
افغان مهاجر ليكوال ماښام مهال د اخبار له دفتره را ووت. په خيبر بازار كې سرويس ته ورپورته شو. سرويس له سور ليو ډك و. كه به په لاره كې يوه څو سورلۍ ترې كوزې شوې پر ځاى به يې نوري ور وختې. سرويس به د سورليو له زوره كله يوې خواه كوږ شو او كله به بلې خواته وزنګېده. په سرويس كې يو شور و. څنګ تر څنګ ناستو سورليو يو له بل سره خبرې كولې. مهاجر د سرويس د كړكۍ څنګ ته غلى ناست و او د څنګ له ملګري سره يې خبرې نه كولې شاته ناستو كسانو د ننې اخبار پريوې سرخۍ تبصره كوله. يوه يې وويل:
_"مړه افغانان بس د ګور چنجي دي په خپلو كې سره خوري." هغه بل وويل:
_"پرون بيا په افغانستان كې جنګ شوى، بلا ډېر يې سره وژلي دي." د څنګ ملګري يې وويل:
_"دا خو يې لاڅه كوې هغه بله ورځ يې د افغانانو اووه مړي له كشميره راوړل." مقابل لوري ور زياته كړه:
_"كشمير خو دلته نژدې دى، وايم په فلسطين او چيچنيا كې هم دوى جنګېږي."
د مهاجر زړه راډك شو او مړې مړې اوښكې يې پر مخ راغلې. سترګو ته يې ننى اخبار ونيو او د خپلو اوښكو پرده پوښ يې كړ. سرويس بيا پر يوه تمځي ودريد، يو څو سورلۍ ترې كوزې شوې او يو څو نورې ور پورته شوې. د مهاجر سترګې د خپل اخبار پر يوې سرخۍ ولګېدې. سرخي د ناصر باغ د كمپ د ورانولو او د مهاجرو د شړلو په هكله وه. بيا يې زړه راډك شو او له سترګو نه يې اوښكې لكه له سرويس نه راكوزيدونكې سورلۍ يوه په بله پسې راغلې. د مهاجر زړه لكه ډك سرويس نه تشيده. كلينر غږ وكړ:
_"بورډ والا كوزيږئ!" مهاجر ټكان وخوړ، له سرويسه راكوز شو او د نهر پر غاړه د ناصر باغ پر سړك مخ پورته روان شو. د بورډ د سيمې بريښنا تللې وه. د سړك په هاغه بر سركې يې څنګ تر څنګ دوه شنه ستوري وليدل چې له ځمكې نه دوه دوه نيم متره لوړ ولاړ وو. شنه ستوري ګرد تاوېدل او اخوا دې خوا يې شنې پلوشې شيندلې. مهاجر خپل ټول جېبونه ولټول زر زر يې ساه واخيسته او د زړه پر سر جيب ته يې لاس دننه كړ. جيب يې لكه ژوندى شى چې پكې وي غلى غلى رپېده. له جېب نه يې كاغذونه را وايستل. په اخبار يې د تندې خولې وچې كړې سترګې يې هم په اخبار وچې كړې. د جېب په كاغذونو كې يې د اخبار كارت پيدا كړ. غاړه يې صافه كړه او د شنو ستورو پر خوا ور روان شو. د شنو تاوېدونكو ستورو لس مترۍ ته ور ورسيد. د پوليسو موټر يې وليد چې پر سر يې دوه شنه څراغونه تاوېدل راتاوېدل. خلك لكه ترهېدلې رمه اخوا دې خوا په منډه وو. پوليسو كنځلې بادولې. ماشين ګڼ او برقي ډنډې يې په لاسونوكې نيولي وو او خلك يې وېرول. پوليسو ځوان او زلموټي افغانان په زوره موټر ته ورخېژول. د پوليسو افسر پر پوليسو غږ وكړ:
_"هغه ږيرور هم راونيسئ!"
مهاجر خپلې ږيرې ته اخبار ونيوه. پوليسو يو بل ږيرور افغان ته لاسونه ور واچول او په كشولو كشولو يې د پوليسو موټر ته وروخېژاوه . د كيلو ريړه يې ترې واړوله. په رېړه كې يوڅو درجنه كيلې وې چې نيمې پر سړك تويې شوې او نيمې د نهر خړو اوبو ته ورلوېدې. مهاجو په ګڼه ګوڼه كې له مهاجر نيونكو پوليسو نه سلامت راتېر شو او خپل كور ته را ورسېد. د ماخستن څه باندې نهه بجې وې. قلم او كاغذ يې راواخيستل او د تلويزيون تڼۍ يې كيكاږله. د اخبار لپاره يې د ځينو مهمو خبرونو په ليكلو پيل وكړ. د تلويزيون پر پرده د كشمير يوه صحنه راغله. هندي عسكرو د كشمير يو زلمى په وهلو او كشولو موټر ته ورخېژاوه. په يوه بله صحنه كې د يوه ځوان شهيد جنازه روانه ده، وراره او خور يې مخ او ټټر وهي. مهاجر د تلويزيون په پرده كې سترګې وګنډلې. په دې غمجنو صحنو پسې جوخته بله صحنه راغله. د پوليسو يو موټر دى چې د ښار په تياره څنډه كې ولاړ دى او بل څرغونه يې پر سر تاوېږي. له عسكرو سره برقي ډنډي او ماشينګڼې په لاسونو كې دي. ګڼه ګوڼه ده او خلك اخوا دې خوا منډ ې وهي. پوليسو يو څو زلمي رانيولي او په زور يې موټر ته ورخېژوي. مهاجر يودم چيغې كړې:
_"اوهو دا خو هماغه صحنه ده. دا هم بايد وليكم. چې دا يې څنګه په خپل تلويزيون كې وركړې ده؟" سر يې وښوراوه. پر خپله خبره يې شك پيدا شو:
_"نه نه دا هماغه صحنه كله ده، دا پاكستاني پوليس كله دي! دا خو اسرائيل دي اسرائيل! نه ګورې چې فلسطيني زلميان يې رانيولي او لاسونو ته هتكړۍ ور اچوي!