يوڅوشېبې له انجينرشېرمحمد(حيدرجلال ) سره

په ننګرهارکې لومړى فلم ماجوړکړى
 
       فلم اوسينمادنامسلکي کسانولاس ته لوېدلې
          له استادجلال سره دمرکې په بنسټ
 
                      ليکوال : خليل تسل
     
  مافکرنه کاو ه چې يووخت به په دې لاره دومره   وړاند ې لاړشم
 
 
که تاسې له راډيويي ډراموسره مينه ولرى نو انجينرشېرمحمدبه خامخاپېژنى چې په نوي کورنوي ژوند کې  هروخت دصابرې اوطاهرې سره له جنجالونوترپوزې پورې راغلى وي اوداسې خبرې کوي لکه رښتيايي چي خپل ټول عمرديوه مصروف انجينرپه توګه دپروژوپه پلي کولو کې تېرکړى وي همدغه انجينرشېرمحمد استادحيدرجلال دى استادمي په د ې وويل چې يوڅوک درې لسيزې عمرپه يوه مسلک اويوه ډګرکې تېرکړي اوشاګردان يي دهغه عهدې په غاړه واخلي نوداستادولۍ مستحق دى خوداچې وخت اوټولنه يي حق نه ورکوي نودابه دهغوى ګناه وي نه دهنراوهنرمند
 
زموږ هنرمند دلويي حوصلې خاونداوصبرنا ک انسان دى کمې اوپه زړه پورې په تول پوره خبرې کوي اوله بې ځايه خبرونه چوپتياغوره بولي ،له خبرويې معلېږي چې هنريې دمسلک له مخې په خټه کې اغږلى د ى مابه چې کله کلونه پخوادنوي کورنوي ژوندډرامه اورېده نو دانجينرشېرمحمد رول راته تر بل هرچاپه زړه پورې وو اوهروخت به مې په مينه اورېده کله چې خپله هم ددغه ستړي سمندرپه څپوورګډشوم نوبياهرڅه رانه هېرشول دمسوليت اومسلک له مخې مې فرهنګي اورسنيزچوپړته اوږه ورکړه له ګڼوکسانوسره مخ شوم کله چې په ننګرهارکې دصفاراډيويي خپرونو مسول وټاکل شوم نوپه خپل کاري دفتر ناست وم چې ملازم ديوه کس دراتلوخبرراکړيوکس راغى دوسيه ورسره وه اوله ستړي مشي اوروغبړوروسته يي ځان رامعرفي کړ له خبروورسته يي راسره دهمکارى اوفرهنګي چوتړډاډراګړاووي ويل چې دراډيويي خپرونو لپاره دسلګۍ په نوم راډيويي سريال ليکي
هوکې استادحيدرجلال له نن څلورڅلوېښت کاله وړاندې دننګرهاردسره رودولسوالۍ دنغرک په کلي کې زېږيدلى دى لومړى زده کړې يي دسرخرودپه فخروالله په لېسه کې کړې دي اوفلم اوسينماپه برخه کې يي مسلکي اوعملي زده کړې په خصوصي توګه کړې دي جلال صيب هنري څيره د مهاجرت په مهال څرګنده کړه او هغه مينه چې له ماشومتوب د فلم او سينما له ډګر سره لرله په ثبات ورسوله زده کړه او رياضت يې وکړ او په برخه کې هنرمند شو جلال صيب په ١٩٨١ ميلادي کال کې د پېښور په تلوېزيون کې د خداى ورکړي استعداد له امله د اکټر په صفت مقرر شو او نهه کاله يې دغه چوپړ وکړ، ورپسې يې د بي بي سي نړيوالې راډيو په تعليمي پروژو کې دنوي کور نوي ژوند له پيلېدود انجينر شېر محمد رول په غاړه واخيست او ځان يې په راډيويي تمثيل کې وځلاوه،چې بياتر ننه چې تقريباً اولس اتلس کاله کېږي په دغه ډګر کې پاتې شوى، چې د هغه لومړۍ سي ډي ډرامه،لالچ وه خلکو خوښه کړه او جلال صيب مجبور شو چې دې کار ته دوام ورکړي ننګرهار ته راغى بې عجله مرګ (د ننګرهار لومړى هنري فلم يې جوړکړ ميراث په دغه سره لمبه، زخم، مجبور او ولور فلمونه يې په هنرمندو ګوتو وليکل جوړ او ايډيټ يې کړه او د پاکستاني مبتدلو پښتو ډرامو بازاريې سوړ کړ، جلال صيب سره ددې چې په بي بي سي کې په نوي کورنوي ژوندکې مصروف وو دننګرهارتلوېزيون ته يي يوکال په افتخار ي ډول تلو يزيوني ستارټونه اوداصلاحي لنډې ډرامي وليکلې اوهلته يي راډيويي ډراموته وده ورکړه هغه ددې برڅنګ دګل اغاشېرزي ،حاجې عبدالقدير،شهيدعبدالحق اوغازي امان الله خان مستندفلمونه هم جوړکړل چې ژوندى تاريخ يي ګنلى شو ،دسريالونوپه برخه کې يي هم خپل هنراوازمايه چې دننګرهارملي تلوېزيون زهرينې اوښکې اودشمشادتلويزيون ښکلاسريال دهغه لاسته راوړنه ده هغه اوسمهال په صفاراډيوکې دفرهنګي برخې مسول اودصفاراډيو يي سريال ليکوال د ى چې دسودايي بابا کيسو کې ډيروترخوحقيقتونوته يي دخنداجامې ورپه غاړ ه کړې دي جلال صيب ډيرځله هم کمره ميني کو ي ، ډايرکټري ورپه
 غاړ ه وي ،سناريو اوسکرپټونه ليکي  په شخصي ژوندکې جلال رښتياهم دجلال خاونددى اوخبر ې يي هم له هنراوماناډکې دي ظاهرا ډېرجد ي ښکاري خوکه خبرې ورسره وکړى نوبيابه په لومړي نظرپښمانه و ى جلال واده په ١٣٦٤لمريزکال کې کړى دى اواوس مها ل د اووماشومانو چې درې يي هلکان اصف ، يوسف اوکاشف دي اوڅلورلوڼې لري جلال صيب دولورفلم دخلکوزړونو ته دومره نږدې کړ ى چې په کوڅو کې ماشومان هم دولورپه نوم ورته نارې وهي جلال وايي چې دننګرهار  دټولو فلمي لوبغاړو داستادۍ وياړورپه برخه دى اوپه اوسنيوهنري فعاليتونويې خوښ دى خومتاسفانه چې سينمااوفلم دغيرمسلکي اشخاصو لاس ته لوېدلى اودپردي کلتورسيورى پرې خور دى  بله داچې دولت اوداړونده څانګوکله هم دې ته ځانګړې بوديجه نه ده ځانګړې کړې اکثره کارونه په خصوصي   ډول ترسره کېږي اوسينماهم نشته  چې فلم پرې وچلېږي اووسايل بيخي دنشت برابردي هغه په کوزه پښتونخواکې له جهانزېب سهيل ، اعجازاحمدنيازي،عبدالرشيدخان.اوپه افغانستان کې له موسى  رادمنش اوپه راډيو يي برخه کې يي له ممنون مقصودي ،عمرناصر او ف فضلي څخه زده کړې او په باليووډکې له ارنولډ   اوپه هاليوډکې له سنجيدت اوسني دېول څخه اغيزمن دى اواصف خان ته له زړه نه احترام لري په خپلو فلمونو کې يي مجبور اوولور زيات خوښ دي هغه وايي چې هنراوادب بايدله تقليد نه  پاک وي ا
 ودخپل کلتورساتنه دهرهنرمند ايماني دنده ده  چې يولاس اويوکس يي کله هم نه شي سرته رسولى جلال له هغه ډرامو اوفلمونو کر که لري چې کوم جوت اواصلاحي پيغام ونه لري  له دروغجنو ځان غوښتونکو اوټګوانسانانوتل دتېښتې په حال کې دى ځکه چې ده تل همدغه کسان دهنرمحکمې ته راکش کړ ي دي زه په دې وياړم چې جلا ل صيب نه يوازې زما ديوه دفتر ملګرى دى بلکې زماپه شخصي دوستانوکې يوغوره انسان دى عمريي اوږدبچيان يي لوى اودهنرډيوه يي بله خپلې ليکنه دعبدالبار ي جهاني په دغه بيت سره پاى ته رسوم
لکــــــه نسيم په تېرېدلوکې چاونه ليدم
دغرونوګل وم غوړېدلو کې چاونه ليدم
  
       پاى
په درنښت
تسل