
اسلام د سولې دین دی او سپېڅلي اسماني کتاب (قران عظیم الشان) هم سولې ته ترجیح ورکړې اوغوره یې بللې ده. په همدې اساس له سولې سره دښمني له اسلام او بشریت سره دښمني ده، ځکه سوله د ژوند دویم نوم دی. د وګړو او ټولنې نېکمرغۍ او ښېګڼې په سوله او سوله ییز ژوند کې نغښتې دي، خو د دې باوجود هم ځینې بدمرغه انسانان له سولې سره دښمني پالي او دغه ستر الهي نعمت یې د خدای تعالی په بندګانو نه پیرزو کېږي.
په افغانستان کې د سولې دوه ډوله دښمنان دي، یوه ډله هغه جنګي او ترهګریزې ډلې دي چې د افغانستان د نظام او خلکو پر وړاندې د بهرنیو هېوادونو او استخباراتو په لمسون غیرمشروع جګړه کوي او هره ورځ بې ګناه خلک شهیدانوي، د دوی شتمنۍ او جایدادونه لوټي، کورونه، ښوونځي، ښارونه او ټولګټي ځایونه ویجاړوي لکه طالبان، داعش، جنګسالاران او د افغان حکومت نور وسله وال مخالفان.
د سولې دویمه ډله اصلي دښمنان هغه افراد او اشخاص دي چې په بېلابېلو بڼو د سولې د تامین پر وړاندې خنډونه ایجادوي او په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي. په دې ډله کې د پخواني حکومت ځینې مهم اشخاص، یو شمېر تنظیمي او جهادي قوماندانان او جنګسالاران دي.
د سولې لومړۍ ډله دښمنان په ښکاره د افغانستان د نظام، ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي ځواکونو او افغانانو پر وړاندې جنګېږي، مګر دویمه ډله یې د افغانستان پټ او تر نورو خطرناک دښمنان او د لستوڼي ماران دي. دوی په ښکاره د اسلام، عدالت، قانون، ولسواکي، حکومت، نظام، سولې او پرمختګ خبرې کوي، خو په حقیقت کې د دې ټولو برعکس ناوړه ارادې او نېتونه لري. یانې دوی په ظاهره ځانونه د ولس خواخوږي بولي، خو په حقیقت کې دوی د ولس او د سولې د تامین اصلي دښمنان او مخالفان دي.
دوی په ښکاره د جنګ غوښتونکي نه دي او نه هم د سولې مخالفت کوي، بلکې دوی په ډېر مهارت د سولې پر وړاندې خنډونه ایجادوي. هر وخت چې د سولې بهیر پیل شوی، نو همدوی یې پر وړاندې خنډ شوي دي. څو میاشتې وړاندې چې د لومړي ځل لپاره اوسني حکومت د امریکا متحده ایالاتو او چین په منځګړتوب د سولې بهیر پیل کړ او پاکستان یې دېته وهڅاوه، چې طالبان پلازمېنې اسلام اباد ته ور څېرمه په مري ښار کې له افغان حکومت استازو سره مخ په مخ خبرو ته کېنوي، نو د سولې دغو دښمنانو بېلابېلې اوازې خپرې کړې.
دوی ویل چې افغان حکومت د سولې په سر له پاکستان حکومت سره معامله وکړه او په دغه معامله کې یې د ډیورنډ کرښه منلې ده، ځینو ویل چې دا د وخت ضایع کول او د ولس تېر اېستل او کله کله به یې لا دا هم ویل چې سوله ناشونې ده، ځکه پاکستان په دې برخه کې صداقت نه لري. د سولې دښمنانوغوښتل چې په دې ډول د سولې نوی پیل شوی خو بریالی بهیر ټکنی کړي، چې بالاخره په همغو ورځو کې د ملاعمر د مرګ اعلان د سولې هغه بهیر په ټپه ودراوه او طالبان په بېلابېلو ډلو ووېشل شول او په خپلو کې یې جنګونه هم وکړل.
افغان ولسمشر پلازمېنې اسلام اباد ته دخپل وروستي سفر پرمهال له پاکستاني مقاماتو او د امریکا او چین له استازو سره د سولې د بهیر د بیا پیلولو په هکله خبرې وکړې او د همدغو مذاکراتو له برکته د سولې په ټپه ودرول شوی بهیر یو ځل بیا راپیل شو، ځکه د افغان حکومت، د پاکستان، چین او امریکا استازو د سولې د بهیر په څلور اړخیزو مذاکراتو دوه غونډې په پلازمېنه اسلام ابا او یوه یې په پلازمېنه کابل کې جوړه کړه او داسې ویل کېږي چې د سولې دغه پیل شوی بهیر ډېر سم پرمخ روان دی.
مګر کله چې د سولې دښمنانو د سولې په خبرو کې وروستي پرمختګونه ولیدل، نو یو ځل بیا وارخطا شول او د دغه بهیر د ټکني کولو لپاره یې بېلابېلې پلمې رامخې ته کړې او د افغانانو د ذهنیت د خرابولو او د سولې بهیر په هکله د دوی د شکونو د راپارولو لپاره یې خپلې ناړه هڅې پیل کړې.
د سولې د بهیر په دغو څلور اړخیزو مذاکراتو کې د لارې د نقشې په اړه بحث روان دی او په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستۍ غونډې له پایلو څخه داسې څرګندېږي چې په دې اړه په مجموع کې توافق رامنځته شوی دی او داسې برېښي چې په نږدې راتلونکي کې به د سولې د مذاکراتو د عملي ترسره کولو لپاره ځای او نېټه اعلان شي.
مګر اساسي پوښتنه داده چې دغه دویمه ډله ولې له سولې سره دښمني پالي؟ ساده ځواب یې دادی چې دوی اکثره د بهرنیو هېوادونو جاسوسان او ایجنټان دي او د دوی بادران دېته نه دي واداره چې په افغانستان کې دې سوله وي، بله مسله داده چې دوی د تېر حکومت پرمهال ډېر فاحش فساد، اختلاس او غصب کړی دی او له دې وېره لري چې که افغانستان امن او حالات سم شي، نو ممکن د خپلو اعمالو جزا ورکړل شي.
همدارنګه دوی په جګړه کې خپل شخصي خیر او ګټه ويني، ځکه اکثره یې قاچاقبران، غاصبان او داسې کسان دي چې له غیر قانوني لارو څخه ورته عاید راځي، نو د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو له امله دوی تر وروستي حده له سولې سره دښمني کوي او دوی نه غواړي په افغانستان کې دې سوله تامین شي، ځکه دوی ته د خلکو غوښتنې او ژوند ارزښت نه لري، بلکې دوی له خپلو شخصي ګټو سره مینه او علاقه لري.