
لیکنه: احسان الله ځيرک
په داسې حال کې چې نن ورځ د نوامبر په اتمه نېټه د سهار په اتو بجو په امریکا کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایو اچونه شروع شوي ده، او تر اوسه پورې نېږدې اووه دېرش میلیونه وګړو خپله رایه کارولي او تر سبا پورې به نېږدې یوسلوڅلوېښت میلیونه امریکایي تابعیت لرونکي وګړي، خپله رایه له دوو نوماندانو څخه د یو په ګټه وکاروي، مګر څه چې مهم دي هغه دا دي، چې ایا د کلینټن یا ډونالډ ټرامپ واک ته په رسېدو سره به د امریکا متحده ایالتونو په بهرني سیاست کې کوم تغییر راشي؟ غواړم دې پوښتنې ته په دغه لیکنه کې ځواب ووایم.
مشهور لیکوال جیمزروزنا په خپل کتاب نړیوالو سیاستونو کې د هېوادونو د بهرني سیاست په تدوین کې پنځه متغیرات یا فکتورونه مهم بللي دي. ۱) فردي متغیر ۲) ملي متغیر ۳) نقش ګرایانه متغیر ۴) اداري یا دیوان سالارانه متغیر او ۵) بین المللی متغیر یا د نړیوال نظام جوړښت.
زموږ د موضوع اصل تړاو له فردي متغیر سره دی، غواړم پر فردي متغیر باندې یو څه رڼا واچوم، فردي متغیر د یو شخص(هغه څوک چې د ولسمشر یا لومړي کس) په توګه د قدرت په راس کې ځای نیسي، شخصي تجربو، افکارو، تمایلاتو، ارمانونو او غوښتنو سره تړاو لري، دغه ډول متغیر په دیکتاتوري نظامونو کې ډېر اغېزناک ثابېتدلای شي، ځکه چې د پرېکړو ټول واک له دیکتاتور سره وي او پر وړاندې یې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري، مګر په ډموکراټیکو نظامونو کې د فردي متغیر رول په بهرني سیاست کې ډېر کمرنګه وي، ځکه د دې لپاره چې ولسمشر یا د هېواد لومړی مقام خپلې پریکړې ته د عمل جامه ور واغوندي، نو باید پریکړې یې له څو فلټرونو تېرې شي، لکه پارلمان او په پریکو کې نورې ښکېل مهم بنسټونه.
امریکا متحده ایالتونه هم د نړۍ یو له ډموکراټیکو نظامونو څخه دی او ددې لپاره چې د بهرني سیاست په برخه کې د ولسمشر وړاندیزونه او پریکړې په عمل بدل شي،دامریکا متحده ایالتونو د اساسي قانون له مخې باید د کنګرس له لوري تصویب شي، نو په اوسنیو شرایطو کې هر یو نوماند چې هم ټاکنې وګټي د امریکا متحده ایالتونو په بهرني سیاست کې به په هومره لویه کوچه تغیرات رانشي، لکه څومره چې یې توقع لري، ځکه دامریکا متحده ایالتونو بهرنی سیاست یوې لویې کښتۍ ته ورته دی، چې راتاوېدل یې د یوې کوچنۍ کښتۍ په پرتله ډېر وخت ته اړتیا لري.