
د ښایستونو انګازې وې چـــــــــــــې راووتې ته
.د ژوند او مرګ دې فیصلې وې چې راووتې ته
ماخو دوصل تکل کړی ؤ دستاسو چم ته
.د تقدیر نورې ارادې وې چې را ووتې ته
دا زړه مې چاود وکړ جــــــانانه دغنم په څیر
نن ستا دغم قیصې درنې وې چې راووتې ته
شمله دې لوړه هیبتی ښکاری طالبه یاره !
د فتوحـــــــاتو سلسلې وې چې راووتې ته
لــــــــــه پامیره، او هندوکشه تر سپین غره
په هر قدم دې کارنامې وې چې راووتې ته
د مـــــــــدار ستوری درته بیا په سلامی راغلی
پیل د لمر، سپوږمۍ قیصې وې چې راووتې ته
چــــــې د ګل سره اغزی ؤ خوندیئ نکړو
ښکلا نه ورکې بهانې وې چې راووتې ته
چــــــــــې د مېنې تغزل دې ځـــــــلا وکړه
ها خالقیاره! څه شیبې وې چې راووتې ته