
د افغانانو سختي:
په آهنګرۍ کې يې د پلک درنو ګوزارونو ته په سوچ وړي انداز کتل چې سره کړې اوسپنه به له هر ګوزار سره په بیلابیلو لورو خپره شوه او هغه په کاملاً مختلفو لورو د افغانانو په اوسپنیز تګ فکر کاوه...
ذهنیت:
دوه ځوانان د کلیسا په مخ کې ولاړ وو، یوه دا بل ته وویل: کیدای شي چې د دعا پر مهال سګریټ هم وڅکوم؟ هغه وویل ورشه له کشیش نه پوښتنه وکړه؛ هغه هم ورغی او له سلام وروسته یې پوښتنه وکړه: آیا کیدای شي چې زه د دعا پر مهال سګریټ هم وڅکوم؟ کشیش ځواب ورکړ: نه ځویه دا مذهب ته توهین دی. ځوان بیرته له کلیسا راووت او ملګري ته یې کیسه وکړه، ملګري ورته وویل خپه کیږه مه ستونزه ستا په سوال کې ده صبر زه پوښتنه وکړم؛ ورغی او پوښتنه یې داسې وکړه: کيدای شي چې د سګریټ څکولو پر مهال هم دعا وکړم؟ کشیش ځواب ورکړ: بلکل کیدای شي!...
(ژباړه او لنډون)
خوشبختي د بل په خوشبختۍ کې:
ویل یې هر یو به په خپله لاره ځو او خپل کار به کوو، ته هم دعا او هڅه کوه او زه به هم دعا او هڅه کوم وګورو چې د چا دعا ژر قبلیږي او ژر خپلو غوښتنو ته رسیږي، د لومړي کس ټولې غوښتنې پوره شوې او هومره مغرور شوی وو چې له ملګري يې پوښتنه ونکړه چې ولې يې غوښتنې قبولې نشوې؟ خو حقیقت دا وو چې د دوهم ملګري ټولې دعاګانې او هڅې دا وې چې د ملګري دعاګانې یې قبولې او غوښتنې يې پوره شي چې همداسې وشول...
بدنیتي:
هغه کسان چې یواځې د ځان په اړه فکر کوي داسې مثال لري لکه د یوه ډک دسترخوان پر سر ناست داسې کسان چې اوږدې قاشقې يې په وچ او نه قات کیدونکي لاس کې وي چې اوږده او وچ لاس یې خپلې خولې ته نه را کږیږي خو د دې پر ځای د خپل مقابل لوري خولې ته ډکه قاشقه ور پورته کولای شي چې نه یې کوي...
(...)
دوه مذهبي راهبان د سفر پر مهال یوه سیند ته ورسیدل، د سیند په غاړه یوه ښکلې نجلۍ وه چې له اوبو نشوای پورې وتلای، یوه راهب هغه په غیږ کې واخیسته او له اوبو یې پورې ایسته او دواړه راهبان لاړل او خپل اصلي مقصود ته ورسیدل، څو وخت وروسته یوه راهب هغه بل ته وویل: پردیو ښځو ته نږدې کېدل ګناه ده خو تا هغه ورځ هغه نجلۍ په غیږ کې واخیسته؛ لومړي راهب په آرامۍ ځواب ورکړ: ما له هغې نجلۍ سره مرسته وکړه له اوبو مې پورې ایسته او همالته مې خوشې کړه خو ته تر اوسه پورې ورپورې نښتی یې...
(طرحه د یوه بل لیکوال)