بلال ته شعر


دسپوږمۍ شپه ده
وږمې خورې دې
دشنوغنمو
دشنوشوتلو
دکشماليو
دشنووربشو
له شپې تاوشوی
دسپوږمۍ شال دی
داسپين په تور کې
عجب جمال دی
نقاش فطرت يې
تصويراخيستی
شپه يوه تابلوده
دغنمرنګو
دسکاڼوسکاڼو
اودارغشو
شنه چنارونه
له ډېرشين والي
ښکاريږي تک تور
چاپېرولاړدي
شپږاووه نه دي
بس ډېرولاړدي
څانګې يې تاودي
له يوله بله
ته واطواف ته
ټولی روان وي
په سپين احرام کې
توردحبشو

په توره شپه کې
دهرې پرخې
رڼاسپين چکه
لکه چې پرې وي
له کوم ماشوم نه
دنظرماتي
سپينه کونجکه

سپوږمۍ له لرې
لاس راتېرکړی
دچنارونو
له څانګوڅانګو
مرغۍ ويدې دي
پرتاندوخرانګو
پټ يې سرونه
تروزرونو
خوب لرې وړې
له سحرونو

دسپوږمۍ شپه ده
له لرې ښکاري
لويه کلاده
دشنوفصلونو
په منځ کې ګيره
لکه بېړۍ وي
ددريابونو
په منځ کې ګيره
دژوندمهينې
څپې ترې تاوې
تاندپسرلی دی
خوږې دمينې
څپې ترې تاوې

چوپه چوپياده
شپه نيمه شپه ده
شپه لکه ستړی
پردېس ويده ده
چې يوناڅاپه
په هغه پورې
چوپه کلاکې
داذان غږشو
دشپې خوب وړی
پردېس راويښ شو
ورته غوږغوږشو
په هغه پورې
چوپه کلاکې
له خوشحالۍ نه
ويښه غوغاشوه
ديوه نوي
ماشوم ژړاشوه
ډيوې شوې بلې
دکلاغېږه
رڼارڼاشوه
پاس له کنډونه
سپينه سپوږمۍ شوه
ماشوم ته موسکه
له غره پناشوه

دمورپه شونډو
دعا دعا ده
دپلارپه سترګو
دخپلواوښکو
رڼارڼاده
له خوشحالۍ نه
يې غږرپيږي
اذان يې ورو،ورو
سرته رسيږي
ماشوم ژړيږي
پلاروايي چوپ شه
بلاله چوپ شه
دمورلېموکې
دې خوب غړيږي

مورپه خنداشوه
دبلال پلاره
شه مبارک دي
دبلال نوم مې
بلها خوښيږي

دکلاغېږه
رڼارڼاده
دې رڼايي ته
جهان راويښ دی
دچنارونو
کاروان راويښ دی
دسرچناريې
شمال ته زانګي
لکه غمی چې
اتڼ کې دانګي

شپې ورځې سپينې
اوتورې اسپې
ترشايې پټې
دي نورې اسپې
په خورجينونو
کې يې راوړې
غپادسپيو
لمدې په زهرو
دغضب تورې

اوومه شپه ده
سپوږمۍ دشنه بام
پرسرولاړه
خونيمه شته ده
اونيمه ورکه
لکه وي ماته
له شوخ ماشوم نه
ښکلې نانځکه

دکلامنځ کې
چوپه چوپياده
دبلال سرته
ډيوه ګۍ بله
تته رڼاده
دغوڅوغوڅو
تنکۍ شوتلو
اوشنوغنمو
توندې وږمې دي
پاس په هواکې
خورې ورې دي
شوبلې روانې
دشنوغنمو
په شنه پټي کې
پاس له کلانه
چورلکې ګرځي
له هروزريې
بادونه غورځي
دبلال سرته
ډيوه ګۍ مړه شوه
دمورټيکری يې
له سره پورته
هواته جګ شو
بلال په چيغو
چيغوژړيږي
سپي يې په غوږکې
ورته غپيږي
پرتنکي مخ يې
نوکارې ښخې
دپردوسپيو
دموراوپلاريې
شونډوته کولپ دی
ترس اچولی

دماشينګڼو
ګولۍ وريږي
بلال ويده شو
دتودووينو
يودرې لښتي دي
سره ګډيږي