بېرته د ډبرو توږلو دورې ته

 
که څه هم رښتیا ویل په ځېنو ښه نه لګي، خو پکار ده چې ښه ته ښه او بد ته بد وویل شي. باید ومنو چې د جهاد له برکته د ژوند په هره ساحه کې بدلون راغلی، بدلون هرچېرې او په هر څه کې، خومنفي بدلون او په شاتګ. که له کنډ کپر سرکونو، په بمونو آلوزول شویو پلونو، لارو او ګودرونو ور تیر شو او ورانو ویجاړو کلیو او ښارونو ته لږ سر ور ښکاره کړو،.. نو د ډبرو توږلو د دورې له نښو او نښانو پرته به داسې کسان پکې وموندو چې له پخوانيو خلکوسره سخت توپیر لري. آی اېس آی او نورو خارجي استخباراتي دستګاؤ د جهادي ملایانو په مرسته دومره خواري او زیار پرې اېستلی او ماغزه یې داسې ور پرېمینځلي چې ورته هک او حیران به شې.
له هغه زړه ور، بشاش او له ژونده ډک کلیوال نه یې داسې سړی جوړ کړی چې هیڅ د دې دنیا په غم کې ندی، شپه او ورځ آخرت ته کولمې خوري. پخوانیو ملایانو به ویل چې پر مسلمانانو د دوزخ اور حرام دی، خو د اوسنيو وهابي او سلفي ملایانو له خولې هیڅکله هم داسې یو څه نه اوریدل کیږي، بس تل د جهاد په ک...نه پسې شله دي او د جهاد، جهاد بابو لالې په کراتو مراتو ورته تکراروي...لکه ماشوم ته چې مور په زانګو کې هره ورځ للو للو زمزمه کوي. جهاد جهاد جهاد...هغه هم د خپل هېواد، خپل حکومت او خپلې اوردو پر ضد...آیا څلوېښت کاله جهاد بس نه ؤ؟..اوس دا هم وایي چې تر څو چې دا جهان وي، جهاد به کوو او ټوله دنیا به مسلمانوو او آمریکا به نیسو،...سړی هک پک شي چې د دې کټه سري او ړانده جهادي شیطان خبرو ته وخاندي او که ورته وژاړي؟.. دا د ترقۍ او آزادۍ دښمن بېرته د ډبرو د توږلو او لومړني کمون پر لور پرشا روان دی، خو خوبونه د آمریکا د نیولو ویني.  
- کټه سریه، له هرو پنځو ځانمرګو نه دې یو پخپلو بمونو آلوزي،....هههههه. دا ستا تخنیک دی. ته چې د خلکو لورګانې او زامن مکتب ته نه پرېږدې، نو دومره علم او تخنیک به له کومه کړې چې آمریکا پرې ونیسې؟ آیا په چوفونو او دمونو یې نیسې او که په کوډو او تعویذونو؟.. ته له یوه سینده نشې پورې وتلی، نو له دومره لوی اوقیانوس نه به څنګه تېرېږې؟..  
لنډه دا چې له پل خیشتي جوماته نیولې تر کلیو او بانډو جهادي ملایان لګیا دي او په ډاګه د حکومت پر ضد د جهاد تبلیغ کوي، په غازي آمان الله خان د کفر ټاپې لګوي،...په مدرسو کې ځانمرګي ورته روزي،..جنګسالاران او مافیا سالاران مخامخ ښکنځل ورته کوي،... د نظار شورأ جهادي جنرالان او قوماندانان یې پدې ساړه ژمي کې په پښتنون وژنې، جینوسایډ « توکم وژنې» او طالب جوړونې بوخت دي، خو زمونږ د جان کيري د دوه سري حکومت مشران ورته خوښ دي چې امنیت به راولي. یا پروردګاره خیر!