طلوع نيوز ته سپينه خبره

 
   طلوع نيوز؛ چې تلیي تر ملي ګټو د شمالي ټلوالې، جمعيت او هزاره قوم ګټې ډېرې مهمې بللې او د خپلو نشراتو له پيل نه تر ننه يې د پښتنو د ځپلو او دهغوى پر غږ غلي کولو کې له هېڅ ډول هڅې او پروګرام درېغ نه دى کړى، ځينې سست مزاجه پښتانه يې هم په ننګه دي او دې  نا خپلواکې او غير ملي رسنۍ ته د افغانستان غږ وايي.
  د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرمهال مې ياد شي چې نوموړي پاکستان ته سفر درلود، هلته ورسره د ګڼو خصوصي ټلويزيونونو خبريالان هم تللي وو، خو په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د خبري کنفرانس پرمهال نوموړي د طلوع مايک ته په اشارې سره وويل چې دا د افغانستان( جيو) دى.
  شايد چې حامد کرزي به دا هير کړي وو چې همدې جيو ستا قوم او قومي ارزښتونو ته څومره سپکاوى کړى، په شينوارو او ځدرانو قوم پسې يې څه ډول له سپکاوي ډګ راپورونه او اعلانونه خپاره کړل او د ځينې ويښو پښتنو مشرانو پر هڅو څنګه بېرته بښنې ته اړ شو.
څه موده وړاندې يې بيا هم يوه فاشيست او له خپل مسلک نه نا خبره خبريال چې د نوم له اخيستلو يې تېرېږم، د سرحدونو او قبايلو وزير ښاغلى ګلاب منګل د ډنډغوري د قومي مشرانو او منګل ترمنځ د سولې لپاره د شوي هوکړه ليک په اړه مېلمه کړى و.
لومړى خو دې ژوند پروګرام ته د ښاغلى منګل ورتګ او په جګه غاړه حاضرېدل، ددې مانا لري چې په اصطلاح د چا په اوړو کې شګه نه وي، دا کار کولى شي او د خپلې خبرې لپاره منطق او ځواب لري او پروګرام کې يې دا ثابته کړه.
ګلاب منګل د پروګرام په جريان کې چې چلوونکي يې په فارسي لهجه پوښتنې کولې، وياند ته په پښتو ژبه قناعت بښوونکي ځوابونه ورکړل او د ډنډغوري موضوع يې ورته په زور او زېر تشريح کړه، له خبريال نه چې وار پار خطا شو، نو شخصي مسايلو ته يې موخه کړه.
منګل صاحب ورته وويل: له بدغه مرغه چې ته په پښتو ژبه نه پوهېږي، نو څنګه به ددې هوکړه ليک پر محتوا او زما په خبرو پوه شې، دا خو لا پرېږده چې په دري هم خبرې نه کوې، فارسي دې روانه کړې او څو کلمې يې لکه(واژه)  هغه ته ورمخته کړې چې دا ټولې فارسي دي.
له دې خبرو سره د وياند رنګ نور هم خړ شو او کله يو ازاد او بې پرې کس هم خپرونه ليدلى وى، نو د خبريال ورخطايي، له تعصب، کرکې او مسلکي نړۍ نه لرې چلند به يې په اسانۍ درک کړى و، چې هغه ته څه ورکړل شوي او غواړي چې کومه مسئله څنګه مطرح کړي او د ښاغلي منګل پر شخصيت څنګه بريد وکړي.
په ننيو پښتنو چارواکو کې چې ډېرى يې د خپل مشر پرځاى له طلوع نه زيات وېرېږي او طلوع ته چاپلوسي يې عادت ګرځېدلې، فکر کوي چې طلوع د هغه د شخصيت په لوړولو، مطرح کولو او برعکس خرابولو او لرې کولو کې مهم رول لري.
  په دې پروګرام کې د ښاغلي ګلاب منګل سپينې خبرې او په خپله ژبه په نره ځواب ورکول، غټ جهاد دى، کله له نوموړي سره هم د ځينو نورو پر ځاى د خپل مقام او څوکۍ مينه وى، نو طلوع ته به يې سر ټيټ کړى و او په خپل لوېدلي قوم او ولس به يې پښه اېښې وه.
 نن چې په هېواد کې خصوصي رسنۍ له بل هر وخت زياتې شوې، نو ورسره ددې رسنيو پر وړاندې د خلکو درک او پوهه هم زياته شوې او د خپرونو پرمحتوا او ملي ګټو  ځينو ضد خپرونو يې ښه پوهېږي، ټلويزيونونه بايد د ډلو ډپلو، قومي تعصبونو او ګوندپالنې پر ځاى د ولس لمن ونيسي.
  خو که چېرته دا کار نه کوي او غواړي چې د هېواد يو قوم اوچت، سوله خوښى او بل ټيټ او جګړه مار وښيي، نو بيا د ګلاب منګل غوندې مشرانو په څېر ورته د سپينې خبرې نه کول به د پښتون حق پر وړاندې ستره جفا وي.
  مشران ښه متل کوي: يا مېړه شوه او يا د مېړه لمن ونيسه! شايد چې منګل صيب هم په ټولنيزو رسنيو کې د  عامو خلکو او پښتنو  ځوانانو لخوا افرين او ستاينې حس کړې وي چې له څه ريا او موخې پرته يې هغه ته افرين وويل او  نورو مشرانو ته يې هم د سپينې خبرې  کولو او حق ويلو سپارښتنه وکړه.