عادلانه جګړې په یهودیت کې:

 
محمدانور(آڅړ)
۲۵/۱۱/۱۳۹۴،ه، ش
عادلانه جګړه:دویم څپرکی؛ لُمړۍ برخه (عادلانه جګړې په یهودیت کې)
ښاغلو او آغلو لوستونکو! مخکې له دې چې د یهودو پر دیني ګروهو، جګړو او نورو برخو باندې رڼا واچول شي باید ښکاره کړو چې، موږ له یهودو سره هېڅ ډول تعصب او کینه نه لرو ځکه چې موږ ته  اسلامي شرعیت او د پښتونولۍ قانون اجازه نه راکوي چې د انسانانو سره د دوي د ګروهو له امله تعصب ولرو، خو هغه ګروهي چې دوی یې د غېر یهودو پر وړاندې عملي کوي د یادولو دي چې باید موږ ټول پرې وپوهیږو ځکه چې د دوی کړنې د انسانیت پر خلاف دي نو باید چې مخه یې ونیول شوی، له بل پلوه په یهودو کې داسې کسان هم شته چې په خپلو تحریف شویو کتابونو باندې عمل نه کوي پوهیږي چې د دوی په اړول شویو کتابونو کې داسې مسایل لیکل شوي دي چې د خدای تعالَی له احکامو او د انسانانو له کړنو سره سمون نه لري. په دې لیکنه کې چې موږ د یهودو پر دیني کتابونو او کړنو باندې خبرې کوو، د یهودو د دیني کتابونو پر استناد باندې چې دوی پخپله لیکلي دي غږیږو، موږ خدای مه کړه د ریښتني خدای(الله تعالَی) او د ده د پېغمبرانو او نبیانو سپکاوی نه کوو ځکه چې موږ ته قرآن کریم لارښوونه کړي ده چې د انبیاؤ بې عزتي ونه کړو؛ یهودو د خپل ځانګړي خدای(یهوه) او د خپلو انبیاؤ او خپل قوم بې عزتي پخپله کړي ده چې په راروانو لیکنو کې به یې ولولئ. په دې لیکنه کې چې کوم معلومات وړاندې کیږي د قرآن کریم پر بنسټ مو نه دي لیکلي، کله چې د بني اسرایلو په اړه  د قرآن حکیم پر بنسټ معلومات لیکو نو هغه به کټ مټ د اسلامي شرعیت له آدابو او اخلاقو سره سم لیکل کیږي، نو هغه کسان چې د څېړنې او ادینانو په تړاؤ لږه پوهه لري پوهوو چې د یهودو په اړه موږ له ځانه څه نه وایو څه چې لیکو د دوی د دینې کتابونو څخه یې رانقلوو. عادلانه جګړې په یهودیت کې:دیهودو دیني پوهان (خاخامان) په دې ګروهه دي چې د یهودو په دین کې درې ډوله مشروع جګړې موجودې دي او د دغو درو ډولو جګړو د مشروعیت لپاره یې بېلابېل دیني دلایل وړاندې کړي دي.  الف ـ (ملحِمت حُوا) واجبې جګړې: هغه جګړې چې د یهوه خدای په امر ترسره کیږي، لکه د کنعان(عرض موعود) جګړه.
ب ـ (ملحمت میصوا) دفاعي جګړې: کله چې یهودیان تر برید لاندې راشي له ځان څخه دفاع کول اړینه ده.
ج ـ (ملحمت رشوت) اختیاري جګړې: دا ډول جګړه د حکومت لخوا د ځمکو د نیولو او پراخولو په لپاره تر سره کیږي. http://www.irip.ir/Home/Single/5073)مبانی مشروعیت جنگ در یهودیت،"ملحمت میصوا" و"ملحمت رشوت"محمدرضا برته)
 د یهودو دیني پوهان پورته درې ډوله جګړې عادلانه بولي چې د یهودو درې واړه جګړې په لاندې توګه تشریح کیږي:
(۱) (ملحِمت حُوا) یا واجبي جګړې دا ډول جګړې داسې جګړې دي چې د دوی د ځانګړي خدای (یهوه) لخوا او د یهوه په امر تر سره کیږي چې سرتر پایه ترورستي جګړې ورته ویلی شو. د تورات د تثنیه په کتاب کې اسرایلو ته د خپل ځانګړي خدای یهوه لخوا داسې امر شوی دی:«هغه ښارونه چې د موعودې ځمکې په دننه کې(پراته) دي هېڅوک باید ژوندې پرې نږدئ. هر ژوندی موجود له منځه یوسئ. حیتیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان ټول(قومونه) له منځه یوسئ. دا حکم ستاسو خدای یهوه درکړی دی. (تثنیه: ۲۰/ ۱۶- ۱۸)
دا شان بل ځای راغلي دی: وروسته له هغې چې بني اسرایل له مصر څخه ووتل، موسَی د اسرایلو قوم ته وویل: وسله وال شئ تر څو له مدیانیانو څخه د خدای یهوه غچ واخلئ... د مدیانیانو ټول سړي په جګړه کې ووژل شول، د مدیان پنځه پاچاهان هر یو اَوی، صور، حور او رابع د وژل شویو په منځ کې وو. بلعام د بعور زوی هم ووژل شو. په هغه وخت کې د اسرایلو سرتېرو ټولې ښځې او ماشومان اسیر ونیول، رمې، ګلې او کالي یې لوټ کړل او بیا یې د مدیان ټول ښارونه، کلي او کلاګانې وسوزول... خو موسَی د سرتېرو پر قوماندانانو باندې په قهر شو، له هغو څخه یې وپوښتل«ولې مو ښځې ژوندې پریښودلي دي؟... نو ټول ماشومان او میړوښې ښځې ووژنئ. یوازې  پېغلې جلکۍ د ځانونو لپاره ژوندۍ پریږدئ.(اعداد:۳۱/ ۳،تر ۱۸)
د اسرایلو یوه بل مشر یوشع د اریحا ښار د نیولو په وخت کې خپلو کسانو ته وویل:«په لوړ آواز سره نارې ووهئ ځکه چې خدای یهوه موږ ته ښار راتسلیم کړی دی، دغه ښار او هر څه چې په کې دي حرام دي نو دغه ښار په بشپره توګه له منځه یوسئ، یوازې راحاب(نومي) فاحشه او هغه کسان چې د هغې په کور کې یې پناه اخیستي ده ژوندي پریږدئ، ځکه چې هغې زموږ جاسوسان ساتلي وو، متوجه اوسئ چې کوم څیز په غنیمت وانخلئ ځکه چې هر څه حرام دي... خو سره او سپین زر، مسي لوښي او اوسپنه د یهوه خدای دي او د ده خزانې ته دې راوړل شي... هر څه چې په ښار کې وو له منځه یې یوړل ښځې، سړي، ځوانان او بوډاګان، غواګانې، مېږې او خرونه یې له تورې تېر کړل. (یوشع: ۶/۱۶تر۲۱)
 
(۲) (ملحمت میصوا) یا دفاعي جګړه: په اسرایلو کې دفاعې جګړې کومه مانا نه لري ځکه چې اسرایل د نورو خلکو د ځمکو غاصبین او یرغلګر دي د دوی دفاع د آزادۍ غوښتونکو پر وړاندې پخپله تېری او ترهګريزې جګړې دي؛ د یهودو دفاعي جګړه یوازې د موسوي شریعت څخه ډېر کلونه وړاندې د ابراهیم او لوط(ع) په پېښه پورې تړاؤ لري داسې چې وایي:«... بریالیو پاچاهانو د سدوم او عمورې ښارونه لوټ کړل... دوی لوط د ابرام(ابرهیم) وراره چې په سدوم کې اوسیده د خپل ټول مال سره یې له ځان سره بوتلو. یو تن چې د دښمن له منګلو څخه تښتیدلی ؤ، دا خبر یې عبراني ابرام ته ورسولو... دا چې ابرام د خپل وراره لوط له نیولو څخه خبر شو،(۳۱۸) روزل شوي کسان یې چمتو کړل او د دښمن عسکر یې د دان(ترسیمې) پورې تعقیب کړل... په دښمن یې برید وکړ او هغوی یې خواره واره کړل... ابرام خپل وراره لوط او اسیرې شوي ښځې او سړي سره د خپلو مالونو بېرته تر لاسه کړل. (پیدایښت: ۱۴/۱۱، ۱۶)
 (۳) (ملحمت رشوت) یا اختیاري جګړې: دا ډول جګړې د ګاونډیانو د ځمکو د نیولو لپاره ترسره کیږي، چې په دې اړه د جګړې د قوانینو تر سرلیک لاندې د تورات په تثنیه کتاب کې داسې راغلي دي: «کله چې ښار ته ورنږدې کېږې تر څو د هغه(ښار له خلکو) سره جګړه وکړې، لُمړۍ د هغه ځای خلکو ته وخت ورکړئ(چې) ځانونه تسلیم کړي. که چېرې دوی د ښار دروازې ستاسو پر مخ پرانستلې (نو) ښار ته ننوځئ د هغه ځای خلک اسیر کړئ(او) خپل خدمت ته یې وګمارئ؛ خو که تسلیم نه شي، ښار محاصره کړئ. کله چې یهوه ستاسو خدای هغه ښار تاسو ته درکړي، ټول سړي یې له منځه یوسئ؛ مګر ښځې، ماشومان، غواګانې، مېږې او هر څه چې په ښار کې وي کولی شئ د ځان لپاره یې وساتې. ټول غنیمتونه چې له دښمن څخه یې لاس ته راوړئ ستاسو مال دی. هغه(مال) یهوه تاسو ته درکړی دی. دغه احکام یوازې د لرې پرتو ښارونو لپاره دي نه د هغو ښارونو لپاره چې په موعوده ځمکه کې پراته دي.»  (تثنیه: ۲۰/۱۰- ۱۵)
د یهودو په لیکنو کې د عادلانه جګړو احکام یوازې د بني اسرایلو لپاره لیکل شوي دي چې د دوی په منځ کې پلي کیږي او هغه احکام چې د یهودو په مذهبي کتابونو کې د ټولو انسانانو د نه وژلو لپاره راغلي دي په هغو باندې عمل نه کوي، لکه چې د تورات د پیدایښت کتاب په ۹/ باب،۶/ ایت کې وایي:«د انسان وژل جایز نه دي، ځکه چې انسان د خدای شبیه جوړ(خلق) شوی دی. هر ځناور چې انسان ووژني باید«هغه ځناور» ووژل شي. هر انسان چې بل انسان ووژني، باید د انسان پر لاس باندې ووژل شي.»
(بله برخه بیا خپریږي.)