
درېیمه او وروستۍ برخه
۶. پوښتنې کول
ډېر خلک داسې ګڼي چې ګنې دوی پر ځوابونو پوهېږي. همدغه شی دوی پر حقیقت له پوهېدو راګرځوي. په حقیقت کې تاسې د دې لپاره پوښتنه کوی چې د ځان لپاره هغه مسیر پر کوم چې روان یی روښانه کړئ.
ډېری خلک عادت لري چې پوښتنه ونه کړي، ځکه دوی ځان ته په خپله ځواب ورکوي. که غواړی چې میلیونران شی، خپلو پوښتنه ته په خپله ځواب مه ورکوئ، بلکې خپل ځوابونه وپوښتئ.
کله چې تاسې غواړی پر حقایقو پوه شی، پلټنه وکړی او یوازې پر فرضیاتو بسنه مه کوئ.
ځینې خلک له دې کبله هم د پوښتنې کولو ته زړه نه ښه کوي چې دوی د خپلو شرایطو له واقعیت سره مخ کوي او دوی له دغه شي وېره لري.
پر دې سربېره دوی له دې کبله هم د پوښتنې جرئت نه کوي چې دغه شی دوی د فکر کولو زحمت ته اړباسي.
پر یو سړي د هغه د پوښتنو له مخې قضاوت وکړه، نه د هغه د ځوابونو له مخې.
ولټایر
۷. د خپلې برخې استادان شی
یوې مسلکي پيانو غږوونکې په یوه مجلس کې د ۵۰ مېرمنو لپاره پيانو وغږوله. کله چې د موسیقۍ پارچه ختمه شوه، د ښځو له ډلې یوې یې غږ ورباندې وکړ:« هر څه چې غواړې درکوم یې؛ خو داسې پیانو را زده کړه لکه ته یې چې غږوې.»
د پیانو استادې چې په لاس کې یې د قهوې پیاله وه او د حرکت په حال کې یې قهوه څښله مکث وکړ او ویې ویل:« فکر نه کوم داسې وکړې.»
د پیانو غږوونکې له دې خبرې وروسته د مجلس ټولې ګډونوالې په تعجب کې ډوبې شوې.
پيانو غږوونکې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل:« د دې لپاره چې زما په څېر پیانو وغږوې، هر څه به راکړه؛ خو وخت نه. فکر نه کوم چې ته دې هر ساعت، هره ورځ او هر کال په متواتر ډول د پیانو تمرین ته پر څوکۍ د ناستې تکلیف وزغمې.»
وروسته یې توده موسکا وکړه، د قهوې پیاله یې کېښووده او ویې ویل:« باید پر دې پوه شې چې زه نیوکه نه کوم. زه یوازې غواړم تاته ووایم، کله چې ته وایې هر څه به درکړم، ته د خپلې خبرې پر معنا سمه نه پوهېږي.»
هر استاد یو وخت یوه فاجعه و.
هارو اېکر
۸. ظاهر مو ښکلی کړئ
د ظاهر ښکلي کول میلیونر کېدو ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ده.
د نشه يي توکو، سګرېټو او شرابو له څښلو ډډه تل له تاسې سره پر نفس د باور په برخه کې مرسته کوي. که په اوونۍ کې څلور یا پنځه ځله تمرین وکړی، ستاسې ظاهري ښکلا او جذابیت زیاتوي.
تاسې د ډېرو کوچنیو بدلونونو له لارې هم خپل ظاهر ښکلی کولی شی.
د یوه میلیونر په څېر ښکارېدل تر ټولو غوره لاره ده چې تاسې میلیونران کولی شي.
۹. خپله ټوله هڅه وکړئ
د بریالیتوب یوازینی عنصر چې تاسې کنټرولولی شی، هغه ستاسې هڅه ده. ډېری خلک لږ کار کوي، خو ډېره پایله غواړي.
میلیونران له خپلو اوږو د مسئولیت ټیټولو پر ځای داسې لارې لټوي چې ځانونه هدف ته ورباندې ورسوي.