بې وطنه

لنډه کيسه
ليکوال :  ګل رحمان رحماني                                                                                      
   نورنوزموږ زاريواوټينګارهېڅ ځاى نه نيوه پوليسودمهاجرودکمپ مشرته دوه ورځې وخت ورکړى ووچې کمپ خوشي کړي اونورنو خپل وطن ته ستانه شي که نه دريمه ورځ سهاربه يې جونګړې له کاليوسره يوځاى په بلډوزرونو ونړوي پلارمې هم د نورو ورځوپه خلاف  ډېر خواشىنی وو. دماښام له ډوډۍ وروسته مې مورجانې ته په دې قناعت ورکړچې پردى کټ ترنيموشپووي که نن نه وي نوسبابه خامخاپوليسو دغه کورونه ورانول خپل کلي کورته به لاړشو اوورانې ځمکې به له سره ابادکړو دلته هسې هم چندان دانسانانوزنده ګي نه لرو بس يوازې ژوندي پاتې يو اودجګرووېره راسره نه شته .
      مورمې سوړاوسېلى وکړاوماته يي وکتل
 سړيه ددوى تاليم ماليم به څنګه کېږي خدا ى خبر هلته به وشي اوکنه ؟ هسې زماغوندې بې سواده پاتې نه شي
 موربه مې پلارته سړى ويلو اوډېرځله به ماته پدې خندا راغله خونن خندامندانه وه زه هم وېرې اوذهني کشمکشونولاندې کړى وم .
  پلارمې دورته ډډ ه ووهله اودتيلي څراغ په رڼاکې يي ماته وکتل :
 بچيه !اوس په ښه بدپوهېږې دومره څه دې زده کړې چې يومامورميت وکړى شې
سباته چې لاړې دمکتب نه دې کاروبارخلاص کړه نورنو بايدپه يوه بله تمه پاتې نه شوڅومره زرچې داوطن پرېږدو ښه به وي
  پلارمې ستړى وواودمورمې هسې فکرخراب وو زه هم دې فکرونو په مخه کړى وم  چې څنګه به هغه ټاټوبى  هېرکړم چې خاپوړي مې په کې کړې دي همزولي اوملګري په کې لرم په خاوروکې مې يي لوبې کړې ښوونځى مې په کې لوستى دا راته ترټولو سخته خبره وه چې دومره زر هر څه هېر کړم خو د دې سره سره دښارپه کوڅواوښوونځيوکې خلکودمهاجرمهاجراوبې وطنه نارې راپسې وهلې اوځان راته ددې ټولوسره سره نااشناښکارېده
 په همدې فکرونواوديوه ناليدلي کلي په لوردستومانه سفر خيالونو دخوب څپه راباندې راوسته اوپه پردي هېوادکې دخپل اولس کلن ژوند ټول يادونه زماپه ذهن کې دفلم  دصحنې په څېروګرځېدل
                                  ٭٭٭
        سهاروختي له چاى خوړلو وړاندې دښوونځي په لوري لاړم دکان ته په رسېدو مې پلارراباندې غږ کړ
  والکه ! نن دې ټول کارونه خلاص کړه چې دکورپنډ ې تړو نورنوهغه هم ددکان په کارون مصروف شو اوزه دښوونځي په لورپه نهيلي زړه روان شوم  دښوونځي له دروازې نه وم ننوتلى چې دپوليسو ګاډى ودرېده اوراضيه ترې راښکته شوه هغه زماټولګيواله وه پلاريې دپوليسوغټ افسر وو راضيه به دڅوارلسو پنځلسوکالو وه خو ماغوندې هلکان ورسر ه دماشومانوغوندې ښکارېدل هغه هم ښکلې وه اوهم يي په درس کې په ټول صنف کې سيال نه وو
 که څه هم زموږ ښوونځى دډېروشتمنو کسانولپاره نه وو خوپلاريې ددې لپاره دلته راوستې وه چې يوورته ښوونځى نږدې وو اوبل داچې په ښو نومرو فارغه شي
  راضيي په تېروڅوکلونوکې زماسره ډېر بدچلند کاوه مهاجر اوغبي به يې بللم که هغه مې دزړه نه نه خوښېدى نه کله به مې يې هم داکنځلې اوله سپکاوي ډک الفاظ نه وو زغملي خو ښکلايی زه په هرڅه ړوندکړى وم  همدغه ويرې چې بيابه راته ښکنځل وکړي زماله لپاره دهغې دمينې اظهارګران   کړى وو
 زماليدويوه شېبه تم شوه اوله مسخرواوټوکو په ډکه لهجه يي راباندې غږ کړ
        مهاجره !چې په کورکې مو چاى ماى نه پيداکېږي چې دومره وختي راغلې  .......نه جي غلطه شوم  پروپيسران خوتل خپلودند و ته وختي حاضري ورکوي هسې نه چې کومه زمه واري ورباندې راشي که سنګه ؟
 زمازړه له درده وپړسېده په سترګوکې مې اوښکې راډنډشوې اوځان راته ديوه بې ضرورته انسان په څېرښکاره شو نورنه هغه ماته يوه ښکلې نجلۍ نه ښکارېده هغې په تېر وڅوکلونوکې هر ساعت ما او يو څو نورو مهاجروته دخپلوملګروپه بدرګه داډول خبرې کولې خوموږ به په عاحزۍ په غوږونوکې مالوچ منډلي وواوپه يوه پردي هېوادکې مودخپلې بې وسۍ ننداره کوله  زمادنورومهاجروملګروکډې چې لاړې بيانوز ه دهغوى لپاره دساعتېرۍ يوه ښه لوبه وم
   په ژړغوني اوله تاثره په ډک اوازمې ورباندې غږ کړ
   راضې نورنو بس دې سبا که نه وي نو بل سبا ستاسې له ملکه دتل لپاره ځم داښوونځى به يوازې تاته پرېږدم يوازې نن ورځ اجازه راکړه چې خپل اسناد له ادارې څخه ترلاسه کړم
  دراضيي په رنګ کې ناڅاپي بدلون راغى ځاى په ځاى حيرانه پاتې ودرېده خوزه مخامخ ادارې ته لاړم خپله عريضه مې ورکړه اوپه انتظارکښناستم دادارې له لويي کړکۍ ته مې کتل چې ټول زده کوونکي له لين وروسته ټولګيوته روان شول خوراضيه وړاندې ادارې ته مخامخ تر ونې لاندې حيرانه ولاړه وه اوله سترګويي مړې اوښکې روانې وې په څوساعتونوکې کارخلاص شو له مديرصيب اونوروښوونکو سره مې خداى پاماني وکړه مخامخ خپل ټولګي ته دخدا ى پامانۍ لپاره روان شوم خوراضيه لاهم دښوونځي په انګړکې ترونې لاندې ولاړه وه اوزه يې دسترګوله کونجونو څارلم کله چې ټولګي ته ننوتم داهم راپسې راغله له ښوونکي اوټولوټولګيوالو سره مې مخه ښه وکړه راضيه هم په خپله څوکۍ ناسته وه دښوونکي په ځاى يې له حسرته ډکې سترګې په ماکې خښې کړې وې
  کله چې له ټولګي وتم نودټولو په سترګوکې  حتې دهغوهم چې زه يي مهاجراوبې وطنه بللم  اوښکې وځلېدې له وره مې چې دباندې قدم کېښود بې اختياره مې دراضې غږ غوږونو  ته ورسېد
    حميد جانه ! کډه موڅه وخت ځي ؟
 داغږ دومره بې اختياره دهغې له خولې ووت چې نه يوازې مابلکه ټولو ناستو زده کوونکو په حيرانۍ سترګې ورواړولې دراضيې په څيره کې دپرېشانۍ اواضطر اب نښې له ورايه څرګندې وې بله داچې دالومړى ځل ووچې مايي له خولې نه په دومره نازدمهاجريا بې وطنه په ځاى خپل نوم اورېده ځان مې ناګاره کړ اوپه خپله مخه روان شوم
 دويمه ورځ سهارمهال زموږ کډې په يوډول بهرنيو لاريوکې چې ټولې په يورنګ وې اوپه ترپالونويې سرې ټاپې پرې لګېدلې وې بارشوې اودپوليسودګواښ سره سم بلډوزرونه راورسېدل دکمپ له دروازې چې وتم دلارۍ له پاسه مې راوکتل لاندې راضيه په دروازه کې ولاړه وه دپلاستيکي ګلونو اوڅونورې کڅوړې يې په لاس کې وې اوپه حسرت  نيولې څېره يې له ساتونکو کمپ ته ددننوتلواجازه غوښته خوزموږ دکډې لارۍ په ډير ه بيړه روانه شوه دلومړي ځل لپاره مې حس کړه چې هغې نورداهېرکړي چې زه يو مهاجراوبې وطنه يم
 
                                       ١٨\\٢\\١٣٨٨
                                 ننګرهارپوهنتون