د ارواښاد استاد رسول آمين په ياد

 



 
 
کړنګ وې د جامونو او يو شرنګ د ربابونو وې
مستـــــــه تـــــرانــــه د آزادۍ د کتابــــونـــــــو وې
 
تا د خپلــــواکـــــۍ د يا چاريار چيغه اوچته کړه
تــــه منصور د داســــې ګنهګارو ثـــوابــونو وې
 
تــا تندی لــــه تيږو ســــره وجنګاوه مات نـــه شو
سيند ته د کونړ ورته وې ، ورور د دريابونو وې
 
وخت درته غــــاټول د ځيګــــر وداغـه تا وخندل
ښکاري چې باغوان بس د باغي انقلابونو وې
 
لوند د حـــوادثو په باران خــــړ د پښتون څادر
لمــــر ته غوړيدلی پاس د دار په طنابونو وې
 
ته به د کاروان قلــــم ته ورغلې غزل بــه شوې
ځلنده شبنـــم د شوخــــــو شوخو ګلابونو وې
 
نن څنګه ناڅاپه شوې د مرګ په جام خمار خمار
خم په خوټيدو وې ، ډک د ژوند له شرابونو وې
 
١٣٨٨-عقرب-٢٠-کابل افغانستان
 
 
\"\"