
د افغانستان د اساسي قانون د ۸۱ مادې د حکم په اساس ملي شورا د ستر تقنیني ارګان په توګه د افغانستان د خلکو د ارادې ښکارندوي ده او د ټول ملت نمایندګي کوي.
دلته مونږ او تاسو ګورو چې د اساسي قانون په ماده کې درې عمده او مهم ټکې ځای په ځای شوي دي چې دلته مونږ په همدې دریو ټکو بحث کوو او داموضوع روښانه کوو.
۱ ملي شورا ( پارلمان ) یو ستر تقنیني ارګان ده
داچې ملي شورا د اساسي قانون د حکم په اساس یو ستر تقنیني ارګان یاد شوی ده نو ګورو چې دې ستر تقنیني ارګان څومره قوانین د ملت د غوښتنې او د ژوند ښیرازۍ لپاره تصویب او وضع کړي دي . پدې موضوع کې د نمونې په ډول یو څو مثالونه وړاندې کوم ترڅو دغه موضوع په ښه شکل تاسو ته واضحه شي مونږ او تاسو په تیرو کلونو کې کې ولیدل چې د پوهنتون او دانشګاه د کلیمو په سر په ملې شورا کې څومره جنجالونه او مشکلات رامنځ ته شول سره ددې چې د افغانستان په اساسي قانون کې دغه موضوع واضح شویده د اساسي قانون ۱۶ ماده داسې سراحت لري ( په هیواد کې موجود ملې ، علمې او اداري مصطلحات ساتل کیږي ) دغه موضوع د افغان ملت لپاره مهم او حیاتې ده ، خو دې شورا د خپل شخصي ، تنظیمي ، قومي او سمتي ګټو په خاطر تراوسه همداسې لاینحله پريښې او افغان ملت یې د ډیرو زیاتو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړی ده سره ددې چې دوې ټول په دې ښه پوهیږي چې دا د ملت قانوني حق ده ولې دلته د ځینو نماینده ګانو شخصي او سمتي ګټې په نظر کې ونیول اوټول ملت ته یې سرخوږی جوړ کړ . نود ې د ملت کور د ملت د غوښتنې خلاف داسې یوه کړنه ترسره کړه . بله موضوع هغه د تابعیت وه چې داهم د افغانستان د وګړو لپاره یوه حیاتي او ملې مسله وه چې باید اوس د افغانستان ټول ملت د برقي تذکرو خاوندان وای او دغه شته ستونزې چې مونږ ورسره لاس او ګریوان یو په درست شکل حل فصل شوی وای سره ددې چې دغه مسلې ته هم د افغانستان اساسي قانون ۴ مادې ۴ بند کې داسې اشاره کړیده ( د افغان کلیمه د افغانستان د ملت پرهر فرد اطلاق کیږي ) او د همدې قانون په بل ځای کې داسې راغلي چې ( دملت هیڅ یو فرد د افغانستان د تابعیت څخه نه محرومیږي ) ولې دې شورا د افغان کلیمې په سر چې دادافغانانو اساسي اوملي حق وه محروم کړ، چې تراوسه دغه موضوع همداسې لاینحله پريښوده .
په دې برخه کې ډیرۍ داسې مثالونه شته ولې د موضوع د اوږدیدو د مخنیوي په خاطر مې دغه موارد د نمونې په ډول وړاندې کړل.
۲ ملي شورا ( پارلمان ) د خلکو د ارادې ښکارندویه ده .
ددې عنوان څخه مطلب داده چې ملي شورا باید د خلکو د ارادو ممثل وي ا و دخلکو غوښتنې او ارادې تمثیل کړي او د ملت غوښتنو ته د قانون په چوکاټ کې مثبت ځواب ووایې .
ولې مونږ اوتاسو ولیدل چې د ملي شورا اکثره پریکړې د ملت د غوښتنو او ارادې خلاف وې چې ښه بیلګه یې نا آهلو او ناکاره وزیرانو ته د تائید رایه ورکول چې نماینده ګانو دغه کړنه سمتي ، قومي او ګوندي رنګ درلوده او د دوی د خپلو شخصي ګټو د ساتلو لپاره داسې بی کاره وزیرانو ته د تائید رایه ورکوله ترڅو ددوی شخصي ګټې خوندې وي .
اللته هر هغه وکیل به چې لوړې زده کړې درلودې کارپوه ، صادق او د هیواد ملي منافعو ته ژمن وه اود ملت خوښه به هم وه چې دغه شخص باید وزیر شې خو که چیرې نوموړي وزیر د وکیلانو د غوښتنو مطابق خپله تګلاره نه وه برابره کړي یا به ددوی د سیمې ،ډلې او قوم نه وه نو دوی به ورته د تائید رایه نه ورکوله او هغه به یې ناکام کړ .
بله مهمه موضوع چې خصوصا نن سبا ورسره د افغانستان ملت مخامخ ده هغه فقر او بیوزلي ده د هیواد تقریباً یو میلون وګړي په فقر کې ژوند کوي ولې همدې وکیل صاحبانو د ملت دې بیوزلۍ ته ونه لیدل او د خپلو د معاشاتو د لوړولو غوښتنه بار بار کړیده او په اوس وخت کې هم دغه موضوع تازه کړیده . دوې همیشه د ملت د ارادې او غوښتنو خلاف د خپلو امتیازاتو د زیاتوالې په فکر کې ول او همیشه به یې دا کوشش کوه چې لوړ امتیازات ترلاسه کړي .
بل داچې ملت غوښتل په اداراتو کې د کارونو د روڼوالی او اصلاحاتو په خاطر باید په کارپوه او د لوړو زده کړو لرونکې اشخاص په دندو وګمارل شي ترڅو اداري نظام اصلاح او کارونه په ښه شکل مخ پروړاندې لاړ شي ، ولې همدې نماینده ګانو د ملت د غوښتنو خلاف د خپل د کورنۍ غړي او خپلوان سره ددې چې تعلیم به یې هم نه وه او یابه کم تعلیمه وه د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په خاطر په عایداتې او مختلفو اداراتو کې په دنده ګمارل نو بلاخره نتیجه همداشوه چې افغانستان په نړۍ کې د فاسد ترینو هیوادونو په لست کې دوهم مقام ترلاسه کړ .
د ملت بله غو ښتنه داوه چې ملې شورا ته باید د لوړو زده کړو لرونکي اشخاص لاره پیداکړي ولې دې شورا د خپل ځانونو په خاطر داسې یوه طرحه تصویب کړه چې هر هغه چا چې یو ځل وکالت دوره تیره کړي وي دوهم ځل لپاره هم خپل ځان نوماند کولې شي چې دا دملت د غو ښتنو او ارادې خلاف فیصله وه ځکه ملت غوښتل چې ملي شورا ته تعلیم یافته ، صادق ، متخصص او په وطن مین اشخاص لاره پیداکړي ولې بدبختانه چې داغوښتنه د ملت نادیده ونیول شوه او بلاخره داسې یوه غیر قانوي فیصله یې تصویب کړه .
۳ ملي شورا (پارلمان) د ټول ملت نماینده کوي
په اساسي قانون کې داسې راغلې چې د ملي شورا نماینده ګان د ټول ملت استازیتوب کوي خو مونږ او تاسو ولیدل چې د ملي شورا نماینده ګان هیڅ کله د ټول ملت نماینده ګي نده کړی ، یواځې د خپل د کورنۍ د غړو او دوستانو مشکلات حل فصل کړي دي او دهغوی غیر قانوني غوښتنې او مطالبات یې په چارواکو حل کړي دي ولې د ملت ډیری برخه په میاشتو میاشتو دوي نشو لیدای ترڅو خپل مشکلات ورته وړاندې کړي .
د اساسي قانون د ۸۱ مادې په بل بند کې راغلي چې( د شورا هر غړی د رائې د څرګندونې په وخت کې د افغانستان د خلکو عمومي مصلحتونه او سترې ګټې د خپل قضاوت محور ټاکي ) ولې مونږ او تاسو ولیدل چې ددوي هر کړنه او فیصله د شخصي ، سمتي ، ګوندي او سلیقوي منافعو په اساس وه ، که چیرې ددوې کړنې او فیصلې د ملت د مصلحتونو او ملې منافعو په بنیاد وای نو اوس به مونږ او تاسو ددومره ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ نه وای .
په نورو هیوادونو کې پارلمان بیا په واقعي ډول د یو ستر تقنیني راګان په توګه د خپل ملت د ژوند شیرازۍ او ملي منافعو په اساس کړنې او فیصلې کوي . پدي هیوادونو کې اکثره هغه کسان پارلمان څوکۍ ته ودریږي چې لوړې زده کړې او تخصص ولري ترڅو په مربوطه برخه کې د قوانینو د تصویب په برخه کې د ملې ګټو په نظر کې نیولو سره په ځای اومعقول نظر ورکړي ترڅو یو کامل او جامع قانون ټولنې ته وړاندې کړي . ولې زمونږ په هیواد کې بیا خبره برعکس ده دلته اکثره هغه څوک پارلمان ته لاره پیداکوي ولو که تعلیم هم ونلری خو چې د کوم ګوند ، سمت یا هم زور او زر ولري، همداده چې د مختلفو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ یو او هرورځ قرباي ورکو .
په اخر کې په خپلو شریفو ولسونو غږ کوم چې د ټاکنو په وخت کې د یو شخص زده کړې ، لیاقت ، صداقت اوتعهد په نظر کې ونیسي او وکالت لپاره ورته د تائید رایه ورکړي ترڅو د شته مشکلاتو او ستونزو نه خلاص شو .
د یو اباد سوکاله ارام او د یو متخصص صادق پارلمان لرونکې افغانستان په هیله