
دا پاسینۍ خبره که عامو خلکو کړې وی چې بغلان کې بریښنا ستنو ورانولو په علت، برق یې قطع شوی، نو بیا یې حق و. خو دا خبره د شک وړ ځکه ده چې د یوه نامتو غله له خولې راوتلې ده. دا خبره، د "جهاد ومقاومت" د پیورې غوا د یوه خوسکي، ضیا مسعود ده چې بغلان کې د بریښنا پایو الوزولو په غبرګون کې وکړه.
مګرکاشکې ضیا مسعود یو ځل شاته هم کتلي وی. اول د خپل ملی قهرمان(!) نخرې او بیایې خپلې پرونۍ او ننۍ کارنامې هم په یاد کړې وی. ده د خپل ورور هغه روسي باروت هېر شول چې سالنګونو کې یې تونلونه و پلونه و پلچکونه په بل مخ کړل او د افغانستان د کلونو خواریو آبادي یې د سترګو په رپ کې زیروزبر کړه چې بیا د همدې کار په بدل کې "قهرمان ملي" جوړ کړای شو."قهرمان ملي" د شوروي اشغال وخت کې هسې یوه تشه کاڼه هم له غره خطا نه کړه چې د روسي ټانک مخه ډب کړي، دا کارلا څه، آن چې د لارې امنیت یې هم ساته چې روسان ترې کار واخلي او افغانستان ښه وران کړي. ضیا مسعود په داسې حال کې د برق ستنې غم نیولی چې د افغانستان د پیسو و چوکیو او… غلا کولو پرته بل کار نلري. دغه ونډباز ۲۰۰۹ کې د ویکیلیکس په حواله ډوبۍ کې د افغانستان ۵۲ میلیون غلاکړی شوي ډالرو سره لاس په لاس ونیول شو او بیا وروسته له خپل ونډ سره یوځای پرېښودل شو. دا یې هسې یو وړوکی مثال و.
زه په هیڅ صورت دا نه وایم چې د بريښنا پایو ورانول توجیه کړم. دا هم یو جنایت دی اواصلي زیان یې عامو خلکو ته رسیږي. که دا ټولې بریښنا ستنې هم له منځه لاړې شي، ضیا مسعود اونور غله به هیڅکله هم بې بریښنا نه شي. دا خبره، تاریخ ثابته کړې ده. مګر یو غل څنګه اووښ په بډو وهي او بیا خرسوار خلکو مخ کې تیریږي او خلکو سترګو ته ریګ شیندي. ضیا مسعود ښه خبر دی چې د بریښنا ستنې چا ورانې کړي، خو غواړي هلته د پایو ترشا د پښتنو روانه نسل وژنه پټه کړي. مګر دا نسل وژنه، د ضیا مسعود غلاګانو په شان هیڅکله هم نه شي پټېدای.