
څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو او یو شمېر ورځپاڼو لکه هشت صبح کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په تړاو اوازې خپرې شوې چې ګواکې دوستم خفه شوی دی او د خفګان دلیل یې د حکومت ناکاري ده، همدا ډول د کابینې په ناستو کې ځکه ګډون نه کوي چې پر تکراري موضوعاتو بحث کیږي، نوښتونه نه رامنځ ته کیږي او خلکو ته کار نه کیږي، خو هغه څه چې د جنرال دوستم په خفګان پسې د پردې ترشاه دي بل ډول دي، غواړم دلته پر یو څو ټکو رڼا واچوم.
په تېر میلادي کال کې د ناټو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکایي ځواکونو له لوري په پروان ولایت کې د شمالي ټلوالې د وسلو هغه زیرمتون تر بمارد لاندې ونیول شو چې د روسیې له لوري شمال ټلوالې ته په شمال کې له داعش او طالبانو ګواښونو سره د مبارزې او د هغوی د نفوذ د مخنیوي لپاره ورکړل شوي وه، ځکه روسیې وېره درلوده چې د افغانستان په شمال کې به ناامني او د داعش راپیداکېدل چې دوی یې د امریکا یوه پروژه بولي تقویه شي او دا به د منځنی اسیا په ځانګړي ډول د روسیې لپاره یو په ډاګه ګواښ وي،چې په منځني ختیځ کې د داعش پر وړاندې وسلوالې مبارزې ته د روسیه رادانګل یې ښه دلیل دی، همدا ډول د قندوز ولایت سقوط هم روسیه ته یو لړ اندېښنې راولاړې کړې، امریکا وغوښتل چې د شمال ټلوالې هغه قوماندانان چې د باور وړ نه وو او یا نه دي او د امریکا لپاره په ګواښ بدلیدای شول کمزوري او امریکا دلته خپله پروژه په سمه توګه عملي کړای شي، دادی اوس د یادې ټلوالې د پخوانیو قوماندانو او مهمو لوبغاړو له جملې څخه اوس یې د عبدالرشید دوستم کمزورتیا او هغه ته ګواښ کولو وار راورسید، داسې انګېرل کیږي او اوازې خپرې شوي چې عبدالرشید دوستم ته دامریکا له لوري ویل شوي دي چې باید نور په شمال کې عملیات ونه کړي ، ځکه د دوی پروژې لپاره یو خنډ ګرځیدای شي، امریکا ظاهرا د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې ځان ښکېل بولي خو هغه څه چې اصل واقعیت دی امریکا غواړي دلته جګړه لا نوره اوږده او ځان خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسوي، چې په سیمه کې د هند، چین، روسیه او ایران تر کنټرول لاندې راوستل او د هغوی د نفوذ مخنیوی دی او دا د امریکا لپاره د افغانستان له لارې په ډېره ټیټه بیه دا موخې ترلاسه کېدای شي چې د جګړې د اوږدیدو پر مهال به جګړه د هیواد له سویلي سیمو څخه تر ډېره بریده شمالي سیمو ته ولېږدول شي، د دغه ادعا د اثبات لپاره ښه دلیل د امریکا کنګرس ته د اوباما د کلني پیغام د خبرو څخه په ښه ډول استنباط کېدلی شي، کوم چې نوموړي یادونه وکړه چې په افغانستان کې به جګړه نوره هم اوږده شي او یاد هیواد ته به ۵۸۰۰ نور امریکایي سرتیري وليږي .
نو له پاسنیو خبرو څخه دا په ډاګه کیږي چې د پردې ترشا بل څه روان دي او امریکا غواړي دلته لوبه نوره هم وغځوي او افغانان په خپلو منځو کې سره واچوي، د پروژې لومړی پیل یې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کول وو چې حکومت یې پر څو ټوټو ووېشه او یو کمزوری او بې باوره، غیر مشروع حکومت یې رامنځ ته کړ.
نو اوس وخت ددې رارسیدلی چې ټول افغانان سره یو ځای او یو ملت او یو موټی شو، یو متل دی وایي د لېوه تر هغه ملګری دی تر څو چې نور ښکار لري او وږی شوی نه وي، که ښکار یې ختم او وږی شي نو بیا ملګرتیا نه پېژني د خپل ځان د بقا او خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره هر څه ته لاس اچوي او له هر ډول دوستی تېریږي، دا پنځلس کاله خو د افغانستان سویلي سیمې وځپل شوې او تاسو هم د دغه دښمن سره لاس یو کړی وو او د لا ډېرو ځپلو او درنو درنو بمونو غوښتنه مو ترې کوله او په دې برخه کې مو ورسره له شرم ډک تړونونه لاسلیک کړ چې د افغانستان د تاریخ په پاڼه کې به ولیکل شي، زه وایم دا نن وخت دی ، اوبه لا تر ورخ نه دي تېرې راځی چې تاسو چې څه کړي مونږ د خپل پښتنې او اسلامي غرور له مخې له هغو در تېرېږو راځئ سره یو شو کنه بیا به داسې ورځ راشي چې نارې به وهئ خو څه به مو له لاسه نه وي پوره، زمونږ قوت زمونږ او ستاسو په یووالي کې دي.