په ډول لازمه ده چې ځواب یې امریکايي سناټوران یا زاړه دبړه مار سیاست وال یې ووايي کړي دا ځکه داعش له خپل خلقته تر دې دمه مختلف پړاونه وهلي آن تردې چې له یوې سمیه ایزې ډلې څخه نن نړیوالې ترهګریزې شبکې ته بدله شوې ده چې دا ستر بدلون د ملیاردونو ډالرو مرستې په ترڅ کې مطرح کیږي
له دې مخکې داعش خپلو پلویانو ته په یوه ستره غونډه کې له اُسامه بن لادن او نيابتاً له ایمن الظواهري سره بيعت کړی وو دا هغه وخت وو چې مالي سرچینې یې نلرلې او د امریکایانو له دې محبت څخه محروم پاتې شوی وو . په ۲۰۱۰ کال د اپريل په میاشت کې ابوعمر البغدادي د امریکايي پوځيانو په یوه چاپه کې ووژل شو وژل شوی شخص د پخواني داعش مشري په غاړه لرله چې پر ځای یې ابوبکر البغدادي ستر امریکا يي دانه یا مهره داعشیانوته د مشر او خلیفه په توګه ور نازل شو.
د ابوبکر البغدادي په اړه ګن استخبارتي هویتونه خپاره شوي دي ، له امریکايي سناتورانو سره د البغدادي خپاره شوي عکسونه هغه موارد دي چې د دې ډلې پر فعالیت او ملاتړ د امریکا لاس ثابتوي.
ويل کيږي چې ابوبکر البغدادي په ۱۹۷۱ کال کې د بغداد په شمال کې د سامراء په سيمه کې په یوه عربي کورنۍ کې سترګې خلاصې کړي دي ؛ د رپوټونو له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا یانو د یرغل پرمهال د ښار د یوه جومات مذهبي امام و، ځینې پر دې باور دي چې هغه د صدام حسین د حکومت پرمهال یو جهادی مشر و، ځینې نور بیا وایی کله چې نوموړی د (بوکا )په زندان کې څلور کاله بندي و، سخت دریځي یې لاپسې ډېره شوه.
(بوکا) زندان او پوځي اډه د عراق په جنوب کې پرته ده، چې امریکایانو تر ډېره هلته د القاعدې نیول شوي هغه سرکښه مشران بندیان کړی وو کوم چې د امریکایانو پر خلاف او ضد باندې واقعي پوځي عملیاتونه کول.
البغدادي په ۲۰۱۰ کال کې د خپلو سختو وحشیانه بریدونو او ظلمونو په دوام باندې په عراق کې د القاعدې مشري په غاړه واخیسته او د عراق القاعده هغه ډله وه، چې عام وژنه او په مختلفو برخوکې د اسلام پر سپکولو پراخ پلانونه در لودل چې موده ورسته د داعش په نامه بدله شوه. نوموړی په مختلفو نومونو او القا بو لکه،علي البدري السامرایي ، ابو دعا ، دکتر ابراهیم ، کرار او ابو بکر بغدادي باندې یادیږي .
د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې امریکا په رسمي توګه بغدادی (ترهګر) وباله او هغه موکه وه چې د داعش ( غوا نګه شوه ) او د هغه په اړه یې هر هغه چا ته د لسو میلیون امریکایی ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ، چې په اړه یې معلومات لري او یا یې معلومات د هغه د مرګ لامل شي؛ بغدادی په ۲۰۱۳ کال کې یې د یوه غږيز پيغام له لارې په سوریه کې د اسد د رژيم پر خلاف د مقاومت اعلان وکړ او ورسره جوخت یې د دولت اسلامیه د نامه په پای کې له عراق سره د شام نوم هم زیات کړ او په دې ډول د دولة الاسلامية في العراق والشام (داعش) نوم ترې جوړ شو.
داهغه طلایي فرصت وو چې امریکایانو ترې د اسلامي هیوادونو په بې ثباته کولو کې پوره د ګټې اخیستو شوم پلانونو طرحه او دعملي کولو پر لارو چاروېې د خپلو ملګرو ملاتړته جرګه شول. داعش بل رنګ واخیست ، امریکايي ډالر ، امریکايي پوځي ملاتړ ، د امریکا په اشارې لوی عملیاتونه ، په زرګونه نوي ماډل نقلیه او مرمۍ ضدې موټر او دې ته ورته مهم نور امتیازات ورته وړاندې او له داعش څخه یې د سیمې ضبر ځواک او ظالم وحشي ژوی جوړ کړ.
د داعش توندلارو جنګياليو د خپل مشر نوي برنامې او بریدونه له غوړو امتیازاتو سر مل تر لاسه او له لنډې مودې وروسته په درې اوونۍ کې د ننه د موصل او تکريت په څېر مهم ښارونه ونیول؛ دوی وروسته له دې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ او اوس د دغه هېواد د يو شمېر سرحدونو په ګډون د عراق پراخې سيمې تر خپلې ولکې لاندې لري.
داعش او د خلافت زیری بله ستره شیطاني برنامه وه چې یو ځل بیا د اسلامي هیوادونو امنیت او ریښتني مجاهدینو ته د یو ګواښ په توګه په مختلفو نړیوالو شبکو خپره شوه ، اسلامي هیوادونه او په تیره بیا جګړه ځپلي هیوادونو ته د دې تورې کرغیړنې ډلې کړه وړه د ګواښ په توګه را څرګنده شوه .
امریکایانو په دې جهنمي پلان کې په ځغرده ثابته کړه چې دوی له اسلام څخه اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو ته داسې برم او ډار اچونکی تصویر ورکوي چې په نوم اسلام او مسلمان د کرې پر مخ د منلو وړ نه وي، د دې شوم پلان ملاتړي هیوادونه چې مشر یې امریکا په ګوته کیږي داعشیانو ته د منظم پلان په ورکولو سره چې دوی به د اسلام اصلي خادمین وي او اسلامي خلافت قایموي خپلو شومو اهدافو ته یوبل ګام ورلنډ شول.
څه کم دوه کاله وړاندې هغه وېډيو چې پر انټرنټ خپره شوه د داعشیانو وياند ابو محمد عدناني اعلان وکړ چې د دغې ډلې شورا غونډه کړې او پریکړه وشوه چې د ‘اسلامي خلافت’ او د مسلمانانو لپاره د خيلفه ټاکلو خبره نهايي شوه او د داعش له لوري د خليفه په توګه یې له البغدادي يادونه وکړه .
او پخپله ابوبکر بغدادي هم دا ټاکڼه منلې وه او خپل ځان يې د نړۍ د مسلمانانو مشر بللی ، د داعش له لوري په خپره شوې ويډيو کې د ابوبکر البغدادي بشپړ نوم ابراهيم بن عواد بن ابراهيم بن علي بن محمد بدري هاشمي قريشي حسيني ياد شوی دی.
دغې ډلې په هغه ويډيو کې چې د (پولو ماتول) نوم ورکړل شوی اعلان کړی و چې اسلامي خلافت جوړ شو او هغه پولې چې انګریزانو له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په منځني ختيځ کې کښلې وې له منځه یوړل دوی په ویدیو کې له ټولو مسلمانانو غوښتنه کړې وه چې د مسلمانانو د خليفه په توګه له ابوبکر البغدادي سره خپل بيعت اعلان کړي.
د دغې لیکنې د لومړي برخې په پای کې د داعش د نا میمون ظهور په اړه معلومات په مختصر ډول بیان شو ، په لنډ وخت کې د دې لیکنې په نورو برخو کې به د داعش له تور مخ څخه اچول شوي امریکاي پرده پورته کیږي او د اسلام پرخلاف د دې وحشي ډلې ترسره کړي جنایات او ظلمونه څيړل کیږي.....
د لومړي برخې پای
لیکوال :
عبدالغفار کامیاب