
یو تلوسه لرونکی شخص د دننه یا د باندینۍ هیلې لرونکی وي چې ده ته قوت او انرژې ورکوي. هغه په ژوند کې په خپل معمولي حالت قناعت نه کوي. خو یوازې هیله لرل او کول بس نه دي. هیله لرل او کول ډېر اسانه دي. خو هغه څه چې حساب پرې کیږي کار کول دي. د یو تلوسه لرونکي یا هڅاند او یو غیر فعال انسان تر منځ توپير ډېر اسان دی. تلوسه لرونکی انسان تدبیر لرونکی وي او پرلپسې د فرصتونو میندلو په هڅه کې وي او لټه یې کوي. خو یو غیر فعال انسان د ستونزې سره تر مخکېدو وروسته بیا غبرګون ښيي.
تلوسه لرونکی او هڅاند شخص همیشه د هدف او کړنلارې څښتن وي [پلان جوړونه کوي]
څوک چې په خپل ژوند کې کړنلاره ونه لري، په ورخطایئ او بې وسئ اخته کیږي. انسان له کړنلارې پرته نه وده کولی شي او نه ثمر ته رسیدلی شي.
نو زموږ اکثر ځوانان غیر فعال دي ځکه له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.
نو د دې ټولنې هر وګړي څخه مې هیله ده چې ځانونه د فعالو په کتار کې شامل کړي. نه به بیا بې وسې وي او نه به ورخطایي، نو اړینه ده چې فعال ووسو. او همیشه ځان ته د مبارز خطاب وکړو د عمل سره، ناامیده کیدل زموږ ژوند له خطر سره مخکې کوي مونږ له پرمختګ او ودې څخه منع کوي. فعال هغه ده چې له ټولو خنډونو او ستونزو سره په کلکه مبارزه وکړي او تسلیم نشي.
که غواړۍ چې همیش وجداناً ارامه او د ژوند په ټولو چارو کې سر لوړی او کامیابه اوسئ نو همیش هڅاند او تلوسه لرونکې اوسئ.
اوس زموږ ګران هیواد افغانستان حقیقي مبارزینو ته سخت ضرورت لري، چې ده څوک دي؟ دا د ټولنو تکړه فعال اشخاص دي.
تلوسه پیدا کول او هڅه په غرور لاسه ته نه راځي ده لکه چې مخکې مې وویل یوې کلکې مبارزې ته ضرورت ده.
راځۍ په یوه آواز غږ کوو چې مونږ ټول فعالان یو.
#بازمحمد_منګل