
اسلام د حکمتونو او ښېګڼو دین دی. اسلام چې څه روا او څه ګناه بللي، نو په هر یوه کې یې د وګړو او ټولنې لپاره پرېمانه ښېګڼې نغښتې دي. د اسلام مبارک دین نهیلي ګناه بولي، ځکه له ژونده مو زړه توري کوي، مګر د دې باوجود هم ځینې خلک او رسنۍ کرۍ ورځ نهیلي خپروي.
د تلویزیونونو او په تلویزیونونو کې د ځینو ناستو مبصرینو خبرې او څرګندونې چې که کوم ډارن او بې زړه سړی واوري، نو همغه شبکۍ به زاره ترکی شي او زړه به یې ودرېږي، ځکه د دوی هره خبره او هره تبصره نهیلۍ، سقوط او ناامیدۍ وي.
سره له دې چې تر دې مهاله د دوی ګڼې وړاندوینې، تبصرې او څرګندونې ناسمې ختلي، مګر دوی لا هم له خپلو دغو بې بنسټه خبرو، تبصرو او تحلیلونو څخه وانه وښتل. لکه د ۲۰۱۴ کال په اړه د دوی ټولو وړاندوینې او تبصرې دا وې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به نظام وشړېږي. خپلمنځي جنګونه به شروع شي. افغانستان به د ګاوندیو هېوادونو او د سیمې د استخباراتو د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي او په دې ډول به د هېواد بقا له سوال سره مخ شي.
ځینې رسنۍ او یو شمېر مبصرین داسې دي لکه همدا منفۍ بافۍ، د نهیلۍ خپرولو، د خلکو بې باوره کولو او له ژوند څخه زړه تورولو ته چې د پردیو او بهرنیو له لوري ګومارل شوي وي، ځکه دوی په لوی لاس وضعیت او حالات نهایت خراب ښیي. حقایق پټوي او بدلوي. د حکومت لاسته راوړنو باندې سترګې پټوي، یوازې له منفي شیانو پسې ګرځي او په دې شکل له واو څخه باو جوړوي.
د همدغو بې بنسټه خپرونو او معلوماتو د خپرولو له امله افغاني رسنۍ په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې په دې ونتوانېدې چې د خلکو زړونو ته لاره پیدا کړي، ګڼ مینه وال ومومي او له دې لارې له مالي پلوه ځانونه خود کفا کړي.
ټولې رسنۍ دا اوس هم د بهرنیو مرستو او سفارتونو په امتیازاتو خپله بقا او پایښت تضمینوي او د غه پایښت هم له څو میاشتو او یو کال څخه زیات نه وي. نو په دې ډول رسنۍ د ډېر کم امتیاز په بدل کې زهر پاشي او خلک په یو نه یو ډول پر حکومت بې باوره کوي او له ژوند څخه یې خوا توري کوي.
مګر رسنۍ او همدغه بې بنسټه مبصرین په دې فکر نه کوي، چې د همدې حکومت د شتون له برکته دوی په ارامه او ډاډه فضا کې فعالیت کوي، که چېرې همدا حکومت ونه اوسي، نو دوی به له کور څخه د راوتلو جرئت ونه لري او نه به هم په خپلو کورونو کې ځانونه خوندي وګڼي.
رسنۍ او مبصرین دې په خپل وطن رحم وکړي، په خپلو خلکو دې زړونه ودرودي او په حقیقت کې دې په خپلو ځانونو او کورنیو رحم وکړي، نهیلي او بې بنسټه معلومات دې نه خپروي. په حکومت پسې د دروغو او پروپاګند د خپرولو پرځای دې د حکومت ملاتړ وکړي . داسې ملاتړ هم نه چې د حکومت په تېروتنو او نیمګړتیاو سترګې پټې کړي.
که خدای مه کړه حکومت کمزوری شي او وشړېږي، نو بدیل یې یا طالب، یا داعش او یا پخواني جنګسالاران دي. څه فکر کوئ، چې د دوی د شتون او واک ته رسېدو پرمهال به یوه ورځ د ارام ساه واخلئ؟ یا به د دوی د واکمنۍ پرمهال خپل ځان، کورنۍ، خپله شتمني او جایدادونه خوندي وبولئ؟
په یاد مو دی چې تېر کال کله چې د څو ورځو او شپو لپاره طالبان د کندز ښار ته ننوتل، نو په هر ناورین، وحشت، ظلم، چور، وژنو، ورانیو او د خلکو په ځورولو یې لاس پورې کړ او د کندز ښاریان د دوی له امله څو ورځې او شپې په خپلو کورونو کې کلابند وو او هیچا هم د دوی له وېرې ښار او بازار ته د تللو جرئت نه کاوه.
نو رسنۍ او مبصرین دې د منفي بافۍ او نهیلۍ پرځای مثبتو خبرو ته مخه کړي. خلکو ته دې هیله او امید ورکړي، د ژوند او ښه والي هیله دې تبلیغ کړي. حکومت او مسوولین دې د خپلو مسوولیتونو ترسره کولو او خلکو ته د اسانتیاو او امکاناتو برابرولو ته وهڅوي او که یې ناغېړی کاوه، نو د دوی په اړه دې ولس ته کره او مدلل معلومات خپاره کړي، هغه مهال به هم رسنۍ د ولس په زړونو کې ځای ونیسي، هم به خلک له ژوند سره مینه پیدا کړي او هم به که خدای کول وطن ګل ګلزار شي.