د کانونو دکېندنو او قاچاق مخنیوی

 
افغانستان بډای هېواد او افغانان بې وزله ولس دی. د افغانستان د بډایتوب دلیل دادی چې پرېمانه طبیعي زېرمې او کانونه لري، خو له دغو زېرمو او کانونو څخه قانوني او مناسبه ګټه نه ده اخیستل شوې. دلیل یې دادی چې افغانستان له کانونو څخه د مناسبې او ښې ګټه اخیستنې لپاره د جګړو له لاسه فرصت نه دی موندلی.
همدارنګه د اوږدو جګړو، شخړو او کشمکشونو له امله افغانستان په دې نه دی توانېدلی چې د کانونو د را اېستلو لپاره فني او مسلکي کارکوونکي او تخنیکي او عصري وسایل ولري، ځکه مو نو هېواد بډای او ولس بې وزله او فقیر دی.
بیا هم دې پایلې ته رسېږو چې زموږ د ټولو بدمرغیو اصلي لامل روانې جګړې دي، ځکه جګړو موږ ته نه له خپلو کانونو څخه د ښې ګټه اخیستنې فرصتونه راکړي او نه یې هم موږ دېته پريښي یوو، چې د کانونو د ښې ګټه اخیستنې لپاره وړ او مسلکي کسان وروزو.
حتی جګړو زموږ د کانونو خوندیتوب هم له ګواښ او خطر سره مخ کړی دی، ځکه د جګړې په کلونو کې د افغانستان په طبیعي زېرمو او کانونو باندې چور او تالان ګډ شو. دا اوس هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي زېرمو او کانونو د کېندلو او د قېمتي ډبرو، لرغونو اثارو او توکو قاچاق دوام لري.
د کانونو غیر قانوني او خپلسرې کېندنې له هغو سترو مواردو څخه دي چې په هېواد کې د روانې تحمیلي جګړې د دوام په ګډون دپراخ فساد سبب کېږي. دا قاچاق که له یوې خوا د هېواد او ټولنې د اقتصاد زنځیر ته ضربه ده، له بلې خوا د هېواد فرهنګ، تاریخي ارزښتونو او د ژوند چاپیریال ته هم لوی زیان اړوي.
 کانونه او طبیعي زېرمې د افغانستان د ملت او د دولت ملکیت دی او باید ټول ملت یې له ګټې څخه برخمن شي، مګر د دې برعکس زموږ کانونو څخه محدود زورواکي او مافیایي کړۍ ګټه اخلي او د دې کېندنو او قاچاق ګټه د دوی شخصي جیبونو ته ځي.
د افغانستان د کانونو په پیسو او عاید باید د افغانستان خلکو ته د ارام، هوسا، سوکاله او ښه ژوند په موخه اسانتیاوې برابرې شوې وای او د دوی اړتیاوې او ستونزې پوره او حل شوې وای، خو د دې برعکس زموږ د کانونو ګټه وټه د افغانستان د دښمنانواو مافیایي ډلو لاسونو ته ورځي. هغوی پرې د جګړې وسایل اخلي او په هغو وسایلو بېرته د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېږي او خپلو جګړو او ترهګریزو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
نو له همدې امله د افغانستان د کانونو اداره او د خپلسرو کېندنو مخنیوی نهایت مهم دی. که چېرې د افغانستان د کانونو خپلسرې کېندنې ونه درول شي او چارواکي د قېمتي ډبرو د قاچاق مخه ونه نیسي، نو له یوې خوا به زموږ دغه ملي شتمني په بېباکه توګه لوټ شي او له بلې خوا به زموږ د همدغو طبیعي زېرمو او کانونو له لارې د دښمن لاسته ورتلونکې ګټه او پیسې زموږ د خلکو پر ضد په جګړه او جګړه ییزو وسایلو وکارول شي.
مګر که چېرې حکومت د کانونو د امنیت تامین او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي، نو هم به یې د افغانستان د ملت دغه قېمتي زېرمه له چور، لوټ او تالان څخه خوندي کړې وي او هم به یې په ترهګرو، مافیایي او جنګي ډلو د تحمیلي او نامشروع جګړې عایداتي سرچینې وچې کړې وي، نو هیله ده چې حکومتي مقامات دغې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
د کانونو او لرغونو اثارو د ساتنې لپاره لومړنی ګام د هغوی تثبیت او د یوه داسې سیستم او پروژې جوړول دي چې د دې اثارو د ساتنې مرکزونه به د خدماتو د وړاندې کولو او د داخلي او نړۍ وال توریزم په مرکزونو بدل کړي. همدا راز په ښوونځیو او پوهنځیو کې به د توریزم د ځانګړو څانګو د جوړولو له لارې د لرغونو اثارو د ساتنې فرهنګ په ټولنه کې پیاوړی شي.
کله چې په بشپړه توګه د افغانستان د کانونو امنیت تامین شي او د افغانستان د حکومت تر بشپړې ولکې لاندې راشي، نو له هغې وروسته حکومت کولی شي چې له دغو کانونو څخه د قانوني او موثرې ګټه اخیستنې له لارې هم زرګونو وطنوالو ته د کار زمنیې برابرې کړياو هم  د دولت د مشروع شتنمۍ د زیاتېدو سبب شي.