د ډنډغوري فرياد؛ چې بېرته خپ شو!

 
پښتانه چې په افغانستان کې اکثريت قوم دى، خو امتيازات او پاملرنه ورته د اکثريت قوم نه ده او هم اوس او هم پخوا له ګڼو محروميتونو سره مخ وو او دي.
 
په دې کې شک نشته چې شايد په دې برخه کې تر ډېره خپله پښتانه ملامت وي، خو لامل يې تر دې لوى دى او هغه دا چې حکومتونو پرې ځانونه واک ته رسولي او بيا يې دا قوم هير کړى او په لوى لاس يې جګړې او نورې بدبختۍ  پرې تپلې دي.
 
دا ستونزه د هېواد د نورو برخو په پرتله د هېواد په شمالي ولايتونو کې زياته ده او د هغه ولايتونو  په ځانګړي ډول د کندوز او بغلان له پښتنو سره د سيمه ييزو چارواکو، خپل سرو وسله والو او  وسله والو لخوا ناوړه چلند کېږي.
 
بغلان په ځانګړي ډول ددې ولايت ډنډغوري سيمه هم د بغلان ولايت يوه کرنيزه او سمسوره سيمه ده چې اکثره اوسېدونکي يې له نورو ولايتونو نه ورغلي او مېشت پښتانه دي، خو هغوى دومره بې وسه او ځپل شوي چې خپل سرو وسله والو او  ځينو مغرضه ځايي چارواکو ترې د خپلو شتو او کروندو واک هم اخيستى دى، سرو مال او عزت يې خوندي نه دى.
 
د ډنډغوري ځايي اوسېدونکي وايي چې يو کال يې هم له خپلو کروندو نه پوره حاصل نه دى اخيستى، ځکه چې کله په دوبي کې د حاصل اخيستلو وخت راشي، نو مصنوعي وسله وال مخالفين او سيمه ييز خپل سري وسله وال او زور واکي يې د ملخو په څېر په کروندو ورماتېږي، جګړه جوړوي او د دوى د کال خواري خپل جيب ته کوي.
 
د دوى چيغې تر ننه چا وانه ورېدې، مدنې ټولنو او تش په نامه د بشري حقونو ادارو يې غږ پورته نه کړ. پښتانه محافظه کار سياستوال  او چارواکي خو پر ځاى پرېږده.
 
د هېواد فعال او منلى سياسي شخصيت او د سرحدونو او قبايلو چارو اوسني وزير محمدګلاب منګل دې وضعيت او خپل ملي مسووليت ته په پام سره داسې يو کار وکړ چې هم د ځايي خلکو او هم د سيمه ييزو زورواکو په ګټه و او په ټوله کې په دې ولايت کې د سولې او امن لپاره يو غوره اقدام و.
 
څو میاشتې وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د بغلان ډنډغوري سیمې ته لاړ او هلته یې د سیمی د اوسیدونکو او دولتي چارواکو ترمنځ د داسې یوه تفاهم لپاره لاره هواره کړه چې پر بنسټ به يې په سیمه کې ور سره امنیت ډاډمن شي.
 
په هغه هوکړه لیک کې راغلي وو چې دولتي ځواکونه به په سیمه کې عملیات نه کوي او وسلوال مخالفین به له دې سیمې وځي. خپله ښاغلي منګل په هرات کې رسنیو ته ویلي چې دا هوکړه لیک په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لامل شوی و او څومره چې ځايي خلکو ويلي، رښتيا هم هلته د منګل صيب په هڅو سوله راغله.
 
  خو د کابل ځينو چارواکو په ځانګړي ډول پښتنو ضد چارواکو، د شمالي وکيلانو او تبعيض پاروونکي تلويزيون(طلوع نيوز) ددې پر ځاى چې د ګلاب منګل ددې ښه کار ستاينه کړې وى، دهغه تخريب او ځپلو ته يې مخه کړه چې له نېکه مرغه ښاغلي منګل پر خپل منطق او استدلال نه يواځې چې دهغوى ځواب وويل، بلکې له خپل کار يې په نره دفاع هم وکړه.
 
  دا چې وروسته څه وشول، څه نه؟ هغه بېله خبره ده، خو منګل صاحب د يوه ملي مشر او مسوول په توګه  خپل مسووليت تر سره کړ، پښتنو ته يې وښوده چې د هغوى هويت او ګټې د ملي ګټو مهمه برخه بولي او د تر لاسه کولو لپاره يې د څوکۍ او مقام پروا هم نه لري.
 
     ددې پر ځاى چې مدني ټولنو او پښتنو مشرانو په رېښتني ډول خپل مسووليت او قومي تعهد پر ځاى کړى وى، په شمال کې يې د ځپلو او محرومو پښتنو د حق تر لاسه کولو او غږ اوچتولو لپاره دا يوه بهانه ګڼلى وى، منګل صاحب يې په مډالونو نمانځلى او تر شا يې دردېدلي وى، د پښتون قوم او منګل ضد مغرضه ډلو او عناصرو سره ودرېدل او خپله کمزوري او غلامي يې ثابته کړه.
 
   نن که د ډنډ غوري فرياد غلى او خپ کېږي، که د شمال پرته د هېواد په نورو برخو کې د پښتون قوم حقونه پر لوى لاس تر پښو لاندې کېږي، نو لامل به يې پر څوکۍ اوپيسو مين تش په نامه پښتانه مشران او سياستوال وي، خو د ګلاب منګل په څېر مشران به د خپلو زړورو اتلانو په توګه ستايي او د تاريخ په تله کې به يې مقام او موقف تر بل هر مشر اوچت وي.
 
  په اوسني حکومت کې د نورو قومونو شامل مشران او مخور، د خپل قوم د حقونو او امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره نه يواځې چې شپه ورځ په پټه او ښکاره منډې ترړې وهې، بلکې پر حکومت يې هم تل فشار راوړى، خپل سپک يې په درانه کړي او درانه يې اسمان ته خېژولي، ډېر ځله يې لږکيو ته د اکثريت حقونه اخيستې، خو کاش چې د ګلاب منګل په څېر څو نورو مشرانو هم د تاريخ دا حساسيت درک کړى او د هغه تر څنګ درېدلي وى.
که د ګلاب منګل او قومي مشرانو تر منځ د هغه هوکړه ليک پر سوله اييز ارزښت او درنښت ته هغه مهال درناوى شوى وى، د شمال ځينو متعصبو مشرانو او پارلماني غړو د منګل صيب موخه در کړې وى، نن به کابل په تيارو کې نه و ډوب، نن به هلته د برېښنا پايې نه چپه کېدې او برېښنا شرکت به هره شپه په لسګونه زره لېټره تېل پر جنراتوري برېښنا نه لګول.