ملي یووالي ته ژمن ولس

 
د افغانانو ملي یووالي دوی د هرې بلا او بلوا پر وړاندې لکه سپر کلک ودرولي دي او د هر یرغل او یرغمل پر وړاندې زموږ د هېوادوالو د بریاليتوب عمده راز زموږ ملي یووالی دی. دوی د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د دفاع او خوندیتوب په لاره کې تل یو د بل تر څنګ د وروڼو په څېر ودرېدلي دي او په پوره مېړانه او زړورتیا یې د نورو یرغل، برید او بلوا پر شا تمبولې ده.
انګرېزانو او د نړۍ نورو زبرځواکونو چې هر ځل د افغانانو پر وړاندې په مخامخ جګړه او مبارزه کې ماته خوړلې، نو د دوی د بېلولو او پاشلو په فکر کې شوي دي، ځکه د افغانانو پر وړاندې په جګړه کې یې ځانونه کمزوري حس کړي دي.
انګرېزان بالاخره دې پایلې ته ورسېدل، چې د افغانانو پر وړاندې د مخامخ جګړې پرځای باید نورې بدیلې لارې ولټوي او له همغو لارو څخه په ګټه اخیستنې افغانان کمزوري کړي ا وله پښو یې واچوي، نو د انګرېزانو عمده او واضح شعار همدا وو، چې ”بېل یې کړه، اېل یې کړه“. مګر د دوی دغه شعار هم ډېره ګټه ځکه نه ده کړې، چې افغانان پر ملي یووالي ټینګ باور لري او د خپلو ځانونو، خپل هېواد او خپلو ملي ګټو او ارزښتونو لپاره ملي یووالی مهم او حتمي بولي.
سره له دې چې په دې وروستیو کې د افغانستان مغرضو ګاونډیانو په هېواد کې یو شمېر لاسپوڅي افراد او اشخاص دېته وګومارل چې د افغانانو د ملي یووالي د کم رنګه کولو په موخه ناوړه هڅې او فعالیتونه وکړي. واټونو ته راووځي، په ادارو، پوهنتونونو او علمي مرکزونو او د رسنیو په بحثونو کې د ملي یووالي پر ضد تفرقې، نفاق، قومي، سمتي او ژبنیو مسایلو ته لمن ووهي، مګر د خدای په فضل سره د دوی د دې ناوړه هڅو او فعالیتونو باوجود موږ لا هم واحد ملت یوو او واحد ملت به وو.
افغانان لا هم د تاریخ په سخت او نازک پړاو کې قرار لري، ځکه ترهګري، افراطیت، فساد او مافیا هغه عمده ستونزې دي چې له امله یې افغانستان او افغانان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ځورېږي او د همدغو بدمرغو پدیدو له امله په پښو ولاړ او د ملي نظام لرونکی او باثباته افغانستان کمزوری، کاواکه، کنډواله او احتیاج شو او زموږ له خلکو څخه یې د ژوند ټولې اسانتیاوې، خوښۍ او امکانات ومروړل.
 روانې بدمرغه جګړې، ناامنیو او دربدریو د هېواد مرکزي نظام او حکومت ړنګ کړ، اداري سیستم وپاشل شو، قوانین له منځه لاړ او ځای یې وحشت، ناامنیو، وژنو او ورانیو ونیوه، خو دا هر څه ناڅاپي پېښ نشول، بلکې دېته لارې او زمینې جوړې شوې او په دغو بدمرغو لارو او زمینو جوړولو کې یوازې کورني بدمرغه لاسونه او څېرې ښکېلې نه وې، بلکې بهرني بعدونه یې هم لرل، چې په ډېر قوت یې د افغانستان د بدمرغه او محوه کولو ناوړه نېت او اراده لرله.
د دغو کورنیو او بهرنیو دسیسو پر وړاندې افغان ولس کلک مقاومت وکړ، خپل ځانونه یې سپر کړل، له خپل ژوند او وینې څخه تېر شول، خپلې ځوانۍ، هستۍ او شمتنې یې په کې وبایللې، خو تر پایه یې خپل ګران هېواد د نورو له چنګال څخه خوندي کړ او لا هم د خپلو سرونو په قېمت دهېواد او هېوادوالو د ساتنې او پالنې دغه ملي معرکه او مبارزه په پوره مېړانه پرمخ بیایي.
خو دغې اوږدې او بدمرغه جګړې افغانان بدمرغه کړل، یو بل ته یې بدبینه کړل، په ډلو ټپلو یې ووېشل او د دوی تر منځ مینه، ورورولي، یووالی او اتفاق یې سره وپاشه، ځکه د جګړې په کلونو کې د پردیو لاسپوڅو دې مسلې ته زیاته لمن ووهله، مګر بیا هم د افغانانو ملي یووالی لا پرځای دی.
سره له دې چې دوی د افغانانو د بېلوالي او اېل ډېره هڅه وکړه، مګر د خدای په فضل او د افغان مېړني ولس د همت له برکته دښمن په دغه هڅه کې هم بریالی راونه ووت. ځکه افغانان په افغانستان باور لري او خپل وجود یې بولي، نو د افغانستان د بقا او دفاع پرمهال دوی خپلې ټولې خپل منځي ستونزې، شخړې او ګیلې هېروي او ټول په یوه غږ د خپل ګران هېواد دفاع کوي.
افغانان تر بل هر وخت دا مهال ملي یووالي ته زیاته اړتیا لري، ځکه دا مهال هېواد د مغرضو ګاونډیانو او د افغان دښمنه بهرنیو هېوادونو د جګړې په ډګر بدلېدونکی دی، ځکه چې هر یو په افغانستان کې روانې جګړې ته لمن وهي او دوی کوښښ کوي چې افغانستان کې روانه جګړه دوامداره وساتي او د جګړې لمن د هېواد ټولو سیمو او برخو ته وغځوي، مګر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه د دوی پر وړاندې جنګېږي او د روانې جګړې د کابو کولو هڅه کوي.
خو د جګړې په کابو کولو کې د ولسونو رول نهایت حیاتي دی او ولسونه چې څومره په خپلو کې ښه مناسبات او ملی یووالی سره ولري او د خپل حکومت او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي شي، نو همغومره به دوی د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې بریالي وي.