
د مقاومت کلمه له افغان جهاد وروسته د جميعت ګوند او شمالي ټلوالې لخوا د طالبانو د حکومت پر وړاندې د احمدشاه معسود او دهغه د پلوي قوماندانانو وسله والې مبارزې ته کارول کېږي چې ګڼي طالبان يې په يواځې ځان را وپرځول، خو ددې پرځولو په کارنامه که به د امريکايي ډالرو او بى ٥٢الوتکو د مېړانې هېرول هم ډېره بې انصافي وي.
په دې کې شک نشته چې طالبانو د خپل حکومت پرمهال د افغانستان نږدې ٩٠ سلنه خاوره نيولې وه او ددې رژيم دوام نه د افغانستان په ګټه وو او نه هم نړيوالو ته د منل وړ! نو اړينه وه چې له منځه يوړل شي او پر ځاى يې يو پراخ بنسټه او پر ټاکنو ولاړ حکومت رامنځته شي، خو د مرحوم احمدشاه مسعود پلويان او ورسره ځينې جهادي ګوندونه دې ته ځکه خوښ نه وو چې د دوى ونډه کمېدله.
دوى په تېرو ١٣ کلونو کې د مقاومت د بدل په نامه دومره امتيازات او ګټې تر لاسه کړې چې سارى يې په معاصر تاريخ کې هم نه موندل کېږي، دوى مرکزي هسته يوازې په کوچني پنجشير را څرخېدله.
د لوى کندهار او ننګرهار کدرونو او وړ کسانو ته که د ٣٠ يا ٤٠ شاوخوا رياستونه او غير موثرې ادارې په نظر کې نيول شوې وې، خو تر وروستيو څو کلونو پورې د شمېرو له مخې تر ٤٠٠ زيات دولتي رياستونه د پنجشير ولايت له اوسېدونکو سره وو.
د اهليت او وړتيا له مخې که د افغانستان ټولې څوکۍ هم څوک ګټي، نو څه بده او غير قانوني خبره به نه وي، په خدمت به يې حساب کېږي، خو کله چېرته نا اهله او يوه قوم او سيمې ته منسوب کسان په ادارو تپل کېږي، نو زيان يې ټول افغانستان او ټول خلک ګوري.
د مقاومت په نوم دا امتيازونه نن هم په حکومت کې د دواړو شريکو ډلو په منځ کې په يوه او بل نوم اخيستل کېږي، ځکه چې په دواړو ډلو کې د جمعيت ګوند او د شمال "مجاهدينو" پلويان ځاى پر ځاى شوي دي.
تر ټولو وروستۍ لوبه بيا اوس اوس "د مقاومت شوراګانو" په نوم پيلېدونکې ده. په ټوله کې له پښتون قوم نه خپلې وسلې به تېره لسيزه کې د ډي ډي ار او ډاياګ په نامه پاکې ټولې شوې، پښتون بې سولې شو، چې ښه خبره وه، خو بيا هم په دولت کې د حاکم يوه مشخص قوم لخوا په طالبي او جګړه مار قوم په نامه ياد شو او يادېږي.
بې وسلې کېدل يې ښه خبره وه، خو کاش چې دا کار په متوازن ډول شوى وى،، په پروان کې د قوماندان جان احمد ډيپو هم تشه شوى وى، له هغوى نه هم وسلې اخيستل شوې وى، چې له دې پرته يې بل هنر نه درلود او ځان يې په يوه ډول د پښتون دښمن په بڼه را څرګندولو.
په غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشرمحمد اشرف غني ستر سلاکار ښاغلى احمدضياء مسعود چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود ورور دى او يوه دوره د حامد کرزي لومړى مرستيال هم و، شمال ته سفرونه وکړل.
په کندوز کې يې يو ځل بيا خپلو پخوانيو مقاومتي پلويانو ته چې ګڼ يې اوس هم خپل سري وسله وال اوپرېمانه وسلې لري او تل شمال په ځانګړي ډول کندوز مېشتي پښتانه په يوه او بل نامه ځپلي او وژلي، وويل چې د تروريزم او ترهګرو پر وړاندې بايد د مقاومت شوراګانې رامنځته شي.
دده موخه دا وه چې له دولتي امنيتي ځواکونو پرته چې د امنيت ساتلو او جګړې رسمي او ملي مسووليت لري، د دوى پلويان هم د شوراګانو له لارې پوځي ځواک وکاروي او د خپلو وسلو پر کارولو هغوى وځپي چې له پخوا يې د سترګو اغزي وو.
ددې شوراګانو احتمالي غړو تر دې وړاندې په کندوز او بغلان کې د پښتون قوم د ځپلو او وژلو لپاره خپلې وسلې او ځواک پخوا هم ازمويلى دى، خو اوس چې د ښاغلي مسعود لخوا دا جواز هم ورکړل شي، نو بيا به نو دا سپين بازان د کوم قانون په جال کې راګير شي.!
اوس چې افغان امنيتي ځواکونه ورو ورو خپل ځواک ته رسېږي، نو د شمال ټلوالې ياغي سيمرغ بيا ناغيړۍ پيل کړې، فکر کوي چې د دوى واکونه محدودېږي، نو اړ دي چې هم شمال مېشتي افغان امنيتي ځواکونه په داسې کړنو کې ښکېل او بدنام کړي او هغه حکومت او مېشتو پښتنو ته خپل پوځي او مقاومتي زور او ځواک وښيي.
د مقاومت وسله والو شوراګانو جوړېدل، د خطر نوى زنګ دى، د پښتون قوم او شمال مېشتو پښتنو د ځپلو او رټلو لپاره د يوې نوې لوبې پيل دى، حکومت بايد په دې اړه خپل ملي مسووليت درک کړي، د پښتنو مدني فعالانو او ځوانانو غږ واوري او پرېنږدي چې د ملي امنيتي ځواکونو سره کوم موازي پوځي ځواک چې دي وه قوم او ډلې ګټې به ورته مهمې وي، فعاليت ته پرېږدي.