غزل

څه که مــخ يې پــټ د ورځــې په غبـــار دی
دا ســـړی د سپـــينو ستـــوريو خريدار دی
 
پــــه تســـبو او په امېـــل کـــې په کاريـــږي
په رباب کـــې هم شـرنګی کوي يو تار دی
 
نو بيــا ولــې يـــې په تـــورو تيـــږو ولــــې ؟
د روښـــــــــــــانــــو اييــــنو تــــړلــــی بــار دی
 
د ګلـــڅانــګــــــو له پنجـــرو نــــه را وتلــــی
بـــس پــــه مـــثل د بلــــبلو د چــــغــــــــار دی
 
د ژونـــدون شېــبه شـــېبه يـــې مــــرغـــلـــره
پرې کـــوه يـــې مـــه د چا دغـــاړې هـار دی
 
سپوږمکۍ يې هره شپه پر څانګو زانګي
مـرغــکۍ پکـــې دمــې کــــــوي چنــــار دی
 
وږی نـــــــه دی د شــــــرابــــــــو د کـــبابــــــــو
ستـا د لپــــــې په اوبــو بانــــدې خمــار دی
 
ګنـــهګار به وي منـــم خــــو دمـــرګ نـه دی
چــــې مين په ســـريــــنده يا پـــه ستـــار دی
 
پرې ميـــن شه له آواز نه يــــې خوند واخله
لاروی ګــــــــوره د زاڼــــــــو دکـــــتــــــــار دی
 
د نسيـــــم په لاس يې و ســـــــپړه کاروانــــه
دی ګلونه ،دی غــوټۍ غــوټۍ بهـــــار دی
 
٢٢-٦-٠٩