
لومړۍ برخه
د بېلابېلو سیمو ان د یوې سیمې خلک د شتنۍ لپاره بېلابېل تعریفونه لري.
شتمني په اکونټ کې د ډالرو تر لرل ډېر یو ذهني حالت دی. په حقیقت کې شتن ښايي ډېر بېوزله او بېوزله ښايي ډېر شتمن وي.
د بېلګې په توګه د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې ښايي شتمني دا وي چې د یوې کورنۍ پنځه غړي په مینه یوه وچه ډوډۍ سره ووېشي او ویې خوري. د دې خلاف یوه بله پنځه کسیزه کورنۍ چې په ۱۲ اوطاقه کور کې ژوند کوي، ښايي د لومړي پوړ په ژوند پسې سرګردانه وي.
په هر صورت راځئ داسې فرض کړو چې شتمني د دغو ټولو شیانو لرل دي.
دا به نو ایډیال ژوند وي چې د پورتنیو مواردو یو ترکیب ولری.
د یوې خوشاله کورنۍ چې په ستر کور کې د خوړو لپاره راټوله شي، مالي ازادۍ، شخصي امنیت او خوښۍ لپاره باید تاسې ددغو شیانو د ترلاسه کولو ژمنتیا ولرئ.
د دې ترڅنګ تاسې باید د دې وړتیا ولری چې له خپلې شتمنۍ خوند واخلئ.
ځینې کسان په اوونۍ کې ۱۰۰ ساعته کار کوي او د خپلې کورنۍ هېڅ راز خیال نه ساتي. نور بیا داسې دي چې ټول تمرکز یې پر کورنۍ دی او پر کار د ځینې خنډونو له کبله تمرکز نه شي کولی.
د دغو دواړو ترمنځ د مناسب توازن ساتل له تاسې سره مرسته کوي چې شتمني ترلاسه او له هغې خوند واخلئ.
که تاسې غواړی چې دغه ټول شیان په ژوند کې ولرئ او شتمن شی، نو لاندې پنځه عادتونه له تاسې سره په شتمنېدو کې مرسته کولی شي.
۱. د تولیدوونکي ذهنیت جوړول
تاسې باید له مصرفوونکي څخه پر تولیدوونکي د بدلېدو لپاره ستر بدلون رامنځته کړی. د بېلګې په توګه مصرفوونکي پیزا خوري؛ خو تولیدوونکي یې جوړوي. مصرفوونکي فلم ګوري؛ خو تولیدوونکي یې جوړوي. مصرفوونکي په دندو پسې ګرځي؛ خو تولیدوونکي دندې رامنځته کوي.
دا په یاد ولری چې هر میلیونر تولیدوونکی دی او یوازې تولیدوونکي شتمن کېدای شي.
د تولید نهايي هدف خوړل نه دي، بلکې نور مړول دي. دا سمه ده چې تولیدوونکي ښايي په ځینو مواردو کې یو شی وخوري؛ خو د دوی اصلي موخه خوراک نه دی. دوی د دې پر ځای چې د راتلونکي لپاره په خپلو خوړو پسې وګرځي، داسې لارې چارې لټوي چې نورو ته خواړه چمتو کړي.
که دغه تولیدوونکي د زړه جراحي ترسره کوي، که د لوستلو لپاره یو ښه کتاب لیکي او که اسمان څکې ودانۍ جوړوي، دوی ټولو یو شی زده کړي او هغه دا چې باید د خپلو تولیداتو له لارې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دوی په شاوخوا کې دي.
که د میلیونرانو ژوند په دقت مطالعه کړی، وبه وګوری چې نږدې ټول د میلیونونو کسانو لپاره ارزښتمن تولیدات او خدمات وړاندې کوي.
کله مو چې تولیدوونکی ذهنیت جوړ کړ، نو شتمن به هم شئ.
۲. ورځني عواید مو زیات کړی
په ورځ کې څومره پیسې ګټئ؟ کله مو خپل ورځني عواید حساب کړي دي؟ ۱۰۰؟ ۵۰۰؟ او که ۱۰۰۰؟
په کال کې ۲۵۰ کاري ورځې دي. پر دې پوهېږي چې د ورځې د څومره پیسو ګټل مو میلیونران کولی شي؟ که هره ورځ څلور زره ډالر وګټئ په یوه کال کې به میلیونران شئ.
که تاسې د ورځې ۱۰۰ ډالر ګټئ هڅه وکړی چې عواید مو دوه چنده شي. یوازې تصور وکړی که تاسې دوه چنده کار وکړی عوایدو هم دوه چنده کېږي.
د بېلګې په توګه: ما چې کله په لومړي وخت کې کاروبار پیل کړ، ورځني عواید مې ۲۰۰ ډالرو ته رسېدل، له دې کبله چې نه مې غوښتل عواید مې په همدې کچه پاتې شي، د نورو لارو چارو د موندلو هڅه مې پیل کړه او ښه نتیجه مې ترلاسه کړه.
څنګه کولی شی چې خپل ورځني عواید لوړ کړی؟
که شخصي کاروبار نه لری، د نوې دندې په لټه کې شی. هره ورځ د پخوا په پرتله دوه چنده ډېرو ځایونو ته مو سي وي ګانې ولېږئ. که کاروبار لری او پخوا مو د ورځې ۱۰ ځله مشتریانو ته زنګ واهه کچه یې ۲۰ ته لوړه کړی. البته دا هم ضرور ده چې د خپلو خدماتو او تولیداتو کیفیت هم لوړ کړی.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ