د امریکامتحده ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې

 
د امریکا ولسمشر د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د نوموړي بیا ځلې ټاکل د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره امکان لري؛ د دغه هېواد په اساسي قانون کې د ګن شمېر وارونو لپاره پر نوماند کېدو باندې کومه منع نه وه، مګر لومړني ولسمشر جورج واشنګټن، د درېیم ځل لپاره د دغه څوکۍ له منلو څخه ډډه وکړه. دغه اقدام له هماغه وخت څخه د یوې (پخوانی قاعدې) په توګه ومنل شو او ولسمشرانو له هغه وروسته له دې قاعدې څخه سرغړونه ونه کړه، په واقعیت کې په دې برخه کې یوه نالیکلي قاعده رامنځ ته شوه. مګر فرانکلین روزولټ د هغه اوضاع او حالاتو په نظر کې نیولو سره چې امریکا پکې راګیر وه له دغه قاعدې څخه پیروي ونه کړه او د څلوروپرلپسې دورو لپاره په ۱۹۳۲،۱۹۳۶،۱۹۴۰،۱۹۴۴ کلونو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. تر دې چې په اساسي قانون کې په ۲۲ ځلې تعدیل سره چې په ۱۹۵۱م کال کې پکې رامنځ ته شو، د بیا ځلې نوماند کېدو لپاره محدودیت یواځې د یوې دورې لپاره رسمیت پیداکړ.
د امریکا اساسي قانون د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو لپاره لاندې شرایط ټاکلي دي: د امریکا په خاوره کې زیږېدل، امریکایي تابعیت، کم تر کمه په هغه هېواد کې ۱۴ کاله اوسېدنه او لږ تر لږه د ۳۵ کلنی عمر بشپړول.
د امریکا د ولسمشر ټاکنه چې له یو کال څخه ډېر وخت نیسي، ډېره پیچلی او اوږده پروسه لري چې کولی شو هغه په درېیو پړاوونو باندې ووېشو.
۱. غیررسمي پړاو یا د نوماندانو معرفی دغه پړاو په اساسي قانون کې نه دی ذکر شوی او په بنسټیزه توګه له عرف څخه راپیدا شوی دی، په واقعیت کې د سیاسي ګوندونو راڅرګندېدل او هغه عمده او حیاتی رول چې د امریکا د سیاست په ډګر کې یې پر غاړه واخیست، د ولسمشر د ټاکلو ساده مراسم چې په اساسي قانون کې مقرر شوي دي، غیر ممکن کړل، د هر یو سیاسي ګوند قاطع پرېکړه  چې د جمهوری ریاست د مقام تر لاسه کولو لپاره، هغوی له هماغه ابتدا څخه پر دې باندې درلود چې یو ټاکلی شخص د یاد مقام لپاره نوماند کړي او د نوموړي پر لور د عامه افکارو او د خلکو د رایو د راجلبولو په موخه هڅه او کوښښ وکړي؛ ددې لپاره چې نوماندان وکولی شي چې د ټاکل کېدو چانس ولري باید د امریکا د دوه لویو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو له لوري نوماند شي. پخوا به د هر ګوند نوماند د هماغه ګوند د رهبری کمیټې له لوري ټاکل کېده، مګر له ۱۸۳۰م کال څخه راپه دیخوا دغه واک یوې ځانګړي اسامبلې ته چې د (کنوانسیون) په نوم یادېږي ورکړل شو. یاد کنوانسیون د مختلفو ایالاتونو له ګوندي استازو څخه جوړ شوی دی، یاد کنوانسیون هغه مهال جوړېږي چې ټاکنو ته یو کال پاتې وي، یعنې د همدغه کال په اوړي کې جوړېږي. په دغه کنوانسیون کې د ایالتونو د استازو شمېر توپیر کوي؛ د هر ګوند ملي کنوانسیون خپل شمېر د ځینو عواملو لکه د ایالتونو نفوس، په ایالت کې د ګوند د غړو شمېر، دټاکنو وروستی پایلې، د جمهوري ریاست د ټاکل کېدو لپاره د ایالت د ټاکنیز کالج د غړو شمېر او ... په نظر کې نیولو سره ټاکي. مګر د دغه استازو د ټاکلو ډول د هر ایالت مقننه قوې له لوري مشخصېږي او له دې کبله هر ایالت له بل ایالت څخه توپیر لري، پر دې سربېره، د هغوی د ټاکلو وخت هم په ایالتونو کې یو ډول نه دی او د هغه کال له جون یا فبروری څخه چې ټاکنې پکې ترسره کېږي د ایووا په ایالت کې شروع کېږي او اوړي ته نیږدې چې د ګوند کنوانسیون جوړېږي د بومینګ په ایالت کې پای مومي.
په ملي کنوانسیون کې د ګډون لپاره په ایالاتونو کې د ګوندي استازو په ټاکل کېدو همدرازا د هغه ګوند د نوماند لپاره ددې جمهوري ریاست د مقام تر لاسه کولو لپاره تر یو بریده تکالیف مشخص کېږي. په دې توګه د ګوند کنوانسیون یوه تشریفاتي موضوع نه ده ځکه چې د دغه استازو شمېر امري وکالت نه لري او په پایله کې دا احتمال شتون لري چې د یو نفر نوماندي د ایالتونو د استازو د ټاکلو په پروسې سره قطعیت پیدا نه کړي. مخصوصا په دې برخه کې، هغه مذاکرات چې د جمهوري ریاست د مرستیال د ټاکل کېدو لپاره تر سره کېږي ډېر مهم رول اداء کوي.
د جمهوری ریاست لپاره د ګوندونو د نوماند او مرستیال په ټاکلو سره، ټاکنیزې مبارزې چې وختونه مخکې په جریان کې وي په رسمي ډول پیلېږي. په واقعیت کې تر دې مهاله سیالیو د ګوند په دننه کې جریان درلود، مګر له دې وروسته، د اصلي ګوندونو د هغه دوو کاندیدانو ترمنځ چې په اړوند کنواسیونونو کې ټاکل شوې دي، دوام پیداکوي. د ټاکنو نیټې ته په پاملرنې سره کم مهلت یعنې دوه میاشتې، د رایه ورکوونکو د قناعت لپاره ځانګړی شوی دی.
۲.رسمي پړاو یا ټاکنې«ټاکنیز هئیت» په دغه پړاو کې تر اوسه پورې د ولسمشر او د نوموړي د مرستیال په ټاکلو باندې اقدام نه ترسره کېږي، بلکې ولسمشرد  (ټاکنیز هئیت) له لوري ټاکل کېږي،. د دغه هیئت د غړو شمېر او د ټاکنې څرنګوالی د محل له پیل څخه تر بحث لاندې وي، ځینې لېواله وو چې هغوی د خلکو په وسیله وټاکل شي او ځنیې نورو د ایالتونو مقننه قواوو ته د دغه واک په ورکړه باندې باور درلود. بلاخېره د حاصلې شوي هوکړې پر بنسټ داسې مقرر شول چې لومړی هر ایالت د امریکا په کنګرس کې د خپلو استازو په شمېر ، په ټاکونکي هئیت کې استازي ولري. دغه پرېکړه  د کوچنیو ایالتونو په ګټه وه، ځکه چې په سنا مجلس کې د هغوی د استازو شمېر د لویو ایالتونو د استازو له شمېر سره مساوي دی، دویم، داچې د هر ایالت مقننه قوه په ټاکونکي هئیت کې د هغه ایالت د استازو د ټاکنې څرنګوالی مشخص کړي. که څه هم چې په لومړیو کې عمدتا د ایالتونو مقننه قواوو په دغه چاره باندې راسا اقدام کاوه، مګر په تدرېج سره موضوع ډیموکراټیک اړخ ته سوق شوه،کوم چې نن ورځ په ټولو ایالاتونو کې د جمهوري ریاست د (انتخاب کوونکي هئیت) غړي  مستقیما د اړوند ایالت د خلکو له لوري ټآکل کېږي.
څرنګه چې اشاره وشوه، چې په ټاکنیز هئیت کې د هر ایالت د غړو شمېر د امریکا د استازو مجلس(ولسي جرګه) او په سنا مجلس کې د هماغه ایالت د استازو  له شمېر سره برابر دی، چې مجموعا په ټول هېواد کې ۵۳۵ نفره ده( ۴۳۵نفره د ولسي جرګې غړي او سل نفره سناتوران). پر دغه شمېر باندې درې نور نفر چې د کلمبیا ایالت ته ځانګړي شوي دي هم زیاتېږي او په پایله کې د (انتخاب کوونکي هئیت) دغړو ټول شمېر ۵۳۸نفرو ته رسېږي، د هغوی ټاکنه د ایالت په چوکاټ کې د نوامبر میاشتې په لومړۍ سه شنبه کې په عمومي، مستقیم،فهرستي،یو پړاوي، او اکثریتي رایو سره ترسره کېږي. د یو ایالت د (ټاکونکي هئیت) ټولې څوکۍ په هغه ګوند پورې تړاو پیداکوي چې اکثریت په لاس راوړي او هغه ګوند چې ماتې وخوري په کلي ډول بایلونکی ګڼل کېږي(په هماغه ایالت کې) او د نوموړي ګوند ټولې رایې سیال ګوند ته ورکول کېږي. په بل عبارت، هغه ګوند چې د بریالي ګوند څخه په ډېر کم واټن وروسته پاتې شوی دی د ایالت  په (ټاکونکي هئیت کې) هېڅ څوکۍ نه ترلاسه کوي.
په (ټاکنیز هئیت) کې په غړیتوب د نوماندانو ټاکل کېدل د هغه کس د نوم په اعلان سره چې د ټاکل کېدو په صورت کې اراده لري په بل پړاو کې هغه ته رایه ورکړي، خپل ځان خلکو ته راوړاندې کوي. په دې توګه هغوی رایه ورکوونکو ته وعده ورکوي چې یو ټاکلی شخص د جمهوري ریاست او د هغه د مرسیتالۍ لپاره وټاکي. له دې مخې یوازې دومره چې ټاکونکی هئیت د هر یو ایالت څخه غوره شو، د هغو استازو د شمېر له مخې چې له دوو لویو ګوندونو څخه هر یو ګوند له نورو ګوندونو سره یو ځای تر لاسه کړي دي، په اسانی سره کولی شو چې ومومو چې کوم یو د جمهوري ریاست د رسمي نوماندانو او مرستیالانو څخه یې په ټولټاکنو کې بریالی شوی دی، یعنې د جمهوري ریاست د ټاکنو پایله عملا په دې پړاو کې معلومېږي.
۳.تشریفاتي پړاو په ایالاتونو کې د (انتخاب کوونکي هئیت) د غړو د ټاکنو په بشپړېدو سره، د جمهوري ریاست تکلیف او د جمهوري ریاست مرسیتالیتوب مشخص او معلومېږي.مګر د اساسي قانون د ظاهري رعایت لپاره، د ټاکنو نور پړاوونه هم ترسره کېږي؛داسې ډول چې د جمهوري ریاست (انتخاب کوونکی هئیت) د ډسامبر میاشتې په دویمه چهارشنبه کې د هر ایالت په مرکز کې جلسه جوړوي او د هغه تعهد مطابق چې د ټاکل کېدو پر وخت یې پر غاړه اخیستی وو، د خپل ګوند رسمي نوماند ته رایه ورکوي. په همدې دلیل ده چې ویل کېږي په متحده ایالتونو کې د جمهوري ریاست ټاکنې، که څه هم چې د حقوقي نظر یوازې دوه پړاوونه لري مګر په سیاسي او عملي لحاظ یو پړاو او مستقیمې دي. څرنګه چې خلک د (انتخاب کوونکي هئیت) غړو ته درایه ورکولو پر وخت کامل وقوف لري چې په دې اقدام سره څوک د امریکا جمهوري ریاست او مرسیتالی لپاره ټاکي. نو دغه پړاو، یعنې تشریفاتي پړاو، په ټاکنو کې معمول هیجان نه لري او د امریکا خلک هغه ته کومه پاملرنه او لېوالتیا نه ښايي، ځکه چې یو نوي پېښه نه رامنځ ته کېږي او پایله یې له مخکې معلومه وي.
د رایو پایله د هر ایالت (ټاکنیز هئیت) له لوري تنظیمیږي او د رایو له اصل سره یو ځای د کنټرول لپاره د سنا مجلس رئیس ته لیږل کېږي. نوموړی د بل کال د جون په شپږمه نیټه، د جمهوري ریاست او مرستیالي د ټاکنو پایلې د کنګرس  د استازو ( د دواړو مجلسونو ولسي جرګې او سنا) په حضور کې اعلانوي. بالاخره د جون میاشتې په شلمه نېټه، نوی ولسمشر او مرستیال یې د ځانګړو مراسمو څخه وروسته خپل کار پیلوي.
د یادولو ده چې د جمهوري ریاست د مقام تر لاسه کولو لپاره، د ټاکنیز هئیت د غړو د رایو مطلق اکثریت یعنې لږ تر لږه ۲۷۰ رایې اړینې دي. د داسې ډول اکثریت د نه ترلاسه کولو په صورت کې، د ولسمشر او مرستیال ټاکل یې د کنګرس له لوري ترسره کېږي، په دې توګه ولسي جرګه د هغو درېیو نفرو له منځ څخه چې د ټاکنیز هئیت لوړې رایې یې اخیستي وي، یو نفر د جمهوري ریاست لپاره ټاکي او سنا مجلس د دوه لومړنیو اولو نفرو څخه یو د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکي؛ داسې ډول پیښه د امریکا په اساسي حقوقو کې تر اوسه پورې نه ده رامنځ ته شوي او لېدل کېږي چې د دوه لویو ګوندونو رول ته په پام سره چې په دې برخه کې یې لري، په راتلونکي کې هم د داسې ډول پېښې رامنځ ته کېدل ډېر کمزوري لېدل کېږي.