د شتمنېدو پنځه لارې/ دویمه برخه

دویمه اوروستۍ برخه
۳. قرباني ورکول
ډېر خلک له دې وېرې چې څه شی به له لاسه ورکړي قرباني نه ورکوي. یوه مور ښايي د ۲۰ ډالرو کتاب چې د دې لپاره د ۲۰ زرو ډالرو په اندازه ګټه لري، وانخلي؛ خو دا همدغه مور ده چې د خپل ماشوم د خوښۍ لپاره تر دې په قیمته بیه ویډیو ګېم اخلي.
وړاندې تر دې چې تاسې شتمن شی، باید بېوزله شی. پر لاټري ګټونکو او هغه کسانو سربېره چې ډېرې پیسې ورته په میراث پاتې دي، تاسې باید د شتمنۍ ترلاسه کولو بیه پرې او قرباني ورکړئ.
که د ښو په تمه وی، باید د دې وړتیا ولری چې بدي کنټرول کړی.
په ژوند کې ښايي ډېر ځله له داسې موقعیت سره مخ شی چې د سترو موخو لپاره تر خپلې رضا تېر شی، ځکه پوهېږی چې سترې موخې د دې قربانۍ ارزښت لري.
په عاقلانه ډول د خطر منلو لپاره له ځانه دوې پوښتنې وکړئ: که زه دا ګواښ ومنم، تر ټولو ناوړه حالت چې رامنځته کېدای شي کوم دی؟ او وروسته له ځانه وپوښتئ: تر ټولو ښه شی چې واقع کېدای شي کوم دي؟
وروسته به تاسې ته معلومه شي، تر ټولو ستر خنډ چې تاسې د ګواښ له منلو راګرځوي پیسې دي.
په هر صورت تاسې باید د دې لپاره چې ډېر شتمن شی، د ډېرو شیانو قربانۍ ته چمتو وی، حتی د خپل وروستي ډالر له لاسه ورکولو ته.
۴. یوازې ګټور کارونه وکړئ
د شتمنۍ لومړی قاتل د بې وزله خلکو په سیمه کې اوسېدل دي. ډېر کله خلک سره له دې چې تر یو بریده د ژوند امکانات لري، په داسې سیمو کې ژوند کوي چې شاوخوا یې بېوزله خلکو محاصره کړي وي. که غواړی چې شمتن شی په داسې سیمو کې له اوسېدو ډډه وکړئ. له بېوزلو سره په یو ځای کې اوسېدل هېڅکله تاسې نه شي شتمن کولی.
کله چې ماشوم وم، له منفي خلکو او په منفي ځایونو کې مې باسکېټبال کاوه. هر وخت به د لوبې پر مهال د سګرېټ څکولو، ښکنځلو او نورو بې احترامیو شاهد وم. سره له دې چې ما دغه کارونه نه کول، خو بیا هم له چاپیریال متاثره وم.
ډېری خلک دغه ډول منفي خلک زغمي. دوی پر دې نه پوهېږي چې دغه ډول شایعې او تاتریخوالی پر دوی څومره اغېز کوي. دا په یاد ولری که تاسې رفاه ونه لری، بېوزله یی. پر داسې لارو چارو فکر وکړئ چې څنګه کولی شی، ګټور او د شتمنۍ اړوند فعالیتونه ترسره کړی.
ما په خپله د باسکېټبال پر ځای د لوکسو موټرو او کورونو د پلور ځایونو ته تګ راتګ پیل کړ او دغه کار زما ژوند بدل کړ.
۵. خپلې وړتیاوې وکاروئ
هر څوک په طبیعي ډول وړتیا لري. ځینې داسې دي چې ډېرې وړتیاوې لري. تاسې باید خپله وړتیا درک او له هغې ګټه پورته کړی. ډېر کله خلک خپلې وړتیا ته ارزښت نه ورکوي، ان نور ته اجازه ورکوي چې د دوی وړتیاوې کم ارزښته وښيي.
تاسې باید خپلې وړتیاوې راټولې کړئ او له داسې کسانو سره ناسته پاسته وکړی چې هغوی ستاسې د وړتیاوو ملاتړ کوي.