ټکنالوجي د جاسوسۍ په خدمت کې!

د تسلیحاتي ټکنالوجی پرمختګ او غوړېدا د سیالو قدرتونو توان معلومولو هڅې له ځان سره درلودې او له علومو او فنونو څخه په استفادې یې د سیالانو د سلاح ګانو کیفیتي او کمیتي وضعیت څخه د خبر ترلاسه کول لازمي کړل، چې اصطلاحاً ټکنالوجیکه جاسوسي بلل کېږي.
 
د جاسوسۍ تعریف
په ټوله کې د جاسوسۍ د تعریف په اړه د پوهانو تعریفونو له مخې ویلای شو، چې د خاوند او مالک له خبرتیا او اجازې پرته د طبقه بندي شوو معلوماتو په لاس راوړل دي.
 
جاسوسي د ملي امنیت په وړاندې جرایمو یوه پخوانۍ او لویه بېلګه ده؛ معمولا یاد جرم یو سازمان شوی او په ورته وخت کې له سرحدونو هاخوا کار دی، ځکه چې په هغه کې د یو هېواد اساسي او حیاتي معلومات د یو سازمان شوي نظام له لوري ترلاسه کېږي.
 
ګارو لوېدیځ حقوقپوه جاسوسي داسې تعریفوي: د یو بهرني هېواد امنیت په وړاندې د بل بهرني هېواد له لوري د استفادې وړ اسنادو لارښوونه او د معلوماتو ملکیت ترلاسه کول او راټولونه له جاسوسۍ څخه عبارت ده.
 
د جاسوسۍ موخې
په تېرو وختونو کې د معلوماتو ترلاسه کولو او جاسوسۍ موخه د پټو یا محرمو اسنادو ترلاسه کول یا هم د استخباراتي مامورینو له لوري د بهرنیو جاسوسانو فعالیتونو خنثی کول وو؛ مګر د نظامي ټکنالوجی ودې او پرمختګ د وسایلو په کارونه کې په ژور ډول تغییر راوست، نظامي ټکنالوژی نه یوازې دا چې نوي ډول جاسوسۍ یعنې فضایي، بحري او د مکالماتي اړیکو د اورېدو دستګاوو نصبولو ته لاره هواره کړه، بلکې.له مختلفو او لېرو پرتو هېوادونو څخه د معلوماتو ترلاسه کول، د سپوږمکیو سیستم رامنځ ته کېدل یې هم له ځان سره لرل.
 
سپوږمکیو ته د هېوادونو لاسرسي په ترڅ کې، نړیوالې پولې چې د جاسوسانو په مخ کې د مهمو پرتو خنډونو له ډلې وې، له منځه ولاړې او له مخې لېرې شوې؛ روسیې، امریکا او یو شمېر نورو هغو هېوادونو چې د نظامي ټکنالوجی په برخه کې یې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او لري یې، وکولای شول ترڅو د انسانانو له لیږلو پرته د جاسوسې ټکنالوجی پر مټ ډېرو پټو او محرمو اسنادو ته لاسرسی پیداکړي.
 
د جاسوسي ټکنالوجی تر ټولو پرمختللي لاسته راوړنه د څو موخو لپاره کارېدونکي سپوږمکیو اختراع او جوړول دي، د جاسوسي ټکنالوجی کارونه د ډېرو دقیقو او ښو کارېدونکو په ورته وخت کې ډېرو اغېزناکو دستګاوو پیداکېدو لامل شو، چې د هغو له ډلې ځينې په لاندې ډول دي: د عکس اخېستلو لپاره کارېدونکي دوربینونه، شعاع لرونکي سیستمونه، د مکالماتي اړیکو اورېدو دستګاوې، د نښو – نښانو د ثبت رادارونه، د پټو رمزونو(passwords) لوستونکي او جوړونکي برېښنایي دستګاوې، د مخابراتو او تلیفوني مکالمو کنټرول او اورېدو دستګاوې، جاسوسي الوتکې او کښتۍ؛ د یادو وسایلو له ډلې هر یو ته یې دلته په لنډ ډول اشاره کوو:
 
الف) د عکس اخېستلو دوربینونه
جاسوسي ادارې او سازمانونه د عکس له دوربینونو څخه چې د شعایي وړانګو په واسطه کار کوي، د خبر ترلاسه کولو لپاره ګټه اخلي، یاد دوربینونه کولای شي د ۲۵ کیلو متره لېرې واټن او په شپه کې له فلش لګېدو پرته هم عکس واخلي.



د عکس اخېستلو دوربینونه کومه تازه تکنالوژی نه ده، بلکې کلونه کلونه کېږي چې له یادې ټکنالوجی په جاسوسۍ کې ګټه اخېستل کېږي.
 
ب) د اورېدو استراق دستګاوې
یادې دستګاوې د نظامي اډو ترڅنګ د ډېرو پرمختللو او پېچلو نظامي وسیلو له ډلې ګنل کېږي، چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو څخه تر وړاندې وخت پورې د یاد هېواد او امریکا متحده ایالاتو له لوري د یو بل تر څارنې او کنټرول لاندې نیولو همداراز د هستوي فعالیتونو کنټرول په ځانګړي ډول د سرګلولې لېږدوونکو توغندیو توغولو د کنټرول او د هغوی په اړه د خبر اخېستلو لپاره ترې ګټه اخېستل کېده.
 

ج) جاسوسي الوتکې
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته امریکا ډېرې پرمختللي ټکنالوجی ته لاسرسۍ پیداکړ، چې د هغو له ډلې یوه یې د جاسوسي الوتکو جوړول وو، یادې الوتکې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو (U2) الوتکې کولای شي په ډېره لوړه ارتفاع کې په ډېر کم سرعت سره پرواز وکړي.

له جاسوسي الوتکو څخه د مخابراتو، مکالماتو، اداري فعالیتونو په کنټرول همداراز د د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو پر توغولو د څارنې په برخو کې کار اخېستل کېږي، د (U2) الوتکې دوربینونو ظرفیت تر هومره حد پورې دی، چې حتی که چېرې الوتکه په ساعت کې د ۱،۰۰۰ کیلو متره په سرعت پرواز ولري، یاد دوربین کولای شي له ډېرو کوچنیو حتی د ستنې په اندازه شیانو څخه عکس واخلي.
 
نورې جاسوسي الوتکې AWAX او RC-135، MIG-25، او TOFOLOF- 95 روسي الوتکې دي، له اواکس څخه په پراخ ډول د جګړه ییزو سیمو بدلونونو او تغییراتو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په برخو کې ګټه اخېستل کېږي؛ ار سی ۱۳۵ الوتکې د معلوماتي مسیر ترلاسه کولو او پیداکولو مأموریت پرغاړه لري، چې پر ډېرې پرمختللي ټکنالوجی او وسایلو سبمال دي.
 

و) کښتۍ
له کښتیو هم د لویو قدرتونو له لوري د مکالماتو- مخابراتو په اورېدنه، د توغندیو مسیر په معلومولو او د جاسوسانو مطالعاتو په ثبت کې ګټه اخېستل کېږي.
 

هــ) جاسوسي سپوږمکۍ
د جاسوسي ټکنالوجی په برخه کې تر ټولو وروستۍ او پرمختللي لاسته راوړنه د مختلف ډوله جاسوسي سپوږمکۍ دي. د نظامي علومو او فنونو په برخه کې ارقام په ډاګه کوي، چې د نړۍ ۴۰۰ سپوږمکیو له ډلې چې مختلفو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند او فرانسې چې تر ۱۹۸۰م کال پورې فضاء ته توغولي دي، درې پر څلورمه برخه یې د نظامي او جاسوسي موخو لپاره کارول کېږي.
 
یادې سپوږمکۍ نه یوازې دا چې پر جاسوسي فعالیتونو بوختې دي، بلکې دد ځمکني، هوایي او بحري چاپېریال ترڅنګ یې له فضاء څخه د جګړې څلورم ډګر جوړ کړی دی، د یادو سپوږمکیو له ډلې ځینې مهمې یې په لاندې ډول دي.
 
۱. خبر لېږدوونکي جاسوسي سپوږمکۍ: ځانګړي نظامي سپوږمکۍ دي، چې دنده یې د لېرې واټن ویشتونکو بالیسټیک توغندیو(Long distance Ballistic missile) توغولو، اټومي چاودونو او د ډول ډول نورو نظامي سپوږمیکو د فعالیتونو څارنه ده.
 
۲. د معلوماتو ترلاسه کوونکي سپوږمکۍ: یاد ډول سپوږمکۍ مخابراتي – مکالماتي او د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو سیسیتمونو ته په ننوتو او له هغوی څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو سره خپل مرکز ته اړین معلومات لېږدوي او مخابره کوي.
 
۳. د برېښنایي اورېدو استراق جاسوسي سپوږمکۍ: هغه سپوږمکۍ دي، چې په نظامي او غیرنظامي ارتباطي وسایلو کې د نفوذ له لارې پیغامونه ثبتوي او بیا یې خپل ځمکني مرکز ته مخابره کوي.
 
۴. د بحري څارنې جاسوسي سپوږمکۍ: یاد ډول سپوږمکۍ د امریکا او روسیې مهمو جاسوسي – نظامي سپوږمکیو څخه ګڼل کېږي او په نړیوالو اوبو(بحرونو) کې د د لېږد رالېږد پلټڼې او تعقیب مسؤلیت پرغاړه لري.
 
۵. کشفي عکس اخېستونکي جاسوسي سپوږمکۍ: دغه ډول سپوږمکۍ د دښمن کشف، ځای، هویت معلومولو او نورو اړینو معلوماتو په راټولولو کې کارول کېږي.
 
۶. مخابراتی- جاسوسي سپوږمکۍ: له دغه ډول سپوږمکیو د ټلیفوني – مکالماتي اړیکو په څارنه کې کار اخېستل کېږي.
 
پایله او وړاندیزونه
که څه هم چې د جاسوسۍ په برخه کې تر ډېره بریده قواعد وضع شوي او حقوقي اړخونو ته یې تر ډېره بریده پاملرنه شوي، مګر په ورته وخت کې دټکنالوجی د ودې په ترڅ کې د جاسوسۍ نوي ډولونه رامنځ ته شوي، چې د هغو له ډلې یوه یې سایبري جاسوسي ده، چې باید پر حقوقي اړخ یې ډېر کار او پاملرنه ورته وشي.
 
دا چې پر خصوصي حریم او د هېوادونو پر ملي حریمونو تېرۍ ونه شي او درناوی یې وشي، باید په یاده برخه کې لا ډېر قواعد وضع شي او هېوادونه یو د بل متقابلې مرستې ته راودانګي، ځکه هرڅومره چې ښه قواعد او مقررات چې هم وضع شي، مګر د اجراء ضمانت یې شتون ونه لري، بې اغېزې دي.
 
منابع:
۱. ر.ګ: ټولي انډریو، اسرار سازمان سیا(CIA)، ترجمه حسین لعل، ج پنجم، تهران: سازمان انتشارات جاویدان، ۱۳۶۳.
۲. ثقفی عامری، ناصر؛ ابتکار دفاع ستراتیژیک امریکا با جنګ ستاره ګان؛ تهران: دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، ۱۳۶۵ص۱۶.
۳. حسینی الست، حسن؛ دنیای شګفت انګیز ارتبطات ماهواره ای، تهران: انتشارات سروش، ۱۳۶۳، ص ۱۳۴-۱۶۴.
۴. دانشنامه حقوق خصوصی
۵.https://fa.wikipedia.org/wikiجاسوسی/
۶.http://gerdab.ir/fa/news/21377