#يو_کیږو_ګني_ورکیږو


د پاچا خان سیاسي، ټولنيز او اقتصادي مکتب (ایډیالوژي) په پورتني عنوان باندې اندېښنې او حل لارې په ګوته کوي.
یو کیږو ګني ورکیږو په څه مانا؟
له مشرانو راپاتې او ازمیښت شوی متل دی چې: (یووالی قوت دی. او یا قوت په یووالي کې دی.) تاريخ دا خبره او حقیقت په ثبوت رسولی دی چې، هغه ملتونه او ملیتونه چې یو ندي پاتې شوي، په اسانۍ سره د دښمن د تجزبې او وېش ښکار شوي دي. 
مخکې له دې چې په اصلي موضوع پاتې شم، غواړم دا پوښتنه ځواب کړم چې ولې، د یو ملت یا ملیت دښمن نوموړی ملت یا ملیت وېشي؟
د یادشوي پوښتنې په ځواب کې دوه موخې او علتونه شتون لري.
١- کله چې یو واحد ملت یا ملیت وېشل کیږي، طبعا ورسره یو واحد قوت وېشل کيږي. 
٢- له وېش ورسته تجزیه کوونکی بهرنی عامل د دواړو ملتونو یا ملیتونه ترمنځ د نفاق تخم شيندي. هغوی په خپل منځني ستونزو کې بند ساتي او دښمن په اسانۍ سره خپلو موخو ته رسيږي.
د پاچا خان سیاسي مکتب لسیزې وړاندې افغان ملت ته دغه اصل(یو کیږو ګني ورکیږو) په ګوته کړی دی. 
که چیرې سره یو نشو نو په سیاسي، ټولنيز، علمي، کلتوري او ختا په فزیکي ډول ورکیږو. 
لکه څنګه مې چې وړاندې یادونه وکړه چې، دښمن په دوو لارو سره ملت یا ملیت وژني. چې په وېش سره واحد قوت کمزوری او بیا يې په خپل منځ کې سره وجنګوي.
نن ورځ افغان ملت د ورکیدو تر پولې رارسېدلی دی. بېلګې يې په لاندې ډول:
- نه امني او جګړه:
په اوسنۍ ٢١ پیړۍ کې، جګړه که هغه  تپل شوي او یا د اختلافاتو  جګړه وي، کولای شي چې یو ملت یا ملیت د ښوونې، پرمختګ، رغونې، سیالۍ او اقتصادي ډګرونو څخه لرې وساتي. د هیواد په زیاتره سیمو کې اوسنۍ جګړه چې تر هر عنوان لاندې روانه ده، په افغان ملت يې په پورته ډګرونو  کې کلکې منفي اغیزې کړي. جګړه یوه داسې څه ندی چې حل لاره نه لري او یا په سوله نه بدلیږي. خو په سوله بدلېدل يې یووالي ته اړتیا لري. او د پاچا خان سیاسي مکتب له اوله په یووالي ټینګار کړی. چې د جګړې رنګ په سوله بدلوي.
-  تعصب او ملیت پلنه:
کله چې واحد ملت، له ملت څخه ملیت او قوم غوره وګني، او ځانونه په ډلو ويشي. هره ډله د خپل ځانګړي قوم، نژاد، ژبې، کلتور ... څخه د ملاتړ، مینې، چوپړ او پرمختګ په نوم د بل ملیت په وړاندې د تعصب سنګر نيسي. نو یادې تعصبې کړنې ملت او ملیتونه ټول له منځه وړي. 
د پاچا خان سیاسي مکتب هر ډول تعصب ته  (نه) وايي او د تعصب ورستۍ پایله ورکیدل اټکل کوي.
- چوپتيا او ځان بې مسوولیته ګنل:
د یو ملت یا قوم د ورکېدو یو بل سبب چوپ او بې مسولیته پاتې کېدل دي. کله چې هر ډول دسیسې، ظلم، استعمار، وژنه او لاس وهنه ګورو خو پر وړاندې يې چوپ او بې مسوولیته فکر کوو نو دښمن له اکثريت خاموش ملت څخه په اسانۍ سره خپلواکي او هویت اخلي او ملت یا ملیت له منځه  وړي. نو د ملت یا ملیت د ژوندی پاتې کیدو لپاره اړینه ده چې ویښ ویده، ویښ کړي او ویده ځانونه ویښ کړي.
دې واحد رهبر نشتون:
کله چې یو ملت یا ملیت په ملي  مسایلو کې واحد  رهبر ونه لري نو دا ثبوت شوي پایله ده چې، که ملت او ملیت یو نشي نو  د ورکیدو تر پولې به ډیر زر ورسږي.
نو د پاچا خان سیاسي فلسفه دغه شعار (یو کیږو ګني ورکیږو) په لویه کې په اتحاد او یووالي ټینګار کوي. د بریالیتوب او سوکالۍ راز په یووالي کې نغښتی بولي.